شپيژ ويشتام ساباق

 

دې اګريپاس په حضور کې دې پولوس دفاع

۱اګريپاس پولوس ته وويل، ”تو ته اجازات دير کړل کيژي چې دې خپل ځون دفاع وکې.“بيا پولوس خپل لوس پورته که او دې خپل ځون يې داسې دفاع وکړله: ۲”اې بادشا، زه خپل ځون بختاور ګاڼمه چې نن دې توسې په حضور کې ويلوړ يمه او دې يغې ټولې توماتينې په خلاف چې دې يهودې دې طاراپ نه په مو لګيدلي دي، دې خپل ځون دفاع کمه. ۳په خصوصي رانګ څرنګې چې توسې دې يهوديونې دې ټولې دودينې او دې دئ ترميانځ چې کيم اختلافات موجود دي، دې يغې ټولې سره بالاد يئ. نو توسې ته سول کمه چې په پيره صابر او حوصلې سره دې مو خبرې ته غوژ ونسئ.

۴ټول يهوديون پئيژي چې مو دې ځوونئ دې وخت نه دې خپلې خالکې سره او په يروشلم کې څرنګې ژوند تير کړائي دائي. ۵اغا مو ليا دې مخته نه پيژاني او که چيرې اغا وغوړي بيا کړلائي شي چې تصديق يې وکو چې زه دې فريسيونې دې ډالې غړائي ومه چې دا دې ميژ يوه ډيره ساخته مذابي ډاله دو. ۶ويس دې دغې دې پوره چې دې خدائ دې يغې وعدې په ايله يمه چې دې ميژ دې نيکونې سره يې کړيې دو، محکمه کيژمه. ۷دا اغا وعده دو چې دې ميژ دې خالکې دولاس قابيلې دې يغې دې پيره کيدلې په ايله شپه او وريځ عبادت کو. اې بادشا! دې دغې ايلې په خاطر يهوديون په مو بندې توماتينه لګاوي. ۸توسې ار يو ته دا ويلې ناممکنه ليده شي چې خدائ مړي روژواندي کاولائي شي؟ ۹يو وخت مو خپل داسې فکر که چې ار څه چې کړلائي شمه بايد دې عيسیٰ ناصري دې نوم سره مخالفت کړلې دې پوره يې وکمه. ۱۰مو په يروشلم کې هه داس وکړل. دې مشرونې امامونې نه مې واک او اختيار تر لوسه که او ډير ايماندورون مې زندان ته وچاول او کله و چې اغا ته دې مارګ سازو ويرکيدله، بيا مو و هه دې يغې په خلاف رايه ويرکاوله. ۱۱څو څو ووره مې اغا ته په عبادتخانې کي سازو وير کړيې دو او کوشش مي که چې اغا دا ته مجبور کمه چې دې خپلې عقيدې نه منکر شي. دې مو قهر او غضاب تر دغې حده پرې وراسيده چې حتي دئ پسې و دې نورې ملکينې شارينه ته تلمه چې دئ وځاوره ومه.

 

پولوس دې خپل ايمون روړلې په حق کې خبرې کو

۱۲يوه وريځ زه دې يغ واک او حکم دې مخه چې دې مشرونې امامونې دې طاراپ نه روکړل شوائي و، په يوه کور پسې دمشق ته راون ومه. ۱۳اې بادشا! کله چې زه دې غارمې په وخت کې په ليار راون ومه، بيا مو يوه رڼو وليدله چې په لمر نه هه زيوته روشانه وه او دې اسمون نه روراونه وه او په مو او دې مو دې سفر په ملګري بندې باله شوله. ۱۴ميژ ټول په منځکه بندې رو ولويدلي. بيا مي په عبراني ژبه کې يو ژاغ وورويده چې مو ته يې وويل: ’اې ساؤله، اې ساؤله، ته ويلې مو ځاوره وې؟ دا يو بې ګاټې کور دائي چې دې خپل مشر دې ارادې په مقابله کې وداريژې.‘ ۱۵مو پشتنه وکړله: ’اې تيشتنه، ته څوک يې؟‘ او تيشتن وويل: ’زه عيسیٰ يمه، يعني اغا څوک چې ته يې ځاوره وې. ۱۶خو ويس چګ شه او په خپلې پشې وداريژه. زه تو ته دې دغې دې پوره رو شکاره شومه چې تو خپل خيذماتګور وټاکمه او څه چې دې دې مونه وليدل او اغا څه چې په روتلينکيې وخت کې و يې درته وشايمه دې يغې په حق کې و شائدي ويرکاوې. ۱۷زه و تو دې اسرائيلې دې قوم او دې غير يهوديونې نه وژغورمه. زه تو اغا ته لاژمه ۱۸چې دې يغې سترګې خلوصې کې، ترڅو اغا دې تيارې دې طرفه رڼو ته او دې شيطون دې واکمنئ نه يې دې خدائ طاراپ ته رووړوې، ترڅو په مو بندې دې ايمون روړلې په وسيله دې د ئ ګونائينه وباخشل شي او دې خدائ په سپيڅلي خالکې کې شامل شي.‘

