دولاسام ساباق

 

دې پولوس رسول روياګونې او مکاشفې

۱ زه بايد فخر وکمه، که څه هه ايڅ ګاټه نه لري. خو زه و دې يغې روياګونې او مکاشفې په حق کې خبرې کمه چې تيشتن مو ته روکړيې دي. ۲ زه يو ساړائي چې په مسيح بندې ايمون لري، پيژانمه چې څوارلاس کوله مخکې درام اسمون ته يوړل شه، خو زه نه پئيژمه چې په سيراتي رانګ و ليا په روحاني رانګ، خو خدائ پئيژي. ۴-۳ زه پئيژمه چې دا ساړائي جنت فردوس ته يوړل شه، که اغا په سيراتي رانګ و ليا په روحاني رانګ. زه نه پئيژمه، خو خدائ پئيژي. خو يغ داس شايون ورويدل چې په خبرې کې بيان کيدائي نه شي، داسې شايون چې ايچا ته يې دې بيانولې اجازات نشته. ۵ زه په داس ساړي وياړ کمه، خو زه و وره دې خپلې کمزورئ نه په خپل ځون بندې وياړ ونه کمه. ۶ که مو غوشتي وائي چې په خپل ځون وياړ وکمه، نو زه و کم عقل نه ومه، دې ځکه چې مو و رشتيا خبرې کړيې وائي. خو زه و داسې ونه کمه، ترڅو څوک مو ته دې يغ څه نه چې په مو کې يې ويني او ليا يې دې مو نه وروري، مو ته زيوت ارزشت روکو.

۷ بيا دې دغ دې پوره چې دې يغې حيروناوينکې مکاشفې دې اماله مغرور نه شمه، نو دې مو په سيرات بندې اغزي ولګيدل چې دې شيطون ملګري وي چې مو وځوراوي، ترڅو زه مغرور نه شمه. ۸ په دا حق کې مو درې ووره تيشتن ته ميناتينه وکړل چې دا اغزي رونه لرې کو. ۹ خو يغ مو ته وويل: دې مو فاضل دې تو دې پوره باس دائي، دې ځکه چې دې مو قدرات دې تو په کمزورئ کې پيره کيژي. بيا زه و په ډيرې خواشولئ سره په خپلې کمزورئ بندې وياړ کمه، ترڅو دې مسيح قدرات په مو کې پوتې شي. ۱۰ دې دغ اماله زه دې مسيح په خاطر کمزورائي، ساختې، بې عزاتئ، ځوراونې او مصيبتينه منمه. دې ځکه چې زه دې کمزورائي په وخت کې طاقتور يمه.

 

دې کليسې دې پوره دې پولوس رسول انديشنه

۱۱ زه کم عقل شومه، دې ځکه چې توس مجبور کړمه چې داسې وکمه، حال دا چې توس بايد دې مو ستوينه کړيې وائي. که څه هه زه ايڅ نه يمه، خو بيا هه دې يغې تش په نومه رسولون نه کم نه يمه. ۱۲ مو په ډير صابر او حوصلې سره په توس کې ډيرې ناخشې، عجيبه کورينه او معجزې وشولې او دا مې ثابته کړله چې زه رشتينئ رسول يمه. ۱۳ ګوشائي شائي چې مو دې نورې کليسې سره وکه او دې توس سره مې ونه شه کړائي، اغا دا و چې په توس بندې مې مالي بور ونه اچاوه. دې مو دا غلطي وباخشئ.

۱۴ ويس زه تايور يمه چې دې درام وور دې پوره دې توسې ليدلې ته روشمه، خو زه نه غوړمه چې په توس بندې بور وچاومه، دې ځکه چې زه توس غوړمه، نه دې توس مول او جايداد. دې ځکه چې واړيکي ووړکي مجبور نه دي چې خپل مور او پلور ته څه تايور کو، بلکې مور او پلور يې بايد خپل واړيکي ووړکي ته تايور کو. ۱۵ زه ډير خواشول يمه چې خپل ار څه او تر دغې چې خپل ځون دې توس نه قربان کمه. که زه دې توس سره زيوته مينه کمه، بيا ايا توس و دې مو سره لژ مينه وکئ؟

۱۶ توس پئيژئي چې زه دې توس په ايژې بور شوائي نه يمه. خو په توس کې ځنې يائي چې زه چالبوز يمه او په چال سره دې توس نه غلطه ګاټه وخلمه. ۱۷ ايا مو دې يغې کاسونې په وسيله چې توس ته مې دير لژلي دي، څه غلطه ګاټه وخستيې دو؟ ۱۸ مو دې تيتوس نه وغوشتل چې توس ته دير شي او دې يغ سره مې يو ورور دير ولاژه، ايا تيتوس دې توس نه څه غلطه ګاټه وخستيې دو؟ نه، ايا ميژ يو روح نه لري؟ ايا دې يوه بل سره په يوه ليار قدم نژدې؟

۱۹ ايا توس فکر کئ چې دامره وخت ميژ دې توس په مخکې دې خپلې ځانينې دفاع کي؟ نه، خو ميژ دې خدائ په حضور کې او په مسيح کې خبرې کي. ګرونې دوستونې، ميژ چې ار څه کي اغا دې دغې دې پوره کي چې توس طاقتور شئ. ۲۰ دې ځکه زه ډاريژمه چې کله ديرشمه او لکه څرنګې چې زه يې غوړمه چې توس اغا رانګ ونه وينمه او څرنګې چې توس غوړئي چې مو اغا رانګ ونه وينئ. زه ډاريژمه چې په توس کې و جاګړې، کينې، غصه، ځون غوشتنه، زياړې، غيبت، غرور او ګډوډي وي. ۲۱ زه ډاريژمه کله چې توس ته بيا دير شمه، خدائ مې دا دې توس په مخکې ونه شرموي او دې يغې کاسونې په خاطر چې ګونائينه يې کړي دي او دې ناپوکئ، جنسي بد اخلاقئ او شهوت پرستئ نه يې توبه نه دو ياستليې، غمجن نه شمه.

Sorry, no results.
Please try another keyword