دوه ويشتام ساباق

 

۱پولوس اغا ته وويل، ”اې دې مو يهودې وريڼې او پلورينې! زه چې ويس توس ته دې خپل ځون دې دفاع دې پوره څه يايمه، ورته غوژ شئ.“ ۲کله چې يغې وورويدل چې پولوس په عبراني ژبه خبرې کو، بيا اغا نور هه غلي شول. بيا پولوس وويل: ۳”زه يهودي يمه او دې قيليقيې په ترسوس کې پئيدو شوائي يمه، خو دولته په يروشلم کې ستر شوائي يمه او دې غمالاييل شاګرد ومه. دې يغ نه مې په ډيرې ساختې طريقې سره زده کړل چې څرنګې دې خپلې نيکونې دې شريعت پيروي وکمه او په غيرات او شاوق سره مې دې خدائ خيذمات وکه لکه څرنګې يې چې توسې کئ. ۴مو دې مارګ تر حده دې تيشتن عيسیٰ مسيح دې ليارې پيرون ځوراول. شځې او نرون دوه سره و مې نيول او په زندان کې و مې اچاول. ۵ستر امام او يهوديونې دې شورا ټول غړي کړلائي شي چې شائدي ويرکو چې زه رشتيا يايمه. يغې مو ته په دمشق کې دې يهودې وريڼې دې پوره رسمي خطينه روکړي وي. بيا زه دمشق ته لوړمه چې اغا خالک لوس تاړلي يروشلم ته رو والمه چې سازو ورته ويرکړل شي.

۶کله چې زه په سفر راون ومه او دمشق ته نژدې شومه او دې غارمې وخت نژدې و، بيا بيځيه دې اسمون نه يوه غوټه رڼو دې مو خو او شو باله شوله. ۷زه په منځکه رو ولويدلمه او يو ژاغ مې وور ويده چې ويل يې: ’ساؤله، ساؤله! ته ويلې مو ځاوره وې؟‘ ۸مو پشتنه وکړه: ’اې تيشتنه، ته څوک يې؟‘ يغ ځاوب روکه: ’زه عيسیٰ ناصري يمه، يعني اغا څوک چې ته يې ځاوره وې.‘ ۹دې مو ملګريې رڼوئي وليدله، خو چا چې دې مو سره خبرې کړلې دې يغ ژاغ يې نه وورويده. ۱۰مو پشتنه وکړله: ’تيشتنه، زه څه وکمه؟‘ تيشتن روته وويل: ’چګ شه او دمشق ته لوړ شه. کله چې وولته وراسې، بيا په اغا ځوئي کې و دې يغې ټولې کورينې په حق کې چې دې تو دې پوره مقرار شوي دي، درته وويل شي.‘ ۱۱زه دې يغې ساختې رڼو دې لوسه ړيند شوائي ومه، بيا ملګريې مې دې لوسه ونيولمه او دمشق ته يې بوتلمه.

۱۲په اغا شار کې يو ساړائي پنډيده چې حنانيا نوميده چې يو پرهيزګورائي او په شريعت بندې ټينګ ويلوړ و او دې يغ ځوئي ټول يهوديونې دې يغ ډير قادر که. ۱۳اغا روغائي، دې مو په څانګ کې وداريده او ويې ويل: ’اې ساؤله وروره، سترګې وغړوه.‘ په اغا ساعت کې زه سترګه وار شومه او اغا مې وليده. ۱۴يغ وويل: ’دې ميژ دې نيکونې خدائ ته دې دغې دې پوره غوره کړائي يې چې دې يغ راضو وپيژانې، دې يغ نيک خيذمات ګور ووينې او دې يغ ژاغ دې يغ دې خپلې خولې نه ووروې. ۱۵دې ځکه چې ته و دې ټولې خالکې دې پوره دې يغ شائد ګرځې او څه چې دې ليدلي او ارويدلي دي، دې يغې شائدي و ويرکاوې. ۱۶ويس څه شي ته انتظار کې؟ چګيژه، بپتسمه ووخله او تيشتن ته داعو وکه چې ګونائينه دې وباخشل شي.‘

