شلام ساباق

 

مقدونيې او يونان ته دې پولوس سفر

۱کله چې شور او غاوغو اخير ته وراسيدله، بيا پولوس ايماندورون رو وغوشتل، اغا يې و اڅاول او خدائ په اموني يې ورسره وکړله او مقدونيې ته راون شه. ۲اغا دې مقدونيې دې سيمې په ليارې تيريده او ايماندورون ته يې ډاډ ګيرنه ويرکاوله او بيا يونان ته وراسيده. ۳درې مياشتې وولته پوتې شه. يغ تايوري ونيوه چې په کشتئ کې شام ته لوړ شي، خو کله چې پوئي شه چې يهوديونې دې يغ په خلاف منصوبه جوړه کړيې دو، بيا پئصاله يې وکړله چې دې مقدونيې په ليار په څټ رو شي. ۴دې پيروس زيائي سوپاتروس چې دې بيريې نه و، ارسترخوس او سکندوس دې تسالونيکيې نه، ګايوس دې دربې نه، تيخيکاس او تروفيموس چې دې اسيا دې ولايت نه او تيموتاوس دې يغ دې سفر ملګري وي. ۵اغا مخکې لوړل او په ترواس کې يې دې ميژ انتظار که. ۶کله چې دې پاطيرې ماړئي دې اختر وريځې تيرې شولې، بيا ميژ دې فيليپي نه په کشتئ کې راون شولي او په پينځه وريځې کې دې يغې سره په ترواس کې يو ځوئي شولي او يوه افته وولته پوتې شولي.

 

په ترواس کې دې پولوس ورستينئ ليدنه او کاتنه

۷دې افتې په وريځ په لماشوم کې ميژ دې غوره لماشوم دې مراسمې دې لمانځلې دې پوره سره روټول شولي. پولوس ايماندورون ته خبرې وکړلې، څرنګې چې يغ غوشتل چې په بله وريځ په سفر لوړ شي، بيا تر نيمې شپې پره يې خپلې خبرې پله پسې شيري وسوتلې. ۸پوس په بله خونه کې چې ميژ په کې روټول شوي وي، ډير څروغينه بال شوي وي. ۹وولته په کړکئ کې يو ځون نوست و چې افتيخوس نوميده. کله چې پولوس خبرې کړلې، بيا په اغا ځون بندې خوب روغائي او په درونه خوب وود شه او دې درام منزل نه لوندې منځکه ته رو ولويده. کله يې چې رو چګ که، بيا اغا مړ شوائي و. ۱۰پولوس دې لوندې وير کيز شه او خپل ځون يې په اغا ځون بندې وير غور وايه او اغا يې په غيژ کې ونيوه او اغا ته يې وويل، ”مه پريشانه کيژئي، اغا ژواندائي دائي.“ ۱۱بيا پولوس په څټ باله خونه ته وخوته، ماړئي يې موته کړه او ويې خواړله. اغي دې لمر خوته پره خپلې خبرې جاري وسوتلې او بيا راون شه. ۱۲بيا خالکې اغا ځون خپل کور ته ژواندائي بوته او اغا ډير په ارام شول.

 

دې ترواس نه ميليتوس ته دې پولوس سفر

۱۳ميژ مخته لوړي او په کشتئ کې کشينوستي او دې اسوس شار ته راون شوي، چيرته چې ميژ غوشتل چې پولوس هه په کشتئ کې رو سره سوور شي. دې ځکه چې يغ نيات کړائي و چې په وچه ليار بندې اغا ځوئي ته لوړ شي. ۱۴کله چې پولوس په اسوس کې دې ميژ سره مخومخ شه، بيا اغا مم په کشتئ کې سوور که او ميتيلينې ته روغلي. ۱۵دې يغ ځوئي نه په کشتئ کې راون شوي او بله وريځ دې خيوس جزيرې ته وراسيدلي. بله وريځ ساموس ته روغلي او دې يغې وريځې په سابو ميليتوس ته وراسيدلي. ۱۶دې ځکه چې پولوس پئصاله کړيې وه چې په کشتئ کې په افسيس تير شي، ترڅو دې اسيا په ولايت کې دې وخت دې ضايع کيدلې نه مخنيوائي وشي. يغ بيړه کړله چې که چيرې امکان ولري دې پنتيکاست دې وريځې نه مخکې يروشلم ته وراسيژي.

