ديارلاسام ساباق

 

اخري خبردارائي او سالومينه

۱ دا درام وور دائي چې زه دې توس دې ليدلې دې پوره ديرڅمه. لکه څرنګې چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي: ”اره دعویٰ بايد دې دوې ليا دې درې شائدونې دې طرفه تصديق شي.“ ۲ کله چې مو دې دوم وور دې پوره دې توس سره وليدل، مو اغا کاسون ته چې مخکې يې ګناه کړائي وه او نور ټول ته خبردارائي ويرکه او ويس چې دې توس نه لرې يمه يورې بيا خبردارائي ديرکاومه. کله چې بل وور روشمه بيا ايڅوک و دې سازو نه خلوص نه شي. ۳ دې ځکه چې توس اغا ثبوت غوړئي چې مسيح دې مو په وسيله خبرې کو. کله چې اغا توس اصلاح کاوي نو اغا کمزورائي نه دائي، بلکې اغا په توس کې طاقتور دائي. ۴ که څه هه کله چې اغا په صليب بندې دې لاکيدلې په وخت کې کمزورائي و، خو ويس دې خدائ په قدرات سره ژوند کو. ميژ هه کمزوري يي لکه څرنګې چې مسيح و، خو ميژ و هه دې خدائ په قدرات سره ژوند کي، ترڅو دې توس خيذمات وکي.

۵ خپل ځونينه وزميئ، ترڅو ووينئ چې دې توسې ايمون رشتينئ دائي که نه. خپل ځونينه وزميئ. ايا توس په خپل ځون پوئي شوي نه يئ چې عيسیٰ مسيح په توس کې دائي؟ که په توس کې نه وي، بيا توس په ازميشت کې ناکام شوي يئ. ۶ زه په دا ايله يمه چې توس په دا پوئي شئ چې ميژ په دا ازميشت کې ناکام شوي نه يي. ۷ خدائ ته دې مو دا داعو دو چې توس څه غلط کور ونه کئ. ميژ دا داعو دې دغې دې پوره نه کي چې دا وشائي چې ميژ په حقه يي، بلکې دې دغې دې پوره چې توس سام کورينه وکئ، حتي که ميژ دې خالکې په نظير کې ناکام شکاره شي. ۸ دې ځکه چې ميژ دې اقيقات په مخکې ايڅ نه شي کړائي، بلکې بايد دې اقيقات په خاطر وداريژي. ۹ دې ځکه ميژ خواشول يي کله چې ميژ کمزوري يي او توس طاقتور يئ. دې ميژ داعو دا دو چې توس په مکامله رانګ اصلاح شئ. ۱۰ زه دا شايون په داسې حال کې توس ته ليکمه چې دې توس نه لرې يمه. دا دې دغې دې پوره چې کله زه توس ته دير شمه، دا ته مجبور نه شمه چې دې يغ واک او اختيار نه چې تيشتن روته روکړائي دائي، کور وخلمه او ساخت سلوک درسره وکمه، بلکې وکړائي شمه چې توس طاقتور کمه، نه دا چې توس دې ميانځه لرې کمه.

۱۱ په اخير کې، اې خوانديې او وريڼې! خواشول پنډيژئي. کوشش وکئ چې په ايمون کې پوخه شئ، يوه بل ته تسلي ويرکاوئي، يو دې بل سره په يوه ژاغ کې ګرځئ، په صولحه او سالومتئ کې ژوند وکئ، بيا و دې مينې او سالومتئ خدائ درسره مال وي. ۱۲ په کوشلاولې سره يوه بل ته سالوم يايئ. ۱۳ دې خدائ ټول خالک توس ته سالومينه ويائي. ۱۴ دې تيشتن عيسیٰ مسيح فاضل، دې خدائ مينه او روح القدس دا دې توس ټولې سره ملګرائي وي.

Sorry, no results.
Please try another keyword