۱۹بيا اې بادشا! مو دې يغ حکم نه چې په اسموني رويا کې روته وشه، نافرموني نه دو کړيې. ۲۰مو اوال په دمشق او يروشلم کې او بيا په ټوله يهوديه کې او په داغا رانګ غير يهوديونې ته مې اعلان وکه چې دې خپلې ګونائينې نه توبه وکوژي، دې خدائ طاراپ ته رو وګرځي او داسې کورينه وکو چې ثابته کو چې يغې توبه ياستلې دو. ۲۱په داغا واجه ځنې يهوديونې زه په بيت المقدس کې ونيولمه او کوشش يې که چې مو مړ کو. ۲۲خو تر نن وريځې پره خدائ وسوتلمه او دولته ويلوړ يمه او ټول کام ستر ته شائدي وير کاومه. زه خالي اغا څه يايمه چې پيغمبرونې او موسیٰ ويلي دي چې پيش و شي، ۲۳يعني دا چې مسيح بايد تکليفينه وزغمي اوالينائي کاس و وي چې دې مړيې نه و روژواندائي شي او يهوديونې او غير يهوديونې دوه سره ته و دې خلوصين دې رڼو اعلان وکو.“

۲۴پولوس ليا دې خپل ځون دې دفاع په خاطر خبرې کړلې چې فستوس سيرې کړلې، ”اې پولوسه، ته ليوانائي يې! دې ډير علم په وجه ليوانائي شوائي يې.“ ۲۵پولوس په ځاوب کې وويل، ”نه شوغليه! زه ليوانائي نه يمه. زه په هوش کې يمه او رشتيا او په عقل خبرې کمه. ۲۶بادشا په دا شه خبر دائي او زه دې يغ سره په زيړاور تيا سره خبرې کمه. زه په دا بندې ډاډه يمه چې دا ټولې پيشې توس ته ماليمې دي، دې ځکه چې اغا په څه پټ ځوئي کې نه دي شويې. ۲۷اې بادشا! توس په پيغمبرون بندې ايمون لرئي؟ زه پئيژمه چې توسې په ايمون لرئي.“ ۲۸اګريپاس پولوس ته وويل، ”ته فکر کې چې دامره زر و مو عيسائي کې؟“ ۲۹پولوس وويل، ”که لژ وخت ووخلي ليا ډير، خو زه خدائ ته داعو کمه چې خالي توسې نه بلکې اغا ټول خالک چې نن دې مو خبرې ووروي، دې مو غوندې شي، البته دې مو غوندې په ځلوانې کې نه.“

۳۰بيا بادشا چګ شه او والي، برنيکۍ او نور خالک چې دې يغې سره نوست وي، هه چګ شول. ۳۱کله چې اغا وواتل، بيا يوه بل ته يې سره وويل، ”دغ ساړي داسې کيم کور نه دائي کړائي چې دې مارګ ليا دې زندان دې اچاولې قابيل وي.“ ۳۲اګريپاس فستوس ته وويل، ”که چيرې دغې ساړائي بادشا ته غاراض نه وائي کړائي، بيا ازوديدلائي شه.“

Sorry, no results.
Please try another keyword