شپيژام ساباق
دې خيذمات دې پوره دې اوې کاسونې ټاکل
۱په اغا وريځې کې چې دې عيسیٰ دې ليارتلينکي شمير زيوتيده، بيا دې يونانۍ ژبې يهوديونې دې عبرانئ ژبې يهوديونې خلاف شکايات وکه چې دې وريځاني خواروک دې ويشلې په وخت کې دې يونانۍ ژبې يهوديونې کونډې شځې ته خپله برخه نه ويرکړل کيژي. ۲بيا يغې دولاسې رسولونې ټول ايماندورون رو وغوشتل او ويې ويل، ”دا دې ميژ دې پوره مناسبه نه دو چې نور ته دې خواروک دې رساولې په خاطر خالک ته دې خدائ دې پيغام راساول پريژدي. ۳بيا اې خوانديې او وريڼې! دې خپل ميانځ نه اووه کاسون چې نيک نومه او دې روح القدس نه ډاک او دې حکمت لارينکي خالک وي غوره کئ، ترڅو دې دغې کورينې ذمه ووري دې يغې په غوړه وچاوي. ۴خو ميژ و خپل وخت په داعو کړلې او دې خدائ دې کلام په نصيحات او تعليم ويرکاولې کې تيراوي.“ ۵دې رسولونې دا نظير دې ټولې خواش شه، بيا يغې استيفان چې ډير ايماندورائي ساړائي و او دې روح القدس نه ډاک و او فيليپوس، پروکروس، نيکانور، تيمون، پرميناس او نيکولاوس چې يهودي شوائي و او دې سوريې دې انطاکيې نه و، غوره کړل. ۶يغې دا کاسون رسولون ته وير وپيژاندل او رسولونې دې يغې په سارينې بندې خپل لوسينه کشيشول او دې يغې دې پوره يې داعو وکړله.
۷بيا دې خدائ کلام ار طاراپ ته ړانګيده او په يروشلم کې دې ايماندورې شمير زيوتيده او ډيرې امامونې هه ايمون رواړ.
دې استيفان نيول
۸استيفان چې دې خدائ دې فاضل او قدرات نه ډاک و، دې خالکې په ميانځ کې و يې ډير حيروناوينکي کورينه کړل او معجزې و يې وشولې. ۹خو ځنې خالک چې دې ازود شوي خالکې په نوم دې عبادتخانې غړي وي چې دې قيروان او سکندريې دې شارينې او نور خالک چې دې قيليقيې او اسيا دې ويلائيتينې نه وي، رو پورته شول او دې استيفان سره يې باحث شيري که. ۱۰خو استيفان داسې په حکمت او دې روح القدس په قدرات سره خبرې کړلې چې يغې نه شول کړلائي چې دې يغ په مخ کې وداريژي. ۱۱بيا يغې ځنې خالک ته شيماتينه وکړل چې ويائي، ”ميژ وورويدل چې استيفان دې موسیٰ او دې خدائ په ضد کفر ويلي.“ ۱۲بيا په دا رانګ يغې خالکې، مشرون او دې شريعت عالمون رو وپراول او استيفان يې ونيو او شورا ته يې روسته. ۱۳بيا يغې څو کاسون دې درويغې شائدون رو واستل او دغې شائدونې وويل، ”دا ساړائې ار وخت دې دغې سپيڅلي کير او دې موسیٰ دې شريعت په خلاف خبرې کو. ۱۴ميژ دې يغ نه وورويدل چې ويل يې: ’عيسیٰ ناصري و دا بيت المقدس ړانګ کو او کيم دودينه او دستورينه چې موسیٰ ميژ ته روکړي دي اغا و بادال کو.‘“ ۱۵بيا په شورا کې چې کيم خالک نوست و يغې ټولې په ځير سره استيفان ته کاتل او ويې ليدل چې دې يغ مخ لکه دې فرشتې دې مخ په رانګ باليده.