څلوارام ساباق

 

۱اې مالکونې، دې خپلې غلامونې سره دې عدل او انصاف دې مخې چالند وکئ، دې ځکه پئيژئي چې توس هه په اسمون کې يو مالک لرئي.

 

حکمينه او ليار وشونې

۲په بئيدورئي او شکرګزورئي سره په داعو کې ټينګ او ثابت پنډيژئي. ۳دې ميژ دې پوره هه داعو کئ، ترڅو خدائ ميژ ته دې خپل پيغام دې پوره دروزه خلوصه کو چې دې مسيح پټ راز بيان کي، دې ځکه چې په داغا خاطر زه باندي يمه. ۴داعو وکئ، ترڅو زه داغا پيغام لکه څرنګې چې لازمه دو، په واضح او روشانه رانګ بيان کمه.

۵دې غير ايماندورونې سره په ويشورئي چالند کئ او دې ارې موقعې نه شه ګاټه وخلئ. ۶دې توس خبرې دا دې تل دې پوره دې فاضل نه ډاکې او خواندورې وي، تر څو په دا پوئي شئ چې ار چا ته سام او مناسب ځاوب ويرکئ.

 

اخري سالومينه

۷تيخيکاس و توسې دې مو دې ټولې کړلې نه خبر کو. اغا دې ميژ ګرون ورور، وفادور خيذماتګور او دې تيشتن په کور کې دې ميژ ملګرائي دائي. ۸مو اغا توس ته دې دغې مقصد دې پوره دير ولاژه چې توس دې ميژ دې حال احوال نه خبر کو او دې توسې زړينه ته ډاډګيرنه دير کو. ۹دې يغ سره اونيسيموس چې دې ميژ وفادور او ګرون ورور دائي او دې توسې دې ډالې نه دائي، ديرڅي. اغا و توس دې يغې ټولې کورينې نه چې دلته کيژي، خبر کو.

۱۰ارسترخوس چې دې مو سره په زندان کې دائي، توس ته سالوم يائي. په دا رانګ مرقوس دې برناباس دې تره زيائي هه توس ته سالوم يائي. دې مرقوس په حق کې توس ته ليار وشونې شويې وې چې که اغا توس ته روغائي، بيا ارکلائي ورته ويايئ. ۱۱او يسوعه چې دې يوستوس په نوم هه يوديژي، هه درته سالوم يائي. دې يهودي ايماندورونې نه ګوشي دا درې کاسون دي چې دې خدائ دي بدشايئ په کور کې دې مو ملګرتيا کو او يغ موته ډيره تسلي روکړيې دو. ۱۲اپفراس چې دې توسې دې ډالې نه دائي او دې عيسیٰ مسيح خيذماتګور دائي، توس ته سالوم يائي. اغا ار وخت توس ته په شاوق او دې زړه دې تاله داعوګونې کو، ترڅو توس دې بالغې خالکې په رانګ په ايمون کې ټينګ ودارئي او په پيرا رانګ دې خدائ په ارادې پوئي شئ. ۱۳بيا زه شائدي وير کاومه چې اغا دې توس دې پوره او دې يغې خالکې دې پوره چې په لايوديکيه او هيراپوليس کې دي، ډيره خوري کړيې دو. ۱۴دې ميژ ګرون طبيب لوقا او ديماس هه توس ته سالومينه يائي.

۱۵اغا خوانديې او وريڼه ته چې په لايوديکيه کې دي او نيمفا او اغا کليسا ته چې دې يغې په کير کې دو، دې مو سالومينه ويايئ. ۱۶کله چې توس ته دا خاط وويلل شي، بيا يې دې لايوديکيې کليسا ته هه ولژئي چې اغا ته هه وويلل شي او توس ته دا هه اغا خاط چې دې لايوديکيې کليسا ته ليکل شوائي دائي، وويلل شي. ۱۷ارخيپوس ته ويايئ، ”پام که، کيمه چار چې توته دې تيشتن دې خيذمات دې پوره سپورل شويې دو، اغا سار ته وراساوه.“

۱۸زه پولوس په خپل لوس توس ته دا سالوم ليکمه. په يود مم وي چې زه ليا تر ويسه په زندان کې يمه. په توس دا دې خدائ فاضل وي.

Sorry, no results.
Please try another keyword