درام ساباق

 

دې نوي لوظ خيذماتګورون

۱ ايا ميژ يورې بيا دې خپل ځونينې صفات کړل شيري کړي دي؟ ايا لکه دې نورې په رانګ دې توس دې طرفه او ليا دې توس دې پوره دې سپورش خاطينه ته اجات لري؟ ۲ توس په خپله دې ميژ دې پوره دې سپورش خاط يئ چې دې ميژ په زړينه کې ليکل شوائي دائي چې ټول خالک اغا ويائي او په پوئي شي. ۳ توس دا وشوله چې توس يو خاط يئ چې مسيح اغا ليکلئ دائي او دې ميژ په وسيله لژل شوائي دائي. دا خاط په قلم او سوئي بندې نه دائي ليکل شوائي، بلکې دې ژواندي خدائ په روح ليکل شوائي دائي. اغا دې تيژې په لوحي او تاختې بندې نه دائي ليکل شوائي، بلکې دې انسانونې په زړينه بندې ليکل شوائي دائي.

۴ ميژ دا يائي دې ځکه چې ميژ دې مسيح په وسيله په خدائ بندې يقين لري. ۵ په خپل ځون کې دا توون او اجات نه ويني چې دعویٰ وکي چې ميژ داس چار کړيې دو. بلکې دې ميژ لياقت او اجات دې خدائ دې خو دائي ۶ او اغي ميژ دې دغې وړ وګڼلي چې دې نوي لوظ خيذماتګورون وګرځي. دا لوظ څه ليکل شوائي قانون نه دائي، بلکې دې خدائ دې روح دې طرف نه دائي، دې ځکه چې ليکل شوائي شريعت دې مارګ سبب کيژي، خو روح القدس ژوند ويرکاوي.

۷ که چيرې اغا شريعت چې دې تيژې په لوحي بندې ليکل شوائي و او دې مارګ سبب کيده، اغا دې داسې جلال سره شيري شه چې دې اسرائيلې خالک دې يغې رڼو دې اماله چې دې موسیٰ په مخ بندې چړکيدله، نه شي کړائي چې دې يغ څيره ته وکسي. که څه هه اغا رڼو ورې ورې خړه پړه کيده. ۸ که چيرې شريعت چې کور يې دې مارګ روميانځته کاول دي، داسې شان او شوکت لرلئ، بيا دې خدائ دې روح کور و څومره زيوت شان او شوکت ولري. ۹ دې ځکه که چيرې اغا خيذمات چې خالک يې ګراماول، داسې شان او شوکت لرلئ، بيا اغا خيذمات چې دې ميژ دې صادق کيدلې سبب کيژي، اغا و څومره زيوت شان او شوکت ولري. ۱۰ په اقيقات کې وختيني جلال خپله رڼو دې موجوده ډير لوئي جلال په مخکې دې لوسه ويرکړيې دو. ۱۱ که چيرې اغا څه چې فناکيدينکي وي، داسې جلال يې لوره، بيا اغا څه چې ار وخت دي، اغا و څومره زيوت جلال ولري؟

۱۲ څرنګې چې ميژ داسې ايله لري، بيا په ډير زيړاورتيا سره خبرې کي. ۱۳ ميژ دې موسیٰ په رانګ نه يي چې په خپل مخ بندې و يې پرده اچاوله، ترڅو دې اسرائيلې خالک اغا زر تيريدنکئ جلال ونه ويني. ۱۴ خو په اقيقات کې دې يغې ذهنينه داسې بند او تاړل شوي وي چې تر نن وريځې پره کله چې دئ زاړه لوظنامه ويائي، نو اغا پرده په پراته دو، دې ځکه دا پرده ګوشيې دې مسيح په وسيله لرې کيژي. ۱۵ حتي تر نن وريځې پره کله چې دې موسیٰ تورات ويلل کيژي، بيا دې يغې په ذهنينه بندې پرده پراته وي. ۱۶ خو ار څوک چې تيشتن ته رجوع وکو بيا اغا پرده لرې کيژي. ۱۷ بيا تيشتن روح دائي او په ار ځوئي کې چې دې تيشتن روح وي، وولته ازودي دو. ۱۸ بيا ميژ ټول په جاوات مخينه بندې دې تيشتن جلال جاواته وي او ورې ورې دې يغ په زيوتيدينکي جلال کې دې يغ په شکل بادليژي او دا دې تيشتن يعني روح القدس کور دائي.

Sorry, no results.
Please try another keyword