درام ساباق

 

دې ميژ دې پوره داعو وکئ

۱نو اې خوانديې او وريڼې! په اخير کې غوړي دې ميژ دې پوره داعو وکئ چې دې تيشتن عيسیٰ پيغام زر ړانګ شي او په عزت سره دې خالکې دې خو نه قابيل شي، لکه څرنګې چې دې توسې په ميانځ کې ړانګ شه. ۲په داغا رانګ داعو وکئ چې خدائ ميژ دې بد کورينې او دې خاروپې خالکې نه وژغوري، دې ځکه چې ټول خالک ايماندورون نه دي. ۳خو توسې کړلائي شئ چې په تيشتن توکل وکئ، دې ځکه چې اغا و توسې طاقتور کو او دې شيطون دې بدئي نه و مم وسوتي. ۴تيشتن دې توس په حق کې ميژ ډاډمن کړي يې چې توسې و اغا کورينه کئ چې ميژ يې درته حکم کړائي دائي او اغا ته و داوام ويرکاوئي. ۵تيشتن دا توس ته ليار وشونه وکو چې دې خدائ په مينه او دې مسيح په صابر او زغم بندې پوئي شئ.

 

دې سستئ په حق کې خبردارائي

۶خوانديې او وريڼې! ويس ميژ توس ته دې خپل تيشتن عيسیٰ مسيح په نوم حکم ديرکاوي چې دې يغې ايماندورونې نه لرې پنډيژئي چې په سستئ سره خپل ژوند تيره وي او په اغا تعليم بندې عمل نه کو چې ميژ ورته ويرکړائي دائي. ۷توس خپل شه پئيژئي چې څرنګې بايد دې ميژ دې مثال پيروي وکئ، دې ځکه کله چې ميژ دې توسې سره وي بيا ميژ سست او لاټون نه وي. ۸ميژ دې ايچا ماړئي په لايا نه دو خواړليې، بلکه شپه او وريځ مم کور کړائي او خوري مم کړيې دو، ترڅو په چا بندې بوج نه شي. ۹دا دې دغې دې اماله نه وي چې ميژ حق نه لوره چې دې توسې نه خواروک وغوړي، بلکې ميژ غوشتل چې دې توسې دې پوره مثال شي، ترڅو دې ميژ پيروي وکئ. ۱۰کله چې ميژ دې توسې سره وي، بيا توس ته مم دا حکم که: څوک چې نه غوړي کور وکو، نو اغا دا ماړئي هه نه خوري. ۱۱دې ځکه چې ميژ ارويدلي دي چې په توس کې ځنې خالک شته چې خپل ژوند په سستئ سره تيراوي، اغا کور نه کو، بلکې دې نورې په کورينه کې لوس هه وائي. ۱۲ميژ داسې خالک ته دې تيشتن عيسیٰ مسيح په نوم حکم کي او ځنې غوشتنه کي چې په ارام سره دا خپل کور کو او خپله ماړئي دا په خپله ګټي.

۱۳خو اې خوانديې او وريڼې! توس ايڅ کله هه په شه کور کړلې کې زړه مه تنګاوئي. ۱۴که چيرې څوک اغا خبرې چې ميژ په دا خاط کې ليکلي دي نه مني، نو دې يغ سره ملګرتيا مه کئ، ترڅو اغا وشرميژي. ۱۵خو اغا ديشمن مه ګڼئ، بلکې دې يو ايماندور ورور په رانګ ورته نصيات وکئ.

 

اخرينئ خبرې

۱۶ويس دا تيشتن چې په خپله دې صولحې او سالومتيې سار چنه دو، توس ته په ار وخت او ار حال کې ارام دير کو. تيشتن دا دې توسې ټولې سره مال وي. ۱۷دا سالومينه مو پولوس په خپل لوس توس ته ليکلي دي او دې ثبوت دې پوره دې مو په ټول خاطينه کې دا دې مو دې خاط ناخشه او طريقه دو. ۱۸په توس ټول بندې دا دې ميژ دې تيشتن عيسیٰ مسيح فاضل وي.

Sorry, no results.
Please try another keyword