۱۷کله چې زه واپس يروشلم ته روغلمه او په بيت المقدس کې مې داعو کړله، بيا رويا مې وليدله. ۱۸په دا رويا کې مې تيشتن وليده چې روته ويل يې: ’زر شه او په مخ دې يروشلم نه لوړ شه، دې ځکه چې دې دغ شار خالک و دې مو په حق کې دې تو شائدي و نه ماني.‘ ۱۹مو وويل: ’تيشتنه، اغا په دا شه پئيژي چې زه اغا ساړائي يمه چې دې تو ايماندورون و مې زندان ته اچاول او په ارا عبادتخانه کې و مې والل. ۲۰کله چې دې تو شائد استيفان مړ شه، بيا زه وولته ويلوړ ومه او په داغا کور کې ورسره دې مو راضو وه او دې يغ دې قاتلونې دې چوغې سوتنه مې کړله.‘ ۲۱بيا تيشتن روته وويل: ’لوړ شه، دې ځکه زه تو دې لرې ځايونې غير يهوديونې ته لاژمه.‘“

 

پولوس رسول او رومي افسر

۲۲خالکې تر دغ ځوئي پره دې پولوس خبرې ته غوژ ونيوه، خو يغې سيرې شيرې کړلې، ”داسې ساړائي دې دغې دنيو نه ورک کئ! اغا دې دغې لائق نه دائي چې ژواندائي پوتې شي.“ ۲۳يغې سيرې واللې، خپل ټکري يې په منځکه بوندې والل او خورې يې پورته ګړده ولې. ۲۴رومي قوماندان امر وکه چې پولوس دې ننه نظامي قيلعې ته بوځئ او په کوړې يې ووايئ او پشتنه ځنې وکئ، چې دا ماليمه شي چې خالک ويلې دې يغ په خلاف داسې سيرې وائي. ۲۵خو کله چې يغې پولوس وتوړه چې په کوړې يې ووائي، بيا پولوس دې يغ منصبدور نه چې په اغا ځوئي کې ويلوړ و، پشتنه وکړله، ”ايا توس ته قانون دا اجازات ديرکاوي چې يو رومي ساړائي چې جرم هه په ثابت شوائي نه وي، ووايئ؟“ ۲۶کله چې يغ منصبدور دا خبره وورويدله، بيا قوماندان ته ويراغائي او پشتنه يې ځنې وکړله، ”ته پئيژې چې څه کې؟ دا ساړائي خو رومي دائي.“ ۲۷بيا قوماندان پولوس ته ويراغائي او پشتنه يې ځنې وکړله، ”موته ويايه چې ته رومي يې؟“پولوس ځاوب ويرکه، ”اې.“ ۲۸قوماندان وويل، ”مو په ډير چګ قيمت دا قوميت حاصل کړائي دائي.“پولوس ورته وويل، ”خو زه رومي يمه، دې ځکه چې مور او پلور مې روميون دي.“ ۲۹بيا کيمې عسکرې چې غوشتل چې دې پولوس نه پشتنه وکو، اغا يې زر پرياش او قوماندان هه وډور شه، دې ځکه اغا پوئي شه چې پولوس يو رومي ساړائي دائي او دې يغ په امر تاړل شوائي و.

 

پولوس دې شورا په مخکې

۳۰په بله وريځ قوماندان وغوشتل چې په دا پوئي شي چې په کيم معقول داليل يهوديون په پولوس تومات لګاوي، بيا پولوس يې ازود که او مشرون امامون او ټوله شورا ته يې امر وکه چې سره روټول شئ. بيا يغ پولوس رو وسته او دې يغې په مخ کې يې ودروه.

Sorry, no results.
Please try another keyword