اووام ساباق

 

دې ورو په حق کې نصيات

۱ ويس زه غوړمه دې يغې موضوګونې په حق کې خبرې وکمه چې توس ليکليې دي: ”دې يوه ساړي دې پوره دا شه دو چې دې شځې سره جنسي تعلق ونه لري.“ ۲ خو دې جنسي بد اخلاقئ او زنا نه دې ځون سوتنې په خاطر و دا شه وي چې ار ساړائي خپله شځه ولري او اره شځه خپل ميړه ولري. ۳ ميړه دا دې خپلې شځې په مخکې او شځه دا هه دې خپل ميړه په مخکې خپل دې ميړه توب او شځې توب حق ادا کو. ۴ دې ځکه چې شځه دې خپل سيرات اختيار نه لري، بلکې ميړه دې يغې اختيار لري. په دغ رانګ ميړه دې خپل سيرات اختيار نه لري بلکې دې يغ شځه يې لري. ۵ يو دې بل سره جنسي تعلق مه پريژدئي، خو دا چې دواسره په دا راضو وي چې دې لژ وخت دې پوره يې پريژدئي، ترڅو دې داعو کړلې دې پوره ځونته وخت ولرئ. خو دې ورستې بيا سره يو ځوئي شئ. اسې نه چې په ځون بندې دې واک دې لوسه ويرکاولې دې اماله شيطون توس اسوسي کو.

۶ زه توس ته دا لکه دې يو حکم په رانګ نه يايمه، بلکې دا ګوشائي يو اجازات دائي چې توسې ته يې ديرکاومه. ۷ خو کاش چې توس ټول دې مو په رانګ لاونډ وائي. خو خدائ ار چاته خپل خپل روحاني نعمت وير کړائي دائي، يوه ته يو رانګ او بل ته بل رانګ.

۸ ويس بيا زه بې شځې او کونډې ته يايمه چې دې توسې دې پوره دا شه دو چې دې مو په رانګ شځې ونه کئ. ۹ خو که چيرې اغا په خپل ځانينه بندې قابو نه لري، بيا ووده دا وکو، دې ځکه چې ووده کړل په شهوت کې دې سويځدلې نه شه دو.

۱۰ خو ووده شوي خالک ته زه حکم کمه چې دا دې مو نه، بلکې دې تيشتن حکم دائي چې شځه دا دې خپل ميړه نه نۀ ګوشئيژي. ۱۱ خو که چيرې اغا دې خپل ميړه نه ګوشيې شي، نو بې ووده دا پوتې شي او ليا دا په څټ دې خپل ميړه سره روضي شي او ميړه دا خپلې شځې ته طالوق نه ويرکاوي.

۱۲ نور ته دا زه ويايمه، نه تيشتن. که چيرې دې يوه ايماندور شځه بې ايمونه وي، خو اغا په دا راضو وي چې دې يغ سره ژوند وکو، بيا اغا دا طالوق ورته نه ويرکاوي. ۱۳ که چيرې دې کيمې ايماندورې شځې ميړه بې ايمونه وي او اغا دې يغې سره په پنډيدل روضي وي، بيا اغا دا دې خپل ميړه نه طالوق نه وخلي. ۱۴ دې ځکه چې بې ايمونه ميړه دې خپلې شځې دې اماله خدائ ته سپيڅلئ دائي او کيمه شځه چې بې ايمونه وي، اغا دې خپل ايماندور ميړه په سبب خدائ ته سپيڅليې دو. کني، بيا دې توس الودينه و ناپوک وائي، خو ويس دئ هه خدائ ته سپيڅلي دي. ۱۵ خو که چيرې بې ايمونه ميړه ليا شځه يو دې بل نه ګوشئيدل غوړي، بيا پريژده چې ګوشي شي. په داس حالت کې اغا ايماندور ميړه ليا شځه مجبور نه دي چې دې يوه بل سره پوتې شي، دې ځکه چې خدائ توسې دې صولحې او سالومتئ دې پوره روباللي يئ. ۱۶ بيا اې شځې، ته څه پئيژې چې ايا ته و خپل ميړه وژغورې؟ او اې ميړه، ته څه پئيژې چې ايا خپله شځه و وژغورې؟

 

په ار حالت کې دې خدائ سره پوتې شئ

۱۷ خو بيا هه ارڅوک دا داس ژوند وکو لکه څرنګې چې خدائ ورته مقرار کړائي دائي او لکه څرنګې چې تيشتن ورته روباللئ دائي. ټولې کليسې ته دا دې مو حکم دائي. ۱۸> ايا يو سونات شوي ساړي دې خدائ بالنه مانليې دو؟ بيا اغا دا کوشش نه کو چې دې سونات کيدلې ناخشې دې ميانځه لرې کو. ايا يو ناسونات شوي ساړي دې خدائ بالنه مانليې دو؟ بيا اغا دا خپل ځون نه سوناتوي. ۱۹ سونات کيدل ليا نه سونات کيدل ضروري نه دي. ضروري دا دو چې دې خدائ په حکمينه بندې عمل وکو. ۲۰ توسې ار يو چې په کيم حالت کې روبالل شوي يئ په يغ حالت کې پوتې شئ. ۲۱ ايا کله چې ته رو وبالل شوې، ته غلام وې؟ بيا په دا بندې مه پريشان کيژه، خو که چيرې وکړائي شې خپله ازودي لوس ته رورې، بيا دې موقعې نه ګاټه وخله. ۲۲ دې ځکه که چيرې څوک دې غلامئ په حالت کې دې تيشتن دې طرفه روبالل شوائي وي، اغا دې تيشتن يو ازود شوائي ساړائي دائي. په دغ رانګ که چيرې څوک ازود وي او دې تيشتن دې خو روبالل شوائي وي، بيا اغا دې مسيح غلام دائي. ۲۳ توس په بيه وخاستل شوي يئ، بيا دې انسانونې غلامون کيژئي مه. ۲۴ بيا اې خوانديې او وريڼې! په ار حالت کې چې توس روبالل شوي يئ، بيا په اغا حالت کې دې خدائ سره پوتې شئ.

