څلوارام ساباق

 

رڼوئي په تياره بندې بارائي ميمي

۱ څرنګې چې خدائ ميژ ته دې خپل راحم دې مخې دا کور روسپورلئ دائي، بيا ميژ نه نااميده کيژي. ۲ ميژ ټولې دې شرم نه ډاک او پټ کورينې نه خپل ځونينه لرې سوتلي دي. ميژ کوشش نه کي چې يو بل غلط کي او نه مم دې خدائ کلام غلط تعبير کړائي دائي، بلکې ميژ دې خدائ په حضور کې رشتيا يائي او ټول صادق خالک په دا پئيژي. ۳ حتي که چيرې اغا زرائي چې ميژ يې اعلانوي پټ وي، اغا ګوشائي دې يغې کاسونې دې پوره پټ دائي چې دې تبويئ په ليار راون دي. ۴ شيطون يعني دې دغې دنيو مشر دې بې ايمونه خالکې ذهنينه تياره کړي دي، ترڅو دې مسيح دې جلال نه ډاک زري اغا رڼو چې دې ناليدلي خدائ تصوير دائي، ونه ويني. ۵ ميژ دې خپلې ځونينې په حق کې تبليغ نه کي، بلکې ميژ دا اعلانوي چې عيسیٰ مسيح تيشتن دائي او ميژ دې يغ په خاطر دې توسې خيذماتګورون يي. ۶ دې ځکه چې يغ خدائ وويل:

دې تيارې نه دا رڼو وچړکيژي.

يغ دې ميژ په زړينه کې دې خدائ دې جلال دې پيژاندنې رڼو دې عيسیٰ مسيح په مخ بندې وچړکاوله.

 

دې خاټې په لوشي کې روحاني خزونه

۷ خو ميژ چې په خپله دې خاټې منګي يي يوه داسې خزونه لري چې دا وشائي چې دا ډير لوئي قدرات دې ميژ نه، بلکې دې خدائ دائي. ۸ ميژ دې ارې خو نه دې ستونزې سره مخ يې، خو خپل ځون دې لوسه نه ويرکاوي، کله کله شک کي، خو نا اميدئي ته نه تسليميژي. ۹ ميژ ځوراول کيژي، خو دې خدائ دې طرفه ګوشي نۀ پريشول کيژي. ميژ ژوبل کيژي، خو نۀ تباه کيژي. ۱۰ دې کړاوينې دې اماله دې ميژ سيرات ار وخت دې عيسیٰ سره په مارګ کې شريک دائي، ترڅو دې عيسیٰ ژوند دې ميژ په بدنينه کې وليدل شي. ۱۱ دې ځکه چې ميژ ار وخت په خپل ټول ژوند کې دې عيسیٰ په خاطر دې مارګ دې خاطرې لوندې يي، ترڅو دې ميژ په فاني سيرات کې دې عيسیٰ ژوند جاوات شي. ۱۲ بيا ميژ ار وخت دې مارګ سره مخ کيژي، ترڅو توس تل پوتې ژواندين ولرئ.

۱۳ دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي:

مو ايمون رواړ، بيا دې دغ دې اماله خبرې کمه.

څرنګې چې ميژ اغا ايمون لري، بيا ميژ هه خبرې کي. ۱۴ دې ځکه ميژ پئيژي اغا خدائ چې عيسیٰ مسيح يې دې مارګ نه ورستې روژواندائي که، نو ميژ و هه دې عيسیٰ مسيح سره روژواندي کو او دې توس سره و مم دې خدائ حضور ته روالي. ۱۵ دا ار څه دې توس په خاطر دي او څرنګې چې دې خدائ فاضل په خالک بندې نور هه زيوتيژي، بيا خالک و ډير شکرګزوري کو او په دا و دې خدائ جلال نور هه زيوت شي.

 

دې ايلې نه ډاک ژوند

۱۶ بيا ميژ خپله ايله دې لوسه نه ويرکاوي. که څه هه دې ميژ سيرات ورې ورې دې مړ کيدې په حال کې دائي، خو په باطن کې ميژ وريځ په وريځ تازه او طاقتور کيژي. ۱۷ دا واړيکيې او زر تيريدينکيې ستونزې ميژ ته ستر او تل پوتې جلال بروباروي چې دې دغې ستونزې او کړاوينې سره دې تاللې قابل نه دائي. ۱۸ بيا ميژ اغا شايون ته نه کسي چې ويس يې ليدلئ شي، بلکې اغا شايون ته کسي چې نه ليدل کيژي، دې ځکه اغا شايون چې ليدل کيژي اغا دې لانډ وخت دي، خو کيم څه چې نه ليدل کيژي اغا دې ار وخت دي.

Sorry, no results.
Please try another keyword