اوال ساباق
۱دا خاط دې پولوس دې طرفه چې دې خدائ خيذماتګور او دې عيسیٰ مسيح رسول دائي، ليکل شوائي دائي. زه دې دغې دې پوره مقرار شوائي يمه چې دې خدائ دې غوره شويې خالکې ايمون طاقتور کمه او اغا ته تعليم ويرکمه، ترڅو په اغا اقيقات پوئي شي چې اغا ته دا ويرزده کاوي چې څرنګې دې ديندارئي ژوند وکو. ۲دا اغا اقيقات دائي چې اغا ته دې تل پوتي ژواندين ايله ويرکاوي. خدائ چې ايڅکله درويغ نه يائي، دې شيري نه يې دې دغ ژواندين وعده کړيې دو ۳او يغ دا په مقرار وخت کې په خپل کلام کې جاوات که. دا کور موته وسپوره شه چې زه دې يغ په حق کې دې خپل خلوصاوينکي خدائ دې حکم اعلان وکمه. ۴زه دا خاط تيتوس ته ليکمه چې دې مو رشتينائي زيائي دائي او په ايمون کې سره شريک يي. دې پلور خدائ او دې ميژ دې خلوصاوينکي عيسیٰ مسيح فاضل او سالومتي دا وي په تو بندې.
په کليسا کې دې مشرونې مقرراول
۵ته مې دې دغې دې پوره په کريت کې پريشولې ترڅو پوتې کورينه تنظيم کې او لکه څرنګې چې مې درته لياروشونه کړيې دو چې په ار شار کې دې کليساګونې دې پوره مشرون وټاکې. ۶مشرون بايد بې عيبه وي، ګوشيې يوه شځه ولري، الودينه يې ايماندورون وي او په اغا بندې دا دې بد اخلاقي او سرکشي توماتينه نه وي. ۷څرنګې چې دې کليسا مشر دې خدائ دې کور ذمه دور دائي، نو اغا دا بې عيبه وي. اغا دا مغرور نه وي، ترخاټئ، شاروپي، جګړه مور، او دې پائسې حرص ورسره نه وي. ۸اغا دې ولما دوست او خيرخواه وي، په خپل نفس بندې واک ولري، عادل، پوک، سام او منظم وي. ۹اغا بايد په اغا باوري پيغام بندې چې يې تعليم ويرکړل شوائي دائي، ټينګ وداريژي، ترڅو په خپل رشتيني تعليم سره وکړائي شي نور خالک و اڅاوي او څوک چې ورسره مخالفت کو اغا دا ورټي.
ګمرا کاوينکي وشوينکي
۱۰دې ځکه چې ډير داسې خالک شته چې سرکشي کو، اغا بيځيه خبرې کو او خالک غلاطاوي، په خاص رانګ اغا خالک چې په سوناتولې بندې ټينګور کو. ۱۱دې داسې خالکې خولې بايد وتړلې شي، دې ځکه چې دئ دې شرماوينکيې ګټې دې لوس ته روړلې دې پوره دې يغې شايونې دې تعليم په وسيله چې بايد وير نه کړل شي، دې کورانۍ ټول غړي تباه کاوي. ۱۲دې کريتيونې دې عالمونې نه يو عالم يائي، ”کريتيون ار وخت درويغزن، وحشيون، ګډاور او سست دي.“ ۱۳دا شائدي رشتيا دو، نو اغا ساخت سپک که ترڅو چې په ايمون کې روغ پوتې شي ۱۴او اغا بايد دې يهوديونې زاړې کيسې او دې يغې خالکې حکمينه ته غوژ ونه نسي چې اقيقات يې راد کړائي دائي. ۱۵دې پوکې خالکې دې پوره ټول شايون پوک دي، خو دې ناپوکې او بې ايمونه خالکې دې پوره ايڅ شائي پوک نه دائي، دې ځکه چې دې يغې فکرينه او ضميرينه دواسره ناپوک دي. ۱۶اغا دعویٰ کو چې ميژ خدائ پيژاني، خو په عمل کې اغا دې يغ نه انکار کو. اغا دې کرکيې قابل او نافرمانه دي او دې ايڅ نيک کور کړلې قابليت نه لري.