دولاسام ساباق
روحاني نعمتينه
۱ نو ويس اې خوانديې او وريڼې! زه نه غوړمه چې توس دې روحاني نعمتينې دې موضوع په حق کې بې خبره پوتې شئ. ۲ توس پئيژئي کله چې توس کافرون وئي، بيا په ار صورت توس بې ليارې شوائي او په ګونګون بتون پسې لوړئي. ۳ بيا دې دغ اماله زه غوړمه توس په دا پوئي شئ چې دې چا سره چې دې خدائ روح وي، اغا نه شي کړائي چې په عيسیٰ بندې لعنت ويائي او ايڅوک نه شي کړائي چې دې روح القدس نه وره عيسیٰ ته تيشتن ويائي.
۴ روحاني نعمتينه رانګ رانګ دي، خو روح القدس يو دائي چې ټول ته ويرکاول کيژي. ۵ خذماتينه رانګ رانګ دي، خو ټول دې يوه تيشتن خيذمات کي. ۶ کورينه رانګ رانګ دي، خو اغا يو خدائ دائي چې ار چاته دې يغ دې ځونته کور دې پوره توون ويرکاوي. ۷ روح القدس خپل ځون په ار چا کې په ځونته رانګ دې ټولې خالکې دې شيګړې دې پوره شکاره کاوي. ۸ روح القدس يو کاس ته دې پيغام دې بيانولې توون وير کړائي دائي چې دې حکمت نه ډاک دائي او بل کاس ته يې هه دې يغ روح په وسيله دې يغ پيغام دې بيانولې توون وير کړائي دائي چې دې علم او پوئي نه ډاک دائي. ۹ دې يغ روح القدس په وسيله يو کاس ته ټينګ ايمون ويرکړل شوائي دائي او بل ته دې شفا ويرکاولې روحاني نعمت. ۱۰ يوه ته يې دې معجزې وشولې قدرات وير کړائي دائي، بل ته يې دې خدائ دې پيغام راساول او بل ته يې دا توون وير کړائي دائي چې په دا پوئي شي چې ايا دا پيغام دې خدائ دې روح دې طرفه دائي او ليا دې څه بل روح دې طرفه. بل ته يې دا توون وير کړائي دائي چې په روحاني ژبې بندې خبرې وکو او بل ته يې دې ژبې دې ترجيمې او تفسير کړلې توون ويرکړائي دائي. ۱۱ خو دا ټول دې يغ يوه روح کور دائي او ار چا ته چې وغوړي اغا ته يې ويرکاوي.
يو سيرات او ډير غړي
۱۲ لکه څرنګې چې سيرات يو دائي او ډير غړي لري او که څه هه دې سيرات غړي ډير دي، خو ټول يو سيرات دائي، بيا مسيح هه داس دائي. ۱۳ په داس رانګ ميژ ټول که يهوديون يي ليا غيريهوديون، که غلامون يي ليا ازود، ميژ دې يوه روح په وسيله په يوه سيرات کې بپتسمه وخستيې دو او ميژ ټول ته دا روح روکړل شوائي دائي.
۱۴ دې ځکه چې سيرات دې يوه غړي نه نۀ دائي جوړ شوائي، بلکې دې ډيرې غړيې نه جوړ شوائي دائي. ۱۵ که چيرې پشه ويائي: په دا خاطر چې زه لوس نه يمه، بيا دې سيرات سره تاړين نه لارمه، بيا په دا خبره نه شي کيدائي چې اغا نور دې سيرات غړائي نه دائي. ۱۶ که چيرې غوژ ويائي: په دا خاطر چې زه سترګه نه يمه، بيا په دا خبره نه شي کيدائي چې اغا نور دې سيرات غړائي نه وي. ۱۷ که چيرې ټول سيرات سترګه وائي، بيا يې څرنګې کړائي شول چې وروي؟ او که چيرې ټول سيرات غوژ وائي، بيا يې څرنګې کړائي شول چې بي کو؟ ۱۸ خو په اقيقات کې څرنګې چې خدائ غوشتل ټول غړي يې په يو سيرات کې سره ځوئي په ځوئي کړي دي. ۱۹ که دا ټول يو غړائي وائي، بيا سيرات و چيرې و؟ ۲۰ نو غړي ډير دي، خو سيرات يو دائي.
۲۱ سترګه نه شي کړائي چې لوس ته ويائي: ”زه توته اجات نه لارمه،“ او نه سار پشې ته ويلائي شي: ”زه توته اجات نه لارمه.“ ۲۲ په اقيقات کې دې سيرات اغا غړي چې کمزوري ماليميژي، اغا ډير ضروري دي. ۲۳ دې سيرات اغا غړي چې ميژ يې شرم ګڼي، په اغا بندې ډير پام کي او اغا پټوي او ميژ په ډير اختياط سره اغا غړي پټوي چې بايد ونه ليدل شي، ۲۴ په داس حال کې چې دې سيرات جاوات غړي دا ته اجات نه لري. خو خدائ دې سيرات غړي داسې جوړ کړي دي چې دې سيرات پټ غړيي ته ډير قادر ويرکاول کيژي، ۲۵ ترڅو دې سيرات دې غړيې ترميانځ نابروبري رو پئيدو نه شي، بلکې ټول غړي يو بل ته يو رانګ پام وکو. ۲۶ که چيرې دې سيرات يو غړائي داړد کو، بيا ټول غړي ورسره داړدمن کيژي او که چيرې يو غړائي عزت ميمي، بيا ټول غړي ورسره خواشول وي.
۲۷ بيا ويس توس ټول دې مسيح سيرات يئ او توس ار يو دې يغ غړي يئ. ۲۸ خدائ په کليسا کې ځنې داس وټاکل: اواليني رسولون، دوام پيغمبرون، درام ايستوذون او ورستې بيا دې معجزې وشولې او دې شفا ويرکاولې، دې مراستې کړلې، نظام چلولې او په مختلفې نااشنا ژبې بندې دې خبرې کړلې نعمتينه. ۲۹ ايا ټول رسولون دي؟ ايا ټول پيغمبرون دي؟ ايا ټول وشوينکي دي؟ ايا ټول معجزې وشائي؟ ۳۰ ايا ټول ته دې شفا ويرکاولې روحاني نعمت ويرکړل شوائي دائي؟ ايا ټول په نااشنا ژبې کې خبرې کو؟ ايا ټول ترجيمې او تفسير کو؟ ۳۱ بيا توس په ډير شوق سره دې لوئي روحاني نعمتينې غوشتينکي ګرځئ. نو زه و توس ته ډيرې شې ليارې دير وشايمه.