شپيژام ساباق
دې مشرونې سره دې غلامونې چالند
۱اغا چې دې غلامئ دې ژغ لوندې دي، خپل مشرون دا دې ډير عزت لائق وګڼي، ترڅو دې خدائ نوم او دې ميژ تعليم بادنوم نه شي. ۲اغا غلامون چې مشرون يې ايماندورون دي، اغا دا په دغ خاطر دې يغې بې احترامي نه کو چې اغا ايماندورون وريڼه دي، بلکې بايد دې يغې شه خيذمات وکو، دې ځکه کيم خالک چې دې يغې دې خيذمات نه ګاټه ووخلي، اغا ايماندورون او زړه ته نژدې خالک دي.
غلط تعليم او دې مول او دولت سره مينه
بيا بايد دا تعليم خالک ته ويرکړل شي او اغا واڅاول شي ترڅو په دا بندې عمل وکو.
۳که چيرې څوک غلط تعليم ويرکاوي او دې ميژ دې تيشتن عيسیٰ مسيح دې سامې خبرې او دې يغ تعليم سره چې دې ديندارئي سره بروبرتيا لري، موافق نه وي، ۴نو اغا مغرور دائي او په ايڅ شي نه پئيژي. اغا په ليوانتوب سره باحثينه خواشوي او دا خواشوي چې دې خبرې په سار لنجه وکو. دا شايون دې کينې، بې اتفاقي، تومات او بدګمانئ سبب کيژي. ۵دا دې يغې خالکې په ميانځ کې دې پله پسې باحثينې سبب کيژي چې خيالينه يې خاروپ او دا اقيقات نه لرې دي او اغا ګمون کو چې دينداري دې مالدارتوب دې لوس ته روړلې دې پوره يوه وسيله دو. ۶خو دې قناعت سره دينداري ډيرې ګاټې لري، ۷دې ځکه چې ميژ دا دنيو ته څه نه دي رووړي او نه دې دغې دنيو نه دې ځون سره څه شائي وړائي شي. ۸خو که چيرې ميژ خواروک او جومې ولري، بيا په اغا بايد قناعت وکي. ۹خو کيم خالک چې غوړي مالدار شي، بيا اغا دې اوزميشتينې او قسما قسم بې معنې او تاوون رساوينکي غوشتنې په ليمه کې چې خالک دې تبويئ او الوکت خوته بيائي، روګيريژي. ۱۰دې ځکه چې دې پائسې سره مينه کړل دې ډيرې بدئي بنياد او سارچنه دو. ځنې خالکې چې دې پائسې سره ډير شاوق پئيدو کړائي دائي، نو خپل ايمون يې دې لوسه ويرکړائي دائي او په ډير غمينه يې خپل زړينه سروي سروي کړي دي.
دې تيموتاوس چارې
۱۱خو اې دې خدائ غړيه، ته دې دغې ټولې شايونې نه لرې ګرځه. دې صداقت، ديندارئي، ايمون، مينې، صابر او زغم او نرمئ کوشش که. ۱۲دې ايمون په جنګ کې شه وجنګيژه او تل پوتې ژوند تر لوسه که، دې ځکه چې ته خدائ دې يغ تل پوتې ژوند دې پوره غوره کړائي يې چې دې ډيرې شائدونې په مخ کې په شه رانګ دې خپل ايمون اقرار وکې. ۱۳زه توته دې يغ خدائ په مخ کې چې ټول شايون ته ژوند ويرکاوي او دې عيسیٰ مسيح په حضور کې چې دې پانتياس پيلاتوس په مخکې يې شه اقرار وکه، حکم کمه ۱۴چې دې زړه نا زړه کيدلې وره دا حکم ومنې. بيا و دې ويس نه دې ميژ دې تيشتن عيسیٰ مسيح دې واپس روتاګ پره ايڅوک په تو کې څه ګرامه پئيدو نه کو. ۱۵بيا مباراک خدائ چې ګوشائي واکمن دائي، دې بدشاونې بادشا او دې تيشتنې تيشتن دائي، اغا و دې عيسیٰ مسيح روتلل په يوه مقرار وخت کې جاوات کو. ۱۶خدائ چې ګوشائي غير فاني دائي او په اغا نور کې پنډيژي چې ايڅوک نه شي کړائي چې اغا ته ويرنژدې شي او ايچا ايڅکله اغا نه دائي ليدلئ او نه يې ليدلئ شي، عزت او قدرات دا تل ترتله دې يغ وي! امين.
۱۷دې دغې دنيو مالداره خالک ته حکم وکه چې نه دا مغرور کيژي او نه دا په خپل مول دولت اميد لري، بلکې په خدائ دا اميد سوتي چې ار څه ميژ ته پريمونه روکاوي چې خواند ځنې وخلي. ۱۸اغا ته حکم وکه چې نيک کورينه وکو او په شه کورينه کې مالدار شي او ساخيون پنډيژي او دا ته تايور ګرځي چې نور ته هه برخه ويرکو. ۱۹په دا رانګ و اغا دې خپلې ځونينې دې پوره يوه خزونه جوړه کو چې دې روتلينکيې واخت دې پوره يو شه بنياد وي، ترڅو اغا وکړائي شي چې رشتينائي ژوند لوس ته روري.
۲۰اې تيموتاوسه، اغا څه چې توته دير سپورل شوي دي، دې يغې سوتنه که. دې بې دينه خبرې او فضول باحثينې نه چې په غلطئ سره ورته ”پويا“ويل کيژي، ځون وسوته. ۲۱دې دغې خبرې په اقرار کړلې سره ځنې خالکې خپل ايمون دې لوسه ويرکړائي دائي.
په توس ټول دا دې خدائ فاضل وي.