شپيژام ساباق

 

دې يوه بل بور چګاوئي

۱ اې خوانديې او وريڼې! که چيرې څوک په څه ګناه کې روګير شي، بيا توس چې روحاني خالک يئ، اغا په نرمئ سره سامې ليارې ته روګرځاوئي. په خپل ځونينه بندې پام کئ، کني، توس و هه اسوسي شئ. ۲ يو دې بل سره دې بور په وړل کې مراسته کئ، بيا په دا رانګ و توس دې مسيح شريعت پيره کئ. ۳ که چيرې څوک خپل ځون لوئي ګڼي او په اقيقات کې اغا ايڅ هه نه وي، بيا اغا خپل ځون غلاطاوي. ۴ ار څوک دا خپل عمل په خپله وزموي. که چيرې شه وي بيا کړائي شي په خپل ځون فخر وکو، خو خپل ځون دې نورې سره مه بروباره وائي. ۵ دې ځکه چې ار څوک بايد خپل کور په خپله سار ته وراساوي. ۶ څوک چې دې خدائ کلام زده کاوي، بيا په خپل ټول شه شايون کې دا خپل وشوينکائي شريکاوي. ۷ مه بې ليارې کيژئي، ايڅوک نه شي کړائي چې په خدائ بندې مالانډې ووائي، دې ځکه څوک چې څه کاري اغا و ريبي. ۸ خو څوک چې دې خپلې نفساني غوشتنې په کروانده کې کيم څه وکاري، بيا دې يغې نه و دې مارګ فاصل روټول کو او څوک چې دې روح القدس دې خواشولولې دې پوره کيم څه وکري، بيا دې اغي روح القدس نه و دې تل پوتي ژواندين فاصل روټول کو. ۹ بيا ميژ بايد په شه کور کړلې ستړي نه شي او دې دغې کورينې نه لوس ونخلي، بيا په سام وخت و خپل فاصل روټول کي. ۱۰ نو ترڅو پره چې دې ميژ سره موقع وي، بايد دې ار چا سره نيکي وکي او په خاص رانګ دې يغې سره چې دې ايماندورونې په يوه کورانۍ کې دې ميژ سره شريک دي.

 

اخرينئ خبرې

۱۱ وکسئ، زه توس ته په خپل لوس په څومره غوټ غوټ ټکي سره ليکمه. ۱۲ کيم خالک چې توس په سوناتولې مجبوروي، دا اغا خالک دي چې دې نورې په مخکې خپل ځونينه داسې وشائي چې دئ شه خالک دي. دې ځکه دئ نه غوړي چې دې مسيح دې صليب په خاطر وځوارل شي. ۱۳ دې ځکه حتي اغا خالک چې سونات شوي دي، اغا په خپله په شريعت بندې عمل نه کو، خو اغا دې توسې سوناتيدل دې دغې پوره غوړي چې دې توس په دا کور اغا فخر وکو. ۱۴ خو خدائ دا نه کو چې زه دا دې ميژ دې تيشتن عيسیٰ مسيح دې صليب نه وره په کيم بل شي وياړ وکمه. دې ځکه چې دې يغ دې صليب په وسيله دنيو دې مو دې پوره مړه شوه او زه دې دنيو دې پوره. ۱۵ دې ځکه چې سوناتيدل ليا نه سوناتيدل څه خاص خبره نه دو، بلکې نوائي پيدوئشت مهم دائي. ۱۶ سالومتي او راحم دا وي په اغا چا بندې چې دې دغ قانون سره سام ژوند تيراوي او هه دې خدائ په ټول اقيقي اسرائيلې بندې.

۱۷ په دا نه دې ورستې دا ايڅوک مو نه په تکليفه وي، دې ځکه دې مو په سيرات چې کيم دوغينه دي دې يغې نه ماليميژي چې زه دې عيسیٰ يمه. ۱۸ اې خوانديې او وريڼې! په توس ټول بندې دا دې ميژ دې تيشتن عيسیٰ مسيح فاضل وي. امين.

Sorry, no results.
Please try another keyword