لاسام ساباق

 

دې بت پرستئ په خلاف خبردارائي

۱ اې خوانديې او وريڼې! زه نه غوړمه چې توس دا وير کئ چې دې ميژ نيکينه ته دې يغې وريځې په وسيله چې په دئ نه مخکې راونې وې، ليار وشونه کيدله او ټول دې سره سمندر نه پورې واتل. ۲ يغې ټولې دې موسیٰ دې پيرونې په رانګ په اغا وريځې او سمندر کې بپتسمه ووخستله. ۳ ټولې يو رانګ اسموني ماړئي وخواړله. ۴ ټولې يو رانګ روحاني يبه وتشلې، دې ځکه چې يغې دې يغ روحاني تکې نه يبه وتشلې چې په اغا پسې راونه وه او اغا تکه مسيح و. ۵ خو بيا هه خدائ په اغا کې دې ډيرې نه خواشول نه و، بيا دې ځکه دې يغې مړي په داشته کې خوره ووره شول.

۶ بيا دا شايون دې ميژ دې پوره يو عبرت شه، ترڅو ميژ اغا بدې غوشتنې ونه لري لکه څرنګې چې يغې لارلې. ۷ توس بت پرست کيژئي مه، لکه څرنګې چې په اغا کې ځنې شوي وي. لکه څرنګې چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي:

اغا خالک کشينوستل چې وخوري او وتشي او بيا چګ شول چې په مستئ او عياشئ ګاډيدو وکو.

۸ ميژ بايد جنسي بد اخلاقي ونه کي لکه څرنګې چې په اغا کې ځنې کړه او په يوه وريځ کې دې يغې درويشت زره کاسون مړه شول. ۹ ميژ بايد تيشتن ونه ازموئي، لکه څرنګې چې په اغا کې ځنې وازمويه او دې مانګارې په وسيله وويژنل شول. ۱۰ شکايات مه کئ، لکه څرنګې چې په اغا کې ځنې کړائي و او دې مارګ فرشتې اغا تباه کړل.

۱۱ دا ار څه په اغا بندې روغلل چې دې ميژ دې پوره عبرت وي او دا دې ميژ دې لياروشونې دې پوره ليکل شوي وي، دې ځکه چې ميژ په اخره زمونه کې ژوند کي. ۱۲ که چيرې څوک فکر کو چې ټينګ ويلوړ دي، بيا پام دا وکو چې رو ونه لويژي. ۱۳ دې يغې اسوسې سره چې توس ورسره مخومخ شوي يئ، دا اغا اسوسې دي چې ټول خالک ورسره مخ کيژي. خو خدائ په خپله وعده بندې وفا کو او اغا توس نه پريژدي چې دې خپل واس نه زيوت په ازميشت کې شئ. دې ازميشت په وخت کې و خدائ توس ته دې واتلې ليار بروباره کو، ترڅو وکړائي شئ چې اغا وزغمئ.

۱۴ بيا دې دغ اماله اې ګرونې دوستونې، دې بت پرستئ نه ځونينه لرې وسوتئ. ۱۵ زه دې توس سره لکه دې ويشورې خالکې په رانګ خبرې کمه. زه چې څه يايمه دې يغ په حق کې خپله پئصاله وکئ. ۱۶ ايا اغا دې براکات پيوله چې دې تيشتن په لماشوم کې يې تشي او دې يغې دې پوره ميژ دې خدائ شکرګزوري کي، اغا دې مسيح په وينه کې شريک کيدل نه دي؟ ايا اغا ماړئي چې ميژ يې موتاوي او خوري يې، اغا دې مسيح په سيرات کې شريک کيدل نه دي؟ ۱۷ لکه څرنګې چې ماړئي يوه دو، که څه هه ميژ ډير يي خو يو سيرات يي، دې ځکه چې ميژ ټول په يوه ماړئي کې سره شريک يي.

۱۸ دې اسرائيلې دې خالکې په حق کې فکر وکئ. ايا اغا خالک چې قرباني خوري، اغا دې قربانئ دې ځوئي په خيذمات کې شريک نه دي؟ ۱۹ ايا دې مو مقصد دا دائي چې اغا خواروک چې بتون ته مخکې کيژي، اغا قادر لري؟ ليا ايا په خپله بت څه قادر لري؟ ۲۰ نه، بلکې زه دا يايمه چې بې دينه خالک چې کيمې قربانئ کو اغا پيريون ته مخکې کاوي، خدائ ته يې نه کو. زه نه غوړمه چې توس دې پيريونې سره شريک شئ. ۲۱ توس نه شئ کړلائي چې هه يې دې تيشتن دې پيولې نه وتشئ او هه يې دې پيريونې دې پيولې نه. توس نه شئ کړلائي چې هه يې دې تيشتن په دسترخوان وخورئي او هه دې پيريونې په دسترخوان. ۲۲ ايا ميژ غوړي چې په دا کور سره دې تيشتن قهر روچګ کي؟ ايا توس فکر کئ چې ميژ دې يغ نه ډير زوراور يي؟

۲۳ کيدائي شي خالک ويائي: ”دې ميژ دې پوره ار څه راوو دي.“ خو ار څه دې تو دې پوره شه نه دي. ”دې ميژ دې پوره ار څه راوو دي،“ خو ار څه ګټور نه دي. ۲۴ ايڅوک دا دې خپلې ګټې په فکر کې نه وي، بلکې دې نورې دې ګټې په فکر کې دا وي. ۲۵ اغا غوشه چې په بازور کې خارڅيژي، اغا په ارام ضمير سره وخورئي او دا پشتنه مه کئ چې دا غوشه دې کيم ځوئي نه روغليې دو. ۲۶ دې ځکه دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي:

منځکه او ار څه چې په اغا کې دي، اغا دې تيشتن دي.

۲۷ که چيرې يو بې ايمونه کاس توس ته دې ماړئي دې پوره بالنه دير کو او توس هه غوړئي چې وير شئ، بيا ار څه چې دې توس په مخ کې کشيژدي اغا وخورئي او په دا باره کې په خپل ضمير کې څه سوول مه روپئيدو کاوئي. ۲۸ خو که توس ته څوک ويائي: ”دا بتون ته دې قربانئ غوشه دو،“ بيا دې يغ کاس په خاطر چې توس يې خبر کړي يئ، دې ضمير په خاطر اغا مه خورئي. ۲۹ دې مو مقصد دې توس ضمير نه دائي، بلکې دې نورې ضمير دائي. خو يو څوک و ويائي: دې بل چا ضمير دا ويلې دې مو دې ازودئي په حق کې پئصاله وکو؟ ۳۰ که چيرې زه په شکرګزورئي سره کيم څه خورمه، بيا دې کيم شي دې پوره چې شکر وبوسمه دې يغې دې اماله ويلې ګرام کړائي شمه؟

۳۱ بيا څه چې خورئي ليا تشئ ليا څه چې کئ، اغا ار څه دې خدائ دې جلال دې پوره کئ. ۳۲ ايڅوک مه خفا کاوئي، که اغا يهوديون وي ليا يونانيون او ليا کيم بل څوک چې دې خدائ دې کليسې سره تاړين ولري. ۳۳ لکه څرنګې چې زه کوشش کمه په ار کور کې چې زه يې کمه، ټول خالک خواشول کمه، دې ځکه چې دا زه دې خپلې شيګړې دې پوره نه غوړمه، بلکې دې نورې دې شيګړې دې پوره يې غوړمه، ترڅو اغا هه خلوصين وميمي.

Sorry, no results.
Please try another keyword