دوام ساباق
۱نو زه غوړمه چې توس پوئي شئ چې زه دې توسې دې پوره او دې خدائ دې يغې خالکې دې پوره چې په لايوديکيه کې دي او دې يغې ټولې دې پوره چې دې ويسه پرې يې دې مو مخ نه دائي ليدلئ، څومره ډيره خوري کمه، ۲ترڅو اغا زيړاور شي او دې مينې په مزي يو دې بل سره وګنډل شي او دې ارزشت نه ډاکې پوئې بندې پيره يقين ولري او دې خدائ په پټ راز چې خپله مسيح دائي، پوئي شي. ۳په اغا کې دې حکمت او پوئي وولي ټولې خزونې پټې دي.
۴زه دا توس ته دې دغې پوره يايمه چې څوک مم په داسې دليلينه بندې چې په ظاهره سام ليده شي نه کو غلط. ۵دې ځکه که څه هه زه په سيراتي رانګ دې توس نه لرې يمه، خو په روحاني رانګ دې توسې سره يمه. زه خواشول يمه چې توسې وينمه چې په خپل ميانځ کې په څومره شه نظم او ترتيب ژوند تيره وائي او په مسيح بندې دې توسې ايمون څومره قوي دائي.
په مسيح کې کامل ژوند
۶نو لکه څرنګې چې توس عيسیٰ مسيح دې خپل تيشتن په رانګ قابيل که، بيا دې يغ سره په يوولي کې خپل ژوند کئ. ۷په يغ کې خپلې وليې ړانګې کئ او په يغ بندې خپل ژوند جوړ کئ. لکه څرنګې چې درته تعليم دير کړل شوائي دائي، په خپل ايمون کې ټينګ پوتې شئ او ډيره شکرګزوري کئ.
۸پام کئ چې څوک مم په اسې فلسفې سره چې خالک غلاطاوي روګير نه کو، دې ځکه چې دا دې انساني رواجينې او دې دغې دنيو دې بدې روحاني طاقتينې سره تړلي دي، نه دې مسيح سره. ۹دې ځکه چې مسيح په انساني سيرات کې دې خدائ کامل خي او فطرت لري ۱۰او توس هه په اغا کې چې دې ټولې حکوماتينې او دې واک خاوندونې سار دائي، کامل شوي يئ.
۱۱توس دې مسيح سره په يوولي کې سونات شوائي، خو دا سوناتيدل دې انسان په لوس نه دي شوي، بلکې مسيح توس په روحاني رانګ سونات کړائي، ترڅو دې توسې نفساني فطرت لرې شي. ۱۲کله چې توس بپتسمه وخاستله، بيا دې مسيح سره شاخ شوائي او دې توسې دې ايمون په وسيله دې خدائ په قدرات سره چې مسيح يې په څټ روژواندائي که، توس هه دې يغ سره دې مړې نه رو پورته شوائي. ۱۳توس يو وخت دې خپلې نافرمانئ او دې دغې اماله چې په سيراتي رانګ سونات نه وائي، مړه وائي نو خدائ توس دې مسيح سره يو ځوئي دې مړې نه رو پورته کړائي او دې توسې ګونائينه يې وباخشل. ۱۴خدائ اغا ټول ليکل شوي توماتينه چې دې قانون دې نافرمانئ دې اماله په ميژ لګيدلي وي، پوک کړل. اغا يې په صليب بندې ټاک والل او لرې يې کړل. ۱۵مسيح حاکمون او دې واک خاوندون بې واسلې کړل او اغا يې دې ټولې په مخ کې رسوو کړل او دې صليب په وسيله په ټول بندې بريولئ شه.
۱۶بيا دې دغ اماله ايچا ته اجازات مه ويرکاوئي چې دې خواروک تشوک ليا دې اختر ليا دې نويې مياشتې او ليا دې سبت دې وريځې دې مراعات کړلې په حق کې په توس حکم او پئصاله وکو. ۱۷دا شايون ګوشي دې يغ اقيقات سيوره دو چې روتلينکئ دائي او دا اقيقات خپل مسيح دائي. ۱۸مه پريژدئي چې څوک په ظاهري عاجزئ او دې فرشتې په عبادت کړلې سره توس دې اجر او انعام وخاستلې نه بې برخې کو. داسې خالک دې روياګونې دې ليدلې په تفصيلي بيان او خپل انساني فکرينه سره بيځيه غرور کو. ۱۹اغي دې مسيح سره چې دې ټول سيرات سار دائي، خپل تعلق پريشائي دائي. دې يغ په وسيله ټول سيرات طاقات وخلي او ټول باندينه او پلې سره يو ځوئي کيژي او لکه څرنګې چې خدائ يې غوړي، اغا ترقي کو.
دې مسيح سره مړه کيدل او واپس روژواندي کيدل
۲۰کله چې توسې دې مسيح سره مړه شوائي، نو دې دغې دنيو دې بدې روحاني قدراتينې نه هه ازود شوائي، بيا ويلې داسې ژوند تيراوئي چې کنه ويس هه دې دغې دنيو سره تاړين لرئ؟ ويلې داسې اصولې ته غوړه ژدئي لکه څرنګې چې اغا يائي: ۲۱”دا په لوس کې مه وخلئ، دا مه تشئ، دا ته لوس مه ويرئي؟“ ۲۲کله چې دا ټول شايون استعمال شي بيا دې ميانځه څي، دې ځکه چې دا ګوشي انساني حکمينه او تعليمينه دي. ۲۳که څه هه دا شايون په اغا عبادتينه کې چې يغې په خپل ځانينه بندې مانلي دي او ظاهري عاجزي او په ځون ساختې رواستل په ظاهره شه ماليميژي، خو په اقيقات کې دا شايون نه شي کړلائي چې دې نفساني خواهشاتې مخه ونسي.