 

دې افسيس دې کليسې دې مشرونې سره دې پولوس خدائ په اموني

۱۷پولوس دې ميليتوس نه افسيس ته پيغام ولوژه او دې کليسې دې مشرونې نه يې وغوشتل چې روشي او دې يغ سره وويني. ۱۸کله چې اغا رو وراسيدل، بيا يغ ورته وويل، ”توس ته ماليمه دو چې دې يغې اوال وريځې نه چې زه دې اسيا ولايت ته رو وراسيدلمه او څومره وخت چې دې توسې سره ومه، بيا دې توسې سره مې څرنګې ژوند تير که. ۱۹که څه هه دې يهوديونې دې منصوبې دې واجې په مو ساختې وريځې روغللې، خو مو په پيره عاجزي او ايشکې توياولې سره دې تيشتن خيذمات کړائي دائي. ۲۰توس ته ماليمه دو چې مو دې توسې دې شيګړې دې پوره دې ايڅ شي نه ډاډه نه دو کړيې او توس ته مې دې خالکې په مخکې او کير په کير تعليم دير کړائي دائي. ۲۱مو يهوديونې او غير يهوديونې دوا سره ته په کلاکه خبردارائي وير کړائي دائي چې بايد دې خپلې ګونائينې نه توبه وبوسئ او خدائ ته رجوع وکئ او دې ميژ په تيشتن عيسیٰ بندې ايمون رورئي. ۲۲زه ويس دې روح القدس نه په اطاعت کړلې سره يروشلم ته راون يمه، خو نه پئيژمه چې وولته و دې مو سره څه شي. ۲۳زه خالي په دا پئيژمه چې روح القدس په ار شار کې مو خبراوي چې زندان او تکليفينه دې مو په انتظار کې دي. ۲۴زه دې خپل ژوند ايڅ پيروه نه لارمه او اغا موته کيم ارزشت نه لري. زه خالي دا غوړمه چې خپله چار سار ته وراساومه کيمه چې تيشتن عيسیٰ روته سپورليې دو، اغا پيره کمه چې اغا دې خدائ دې فاضل په حق کې دې خالکې خبره ول دي.

۲۵زه دې توسې ټولې په ميانځ کې ګرځيدلائي يمه او دې خدائ دې بدشايئ په حق کې مې تبليغ کړائي دائي. ويس پئيژمه چې په توسې کې و يو کاس هه نور دې مو مخ نه وويني. ۲۶بيا دې دغې دې واجې زه هه دا نن توس خبره ومه چې که دې توسې نه کيم څوک دې تل پوتي ژواندين نه بې برخې شي، نو زه و ګرام نه ومه، ۲۷دې ځکه چې مو توسې ته اغا ټول شايون وويل چې خدائ يې غوړي. ۲۸په خپل ځونينه او اغا ټولې خالکې بندې پام کئ چې روح القدس توسې دې يغې دې سوتنې دې پوره ټاکلي يئ. دې خدائ په کليسا بندې چې عيسیٰ دې خپلې وينې په قيمت وخستيې دو، داسې پام کئ لکه څرنګې چې شپونه په خپلې رامې پام کو. ۲۹زه پئيژمه چې دې مو دې تاګ نه دې ورستې و وخشي ليوون دې توسې ميانځ ته دير شي او رامه و په امون کې پرې نژدې. ۳۰حتي دې توسې په ميانځ کې و داسې خالک پئيدو شي چې دې اقيقات په ځوئي و درويغ يائي، ترڅو ايماندورون خپل ځون ته رو ووړاوي. ۳۱بيا بئيدور پنډيژئي او دا خبره يوده سوتئ چې درې کوله مې شپه او وريځ توس ار يوه ته نصيات که او دې توسې دې پوره مې ايشکې توئي کړلې.

۳۲ويس زه توسې خدائ او دې يغ دې فاضل نه ډاک کلام ته سپورمه، اغا کلام ته چې کړلائي شي چې توس ته طاقات دير کو او اغا براکتينه دير کو چې خدائ يې خپل ټولې سپيڅليې خالکې ته دې ميروث په رانګ ويرکاوي. ۳۳مو ايڅ کله دې چا نه دې سپينې زارې، سرې زارې او دې جومې تامه نه دو کړيې. ۳۴توس خپل پئيژئي چې مو په خپل لوسينه خوري کړيې دو او دې خپل ځون او خپلې ملګريې ضروراتينه مې پيره کړي دي. ۳۵مو چې کيم کورينه کړي دي په اغا کې مې توس ته وشول چې څرنګې بايد خوري وکئ او دې غريبونې سره مراستې وکئ او بايد دې تيشتن عيسیٰ اغا خبره په يودې وسوتي چې ويلي يې دي: ’په وخاستلې نه په ويرکاولې کې براکتينه ډير دي.‘“

۳۶کله چې پولوس خپلې خبرې اخير ته وراساولې، بيا دې يغې سره يو ځوئي په ګونډې شه او دې يغې ټولې سره يې داعو وکړله. ۳۷بيا يغې ټولې وژاړل، اغا يې په غيژ کې ونيوه، کوشال يې که او خدائ په اموني يې ورسره وکړله. ۳۸دئ په دا ډير زيوت غمجن شول، دې ځکه چې پولوس ويلي وي چې دئ و نور ايڅ کله دې يغ مخ نه وويني. بيا اغا ورسره تر کشتئ پرې لوړل.

Sorry, no results.
Please try another keyword