 

دې مجردونې او کونډې په حق کې نصيات

۲۵ او ويس دې مجردونې دې موضوع په حق کې دې مو سره دې تيشتن دې طرفه څه حکم نشته، خو دې يوه داس کاس په رانګ چې دې تيشتن دې راحم په وسيله دې يقين قابل يمه، خپل نظير يايمه. ۲۶ زه فکر کمه چې دا ويسيني ساخت حالت ته په کاتل سره و شه وي چې يو کاس لکه څرنګې چې دائي، داسې پوتې شي. ۲۷ که ته شځه لرې، بيا اغا ته طالوق مه ويرکاوه او که ته مجرد يې، بيا دې ورو کړلې کوشش مه که. ۲۸ که چيرې يو ساړائي ورو وکو، بيا يغ څه ګناه نه دائي کړائي. که چيرې يوه پيغله ورو وکو، بيا يغې څه ګناه نه دائي کړائي. خو که څوک ورو وکو، بيا په ژوند کې و په تکليفينه روشي او زه غوړمه چې توس دې دغې تکليفينې نه وسوتمه.

۲۹ اې خوانديې او وريڼې! زه دا يايمه چې ډير وخت نه دائي پوتې. دا دې ويس نه څوک چې شځه لري، بيا ګوشائي دا دې خپلې شځې په فکر کې نه ګرځي. ۳۰ څوک چې ژوړي، بيا اغا دا داس وي چې کنه ايڅ خفا نه دي او څوک چې خواشولي کو، بيا اغا دا داس وي چې کنه خواشول نه دي. څوک چې کيم څه وخلي، بيا اغا دا داس وي لکه څرنګې چې دا شايون دې يغې نه دي. ۳۱ او څوک چې دې دغې دنيو سره معامله او کاروبار لري، بيا ګوشائي دا کاروبار ته فکر نه کو، دې ځکه چې دا دنيو زر تيريدينکيې دو.

۳۲ زه غوړمه چې توس دې پريشانئ نه خلوص پنډيژئي. چا چې ورو نه وي کړيې، اغا دا دې تيشتن دې کورينې په حق کې فکر کو چې تيشتن څرنګې خواشول کو. ۳۳ خو څوک چې شځه لري، اغا دې دنياوي شايونې په حق کې فکر کو چې څرنګې خپله شځه خواشوله کو، ۳۴ بيا اغا په دوې ليارې کې بند پوتې کيژي. يوه ناووده شويې شځه ليا يوه پيغله دې تيشتن په فکر کې وي چې څرنګې دې يغې سيرات او روح سپيڅلئ او پوک ګرځي. خو ووده شويې شځه دې دنياوي شايونې په حق کې فکر او انديشنه کو چې څرنګې خپل ميړه خواشول کو. ۳۵ زه دې توس دې شيګړې دې پوره يايمه، دا دې دغ دې پوره نه چې دې توس ازودي محدوده کمه، بلکې زه غوړمه چې توس اغا کور وکئ چې سام او مناسب وي او دې سرګردونئ نه وره خپل ځونينه دې تيشتن خيذمات ته وقف کئ.

۳۶ که چيرې څوک په دا حق کې انديشنه کو چې اغا دې خپلې کوژدن شويې جلکئ سره سام سلوک نه کو او دې يغ جنسي شوق ډير وي او احساس کو چې خامخا بايد ورو وکو، بيا څرنګې چې اغا يې غوړي، داس دا وکو. بيا په دا کې اغا څه ګناه نه کو. ۳۷ خو که چا په خپل زړه کې ټينګه اراده کړيې وي او دې ايڅ رانګ ظلم او زور لوندې نه وي او په خپلې خواهشاتې بندې اختيار ولري او دې خپل ځون سره يې پئصاله کړيې وي چې اغا خپله کوژدن شويې پيغله وسوتي، بيا اغا شه کور کو. ۳۸ بيا څوک چې دې خپلې کوژدن شويې جلکئ سره ورو کو، بيا اغا شه کو او اغا څوک چې ورو نه کو، نو اغا په دا نه هه شه کو.

۳۹ ترڅو پره چې دې يوې شځې ميړه ژواندائي وي، بيا اغا شځه په خپل ميړه پرې تاړليې دو. خو که ميړه يې مړ شي، بيا اغا ازوده دو چې دې ار چا سره وغوړي ورو وکو، خو اغا ساړائي بايد په تيشتن بندې ايمون ولري. ۴۰ خو دې مو په نظير کې که اغا شځه بې ورو پوتې شي، بيا ډيره خواشوله و وي. دې مو په خيال چې زه دې خدائ دې روح په وسيله توس ته دا نصيات کمه.

Sorry, no results.
Please try another keyword