څلوارام ساباق
دې مسيح رسولون
۱ توس بايد ميژ دې مسيح خيذماتګورون او دې خدائ دې پټې رازينې ناظرون او سوتينکي وګڼئ. ۲ په ټول نه ضروري دا چې ناظرون دې وفادور وي. ۳ دا دې مو دې پوره دامره ضروري خبره نه دو چې توس ليا کيمه انساني محکمه دې مو په حق کې پئصاله وکو. زه حتي دې خپل ځون په حق کې پئصاله نه کمه. ۴ که څه هه زه په خپل ځون کې کيمه غلاطي نه وينمه، خو دا په دا معنی نه دو چې زه بې ګناه يمه. دا تيشتن دائي چې دې مو په حق کې پئصاله کو. ۵ بيا دې دغ اماله په وخت نه مخکې دې نورې په حق کې پئصاله مه کئ، بلکې دې تيشتن دې روتلې تر وخته انتظار وکئ. دې ځکه چې تيشتن و اغا څه چې په تياره کې پټ دي، په رڼو کې جاوات کو او دې انسان دې زړه مقصدينه و جاوات کو. په اغا وخت کې څوک چې دې ستاينې لايق دائي، بيا خدائ و دې يغ ستوينه وکو.
۶ اې خوانديې او وريڼې! مو دې دغې مثالې نه دې خپل ځون او اپولوس په حق کې دې توسې دې ګټې دې پوره کور وخست، ترڅو توس دې ميژ په وسيله دې دغې خبرې په معنی پوئي شئ: ”څه چې ليکل شوي دي په اغا نه زيوت څه مه يايئ“ ترڅو توس دې يوه کاس صفات ونه کئ او بل ته په الکه سترګه ونه کسئ. ۷ ته چا دې نورې نه چګ ګڼلئ يې؟ ايا ته چې ار څه لرې اغا خدائ نه دي دير کړي؟ بيا دا ار څه چې خدائ دير کړي دي، نو ويلې په دا فخر کې چې کنه تو په خپله لوسته روړي دي؟
۸ ايا توس فکر کئ ار څه چې توس غوشتل اغا مم ليا دې مخکې نه تر لوسه کړي دي؟ ايا فکر کئ چې دې مخکې نه مالدار شوي يئ؟ ايا فکر کئ چې دې ميژ نه وره بدشاون شوي يئ؟ کاش چې توسې دې مخکې نه بدشائي کړائي، ترڅو ميژ هه دې توسې سره په بدشايئ کې شريک وائي. ۹ خو دې يغې په ځوئي مو ته داسې ماليميژي چې خدائ ميژ رسولون لکه دې جنګي بانديونې په رانګ چې په مارګ بندې محکوم شوي وي او دې قطور په اخر سار کې ويلوړ وي، لندورې ته مخکې کړي يي، چې ټوله دنيو دې فرشتې او انسانونې سره دې ميژ سيل وکو.
۱۰ ميژ دې مسيح په خاطر کم عقل ګاڼل کيژي، خو توس په مسيح کې ډير ويشور يئ! ميژ کمزوري يي، خو توس طاقتور يئ! دې توس عزت کيژي، خو ميژ ته په الکه سترګه کاتل کيژي. ۱۱ تر ويسه هه ميژ وژي او تژي يي، ميژ زاړې او شيکيدليې جومې وغستيې دي، ميژ والل کيژي او بې کيره يي. ۱۲ ميژ په خپل لوسينه بندې کور کي او خوري کي. کله چې خالک ميژ ته زياړې کو، بيا ميژ ورته براکات غوړي. کله چې ميژ ځوراوي، بيا ميژ يې زغمي. ۱۳ کله چې ميژ بدنوماوي، بيا ورته په مهربوني ځاوب ويرکاوي. ميژ ويس هه لکه دې دنيو دې ګندګئ او دې ټولې شايونې دې پوتې شويې خوري په رانګ يي.
۱۴ زه دا شايون دې دغې دې پوره نه ليکمه چې توس وشرميژئي، بلکې توس ته د خپلې ګرونې الودينې په رانګ نصيات کمه. ۱۵ که څه هه توس په مسيح کې بې شميره ايستوذون لرئي، خو توس يو روحاني پلور لرئي. دې ځکه چې په عيسیٰ مسيح کې زه توس ته دې زري راساولې په وسيله دې توسې پلور شومه. ۱۶ بيا زه دې توس نه غوشتنه کمه چې دې مو دې مثال پيروي وکئ. ۱۷ دې دغ اماله مو توس ته تيموتاوس دير ولوژه. اغا په تيشتن کې دې مو ګرون او وفادور زيائي دائي. اغا و توس ته دير په يود کو چې زه څرنګې دې عيسیٰ مسيح پيروي کمه، لکه څرنګې چې زه په ار ځوئي کې او په اره کليسا کې تعليم ويرکاومه.
۱۸ خو په توس کې ځنې مغرور شول او فکر کو چې کنه زه توس ته نه ديرڅمه. ۱۹ خو که دې تيشتن راضو وي، بيا زه و زر توس ته ديرشمه او نه خالي دا چې د يغې مغرورې خالکې خبرې ورومه، بلکې د يغې زور و هه ووينمه. ۲۰ دې ځکه چې دې خدائ بدشائي ګوشي په خبرې کې نه، بلکې په قدرات کې دو. ۲۱ بيا توس څه غوړئي؟ ايا دې لاوړه سره ديرشمه ليا په مينه او نرمئ سره؟