اوال ساباق

 

۱ دا خاط دې پولوس دې طرفه چې دې خدائ په ارادې دې عيسیٰ مسيح رسول دائي او دې ميژ دې ورور تيموتاوس دې طرفه دې خدائ کليسا ته چې دې قرنتوس په شار کې دو او په ټول سويلي يونان کې دې خدائ ټول خالک ته. ۲ دې ميژ دې پلور خدائ او تيشتن عيسیٰ مسيح فاضل او سالومتي دا وي په توس بندې.

 

دې تسالئ په خاطر دې خدائ نه دې پولوس شکرګزوري

۳ ثنا او صفات دا وي خدائ ته يعني دې ميژ دې تيشتن عيسیٰ مسيح پلور ته چې مهربونه پلور او دې تسلئ سارچنه دو. ۴ اغا ميژ ته په ټول مصيبتينه کې تسلي روکاوي، ترڅو ميژ وکړائي شي اغا خالک ته تسلي او ارامي ويرکي چې دې مصيبت سره مخ دي، بيا ميژ هه دئ ته اغا تسلي ويرکي چې خدائ ميژ ته روکړيې دو. ۵ لکه څرنګې چې ميژ دې مسيح سره په ډيرې کړاوينه کې شريک يي، بيا دې مسيح په وسيله دې يغ په ډيرې ارامئ کې هه شريک يي. ۶ که چيرې ميژ دې مصيبتې سره مخومخ کيژي، بيا دې توسې دې تسلئ او خلوصين په خاطر دي او که ميژ تسلي ميمي بيا دې توسې دې پوره دو، ترڅو توس هه په صابر او حوصلې سره اغا کړاوينه وزغمئ چې ميژ يې زغمي. ۷ ميژ چې دې توس نه کيمه ايله لري اغا ټينګه دو، دې ځکه چې ميژ پئيژي لکه څرنګې چې دې ميژ سره په کړاوينه کې شريک يئ، بيا په تسلئ کې و هه دې ميژ سره شريک ګرځئ.

۸ اې خوانديې او وريڼې! ميژ نه غوړي چې توس دې اغا مصيبت نه چې ميژ ورسره دې اسيا په ولايت کې مخومخ شوي، ناخبره پوتې شئ. کيم بور چې دې ميژ په ايژې بندې کشياش شه، اغا دامره دريند و چې دې ميژ دې توون نه زيوت و او حتي ميژ دې خپل ژوند نه نا اميده شوي وي. ۹ په رشتيا سره ميژ دا احساس که چې په ميژ بندې دې مارګ حکم شوائي دائي. خو دا په دغ خاطر و ترڅو ميژ په خپل ځون بندې نه بلکې په خدائ بندې چې مړي روژواندي کاوي، يقين وکي. ۱۰ يغ ميژ دې ويژينکي خطر نه خلوص کړي او ميژ و وژغوري. ميژ دې يغ نه ايله لري چې بيا و ميژ ژغوري. ۱۱ توس هه په خپلې داعوګونې سره دې ميژ سره مراسته کئ، ترڅو ډير خالک دې يغ فاضل په خاطر چې دې خالکې دې داعوګونې دې اماله خدائ ميژ ته روکړائي دائي، د يغ شکر وکي.

 

دې پولوس دې منصوبې بدليدل

۱۲ ميژ په دا وياړ کي او دې ميژ ضمير هه دې دغې شائد دائي چې ميژ دې دنيو دې خالکې او په ګوشي رانګ دې توسې سره دې خدائ دې صداقت او دې اخلاص دې مخه سلوک کړائي دائي. خو دا کور ميژ دې خدائ دې فاضل په وسيله کړائي دائي، نه دې انسانونې دې حکمت په وسيله. ۱۴-۱۳‏دې ځکه اغا څه چې توس ته يې ليکي، په اغا کې داسې څه نشته چې توس يې ويلائي نه شئ او ليا په نه پئيژئي، بلکې ګوشي اغا څه دي چې توس يې يايئ او په پئيژئي. ميژ په دا ايله يي لکه څرنګې چې ميژ تر يوه حده پيژانئ، په دا شايون بندې و په پيره رانګ پوئي شئ. بيا کله چې دې ميژ تيشتن عيسیٰ په څټ روشي، لکه څرنګې چې ميژ په توس وياړ کي، توس و هه په ميژ بندې وياړ کئ.

۱۵ دې ځکه چې زه په دا بندې شه ډوډمان ومه، بيا مو وغوشتل چې په ټول نه اوال دې توسې سره ملاقات وکمه، ترڅو توس دوه ګينه براکتينه وميمئ. ۱۶ مو غوشتل چې مقدونيې ته دې تاګ په وخت کې په ليار کې او دې يغ ځوئي نه دې واپس روتلې په وخت کې دې توسې سره ووينمه او دې توسې په مراسته يهوديې ته لوړ شمه. ۱۷ بيا کله چې مو دې سفر نيات وکه، ايا په دا کې زړه نا زړه ومه؟ ايا دې مو منصوبې دې دغې دنيو دې خالکې په رانګ دي چې په دا يوه وخت کې کله ”اې“ ويايمه او کله ”نه“ ويايمه؟ ۱۸ لکه څرنګې چې دې خدائ خبرې رشتيا دي، بيا توس ته دې ميژ خبرې هه په يوه وخت کې کله ”اې“ دي ليا کله ”نه.“ ۱۹ دې ځکه چې دې خدائ زيائي عيسیٰ مسيح چې دې يغ په حق کې مو او سيلاس او تيموتاوس توس ته تبليغ وکه، ايڅکله دوه زړي نه وي، بلکې دې يغ اې ار وخت ”اې“ وه. ۲۰ دې ځکه چې دې خدائ ټولې وعدې په مسيح کې ”اې“ دي. دې دغ اماله ميژ دې يغ په وسيله دې خدائ دې جلال دې پوره اغا ته امين يائي. ۲۱ بيا دا خدائ دائي چې ميژ او توس ته دا توون روکاوي چې دې مسيح سره په يوولي کې کلاک وداريژي. اغي ميژ مسح يعني غوره کړي يي، ۲۲ يغ خپل دې ملکيت مهر په ميژ بندې لګاولئ دائي او خپل روح يې دې ميژ په زړينه کې اچاولائي دائي، ترڅو دې يغې شايونې ضامن وي چې دې ميژ سره يې وعده کړيې دو.

۲۳ خدائ شائد دائي چې مو په دا خاطر قرنتوس ته دې بيا روتلې نه ډاډه وکړه چې توس په تکليف نه شئ. ۲۴ دې ميژ مقصد دا نه دائي چې ميژ لکه دې يوه مشر او امر په رانګ توس ته ويائي چې توس بايد په څه شي بندې ايمون ولرئي، بلکې ميژ دې توسې سره په ګاډه کور کي چې توس خواشول ګرځئ، دې ځکه ميژ پئيژي چې توس په ايمون کې ټينګ يئ.

Sorry, no results.
Please try another keyword