دوام ساباق
دې روحاني مارګ نه ژوند ته
۱توس يو وخت دې خپلې نافرمانئ او ګونائينې دې اماله مړه وائي، ۲او دې دغې دنيو په کاژې ليارې بندې راون وائي او دې فضا دې روحاني قدراتينې دې واکمن يعني دې يغ روح مم پيروي کړله چې ويس په نافرمانې خالکې کې کور کو. ۳يو وخت ميژ هه لکه دې يغې په رانګ دې خپلې سيراتي غوشتنې دې مخه ژوند تيروه او خپلې نفساني او فکري غوشتنې مم پيره کاولې. ميژ هه لکه دې نورې انسانونې په رانګ په فطرتي رانګ بندې دې خدائ دې غضاب لائق وي.
۴خو خدائ چې په راحم غني دائي دې ځکه ميژ سره يې ډيره مينه وکړه، ۵حتي کله چې ميژ دې خپلې سار غړاونې دې اماله مړه شوي وي، يغ ميژ دې مسيح سره يو ځوئي دې مړې نه رو پورته کړي، بيا دې يغ دې فاضل په وسيله توس خلوصين مينده که. ۶خدائ ميژ دې عيسیٰ مسيح سره په يوولي کې هه په روحاني رانګ رو پورته کړي او ميژ يې دې يغ سره په اسموني ځائينه کې کشيناولي. ۷يغ داسې وکړل، ترڅو په رو تلينکي زمونې کې دې خپل فاضل ستر او بې اندازې مالدارتوب دې خپلې مهربونئ دې مخې په عيسیٰ مسيح کې ميژ ته جاوات کو. ۸دې ځکه چې توسې دې خدائ دې فاضل په سبب او ايمون دې ليارې خلوصين ميندلئ دائي او دا دې توسې خپل کور نه دائي بلکې دا دې خدائ يو نعمت دائي. ۹خلوصين دې توسې دې کور نتيجه نه دو، نو ايڅوک فخر نه شي کړلائي. ۱۰دې ځکه چې ميژ دې يغ په لوس جوړ شوي يي او په عيسیٰ مسيح کې دې نيکې چارې دې پوره پئيدو شوي يي چې خدائ دې مخه نه دې ميژ دې پوره تايوره کړيې وه، ترڅو سار ته يې وراساوي.
په مسيح کې يوولئ
۱۱بيا دې دغې دې اماله يود سوتئ چې يو وخت توس غير يهوديون دې سونات شويې په نظير کې چې دا خپل يو سيراتي عمل دائي او دې انسان په وسيله سار ته راسيژي، ناسونات شوي ګاڼل کيدلائي. ۱۲يود سوتئ چې توس په اغا زمونه کې دې مسيح نه ګوشي وائي او دې اسرائيلې په قوم کې شامل نه وائي او توس دې خدائ دې يغې لوظينې نه بې برخې وائي چې دې يغې وعدې دې مخه شوي وي چې خدائ دې خپلې خالکې سره کړيې وه. توس په دا دنيو کې نا اميده او دې خدائ نه لرې ژوند که. ۱۳خو ويس توسې په عيسیٰ مسيح کې چې يو وخت دې خدائ نه لرې وائي دې يغ دې ويني په وسيله يغ ته نژدې شوائي. ۱۴دې ځکه چې مسيح دې ميژ صولحه او سالومتي دو او اغي دوې ډالې سره يو کړلې او دې خپل سيرات په وسيله يې دې ديشمنئ اغا ديول ړانګ که چې اغا يې سره ګوشي کړي وي. ۱۵اغي شريعت دې يغ دې حکمينې او قانون سره منسوخ که، ترڅو په خپل سيرات کې دا دې دوې قابيلې نه يو نوائي قوم جوړ کو او صولحه او سالومتي روالي. ۱۶مسيح په صليب بندې دې خپل مارګ په وسيله دوې سارې قابيلې په يوه سيرات کې دې خدائ سره په خوله کړې ترڅو دې يهوديونې او غير يهوديونې ديشمني دې ميانځه لرې کو. ۱۷اغا روغائي ترڅو دې صولحې او سالومتئ زرائي توس ته چې دې خدائ نه لرې وائي او اغا ته چې خدائ ته نژدې وي، اعلان کو. ۱۸دې ځکه چې ميژ دوه سره دې مسيح په وسيله په يوه روح القدس کې دې پلور خدائ خو ته وير نژدې کيژي.
۱۹بيا نور توسې پرادي او ميسوفر نه يئ بلکې دې خدائ دې خالکې وطندورون او دې خدائ دې کورانۍ غړي يئ. ۲۰توس دې رسولونې او پيغمبرونې په بنياد جوړ شوي يئ چې عيسیٰ مسيح په خپله دې يغ بنياد اصلي تيژه دو. ۲۱په اغا کې دې ويدونئ ټولې برخې سره يو ځوئي کيژي او په تيشتن کې ځنې يو سپيڅلئ کير جوړيژي او وده کو. ۲۲بيا دې توس نه هه په اغا کې دې نورې سره يو کير جوړيژي چې خدائ دې خپل روح په وسيله په اغا کې پنډيژي.