پينځام ساباق
عيسیٰ يوه ګوډ ساړي ته شفا ويرکاوي
۱په اغا نه دې ورستې عيسیٰ دې يهوديونې دې اختر په خاطر يروشلم ته لوړ شه. ۲په يروشلم کې اغا ځوئي ته نژدې چې دې پسونې دې دروزې په نوم يوديده يو تالوب دائي چې په آرامئ ژبه کې ورته بيتحسدا يائي او پينځه دالانينه لري. ۳په دا دالانينه کې زيوت شمير بيمور خالک چې ړونده، ګوډون او شيالون وي، پروته وي. [يغې دا ته انتظار که ۴چې په تالوب کې يبه وخزيژي. ځکه کله کله و دې خدائ فرشته داغا ډانډ ته روکيزيدله او يبه و يې خيځاولې او اغا څوک چې و په ټول نه مخته ډانډ ته کيزيده بيا و دې ار ماراض نه پوکيده.] ۵وولته يو ساړائي و چې دې اوته ديرش کولې نه شيال و. ۶کله چې عيسیٰ اغا ساړائي وليده چې دې ډير وخت نه وولته پروت و او په دا پوئي شه چې اغا بيمور دائي، بيا يې پشتنه ځنې وکړله، ”ايا ته غوړې چې شه شې؟“ ۷يغ بيمور ساړي ځاوب ويرکه، ”شوغليه، کله چې يبه وخزيژي، بيا دې مو سره څوک نشته چې تالوب ته مې وير کيز کو. ځکه چې زه وير خيځمه بيا بل کاس په مونه مخکې وير کيز شوائي وي.“ ۸عيسیٰ ورته وويل، ”چګ شه، خپله بيشتاره دې ووخله او وګرځه.“ ۹اغا کاس په مخ شه شه، خپله بيشتاره يې ووخستله او راون شه.
دا کور دې سبت په وريځ وشه. ۱۰بيا يهوديونې مشرونې يغ روغ شوي ساړي ته وويل، ”دا دې سبت وريځ دو، دې سبت په وريځ توته راوو نه دو چې خپله بيشتاره يوسې.“ ۱۱خو يغ ځاوب ويرکه، ”کيم ساړي چې زه روغ کړمه موته يې وويل چې خپله بيشتاره دې ووخله او وګرځه.“ ۱۲يغې دې يغ نه پشتنه وکړله، ”اغا ساړائي څوک دائي چې توته يې وويل چې بيشتاره دې ووخله او وګرځه؟“ ۱۳خو اغا ساړائي چې روغ شوائي و نه پئيده چې عيسیٰ څوک دائي، ځکه چې په يغ ځوئي کې ډيره ګاڼه ګيڼه وه او عيسیٰ ځون ياستلئ و. ۱۴ورستې بيا عيسیٰ اغا ساړائي په بيت المقدس کې مينده که او ورته ويې ويل، ”کسه، ويس چې شه شوائي يې بيا نور ګناه مه که، که نه وي بيا په دا نه و دې ساختې کړاوينې سره مخومخ شې.“ ۱۵اغا ساړائي لوړ شه او دې يهوديونې مشرونې ته يې خبر ويرکه، ”چا چې زه شه کړائي ومه اغا عيسیٰ و.“ ۱۶په دا خاطر چې عيسیٰ دې سبت په وريځ داسې کورينه کړل، بيا دې يهوديونې مشرونې دې يغ په ځوراول شيري وکړله. ۱۷خو عيسیٰ يغې ته وويل، ”دې مو پلور ار وخت داسې کورينه کړي دي، نو زه هه داسې کمه.“ ۱۸دې عيسیٰ په دا خبره دې يهوديونې مشرونې اڅه وکړله چې اغا مړ کو، ځکه چې خالي دا نه چې يغ دې سبت دا قانون موت کړائي دائي بلکه په دا هه چې اغا خدائ ته خپل پلور يائي او په داغا رانګ يې خپل ځون دې خدائ سره بروبار وګڼه.
دې زي واک او اختيار
۱۹عيسیٰ اغا ته په ځاوب کې وويل، ”په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې زيائي نشي کړلائي چې دې خپل ځونه کيم کور وکو، بلکه ګوشائي اغا کور کو چې اغا يې ويني چې پلور يې کو. څه چې پلور کو اغا زيائي هه کو. ۲۰ځکه چې زيائي په پلور بندې ګرون وي او اغا چې خپل کيم کورينه کو اغا ټول زي ته وير وشائي. په دا دې پوسه نور ستر ستر کورينه هه ورته وير وشائي او توس ټول و ورته حيرون پوتې شئ. ۲۱ځکه لکه څرنګې چې پلور مړه رو ژوانديا وي او اغا ته ژوند ويرکاوي، نو په داغا رانګ زيائي هه چې ار چا ته وغوړي ژوند ويرکاوي. ۲۲په داغا رانګ پلور دې ايچا په حق کې پئصاله نه کو بلکه خپل زي ته يې پيره حق وير کړائي دائي چې پئصالې وکو، ۲۳ترڅو لکه څرنګې چې ټول دې پلور عزت کو، داغاسې دې زي عزت هه وکو. څوک چې دې زي عزت نه کو نو دې يغ دې پلور چې اغا يې رو لاژلائي دائي هه عزت نه کو.
۲۴په يقين سره زه توس ته دا يايمه څوک چې دې مو خبرې ته غوژ نسي او په يغ چا بندې ايمون روري چې زه يې رو لاژلئ يمه، بيا و اغا تل پوتې ژواندين ولري. اغا و محکمه نه نشي، بلکې اغا ليا دې وخته نه په مارګ بندې تير شوائي دائي او ژوند يې شيري کړائي دائي. ۲۵په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې اغا وخت و روشي، بلکه روغلائي دائي چې مړي و دې خدائ دې زي ژاغ وروي او ار څوک يې چې وروي اغا و روژواندي شي. ۲۶لکه څرنګې چې پلور اغا ذات دائي چې انسانون ته ژوند ويرکاوي، نو زي ته يې هه دا قدرات وير کړائي دائي چې انسانون ته ژوند ويرکو. ۲۷يغ زي ته دا واک او اختيار وير کړائي دائي چې پئصالې وکو، ځکه چې دې انسان زيائي دائي. ۲۸په دا بندې مه حيرونيژئي، ځکه چې اغا وخت و روشي چې ټول مړي و په قبرينه کې دې يغ ژاغ ووروي ۲۹او دې خپلې قبرينې نه و رو ووځي. کيمې خالکې چې نيک کورينه کړي وي اغا و رو پورته شي او ژوند و کو او کيمې خالکې چې بد کورينه کړې دي اغا و رو پورته شي او سازو و ورته ويرکاول کيژي.
دې عيسیٰ په حق کې شائدي ويرکاول
۳۰زه په خپل اختيار ايڅ نشمه کړلائي. زه دې خالکې په حق کې اغا پئصالې کمه چې دې خپل پلور نه يې ورومه. نو کله چې دې يغې په حق کې پئصاله کمه اغا پئصاله دې انصاف دې مخې وي، ځکه چې زه خپله راضو نه بلکه دې يغ چا راضو پيرا کاومه چې زه يې رو لاژلائي يمه. ۳۱که چيرې زه دې خپل ځون په حق کې شائدي وکمه بيا دا شائدي رشتيا نه دو. ۳۲خو يو بل څوک شته چې دې مو په حق کې شائدي ويرکاوي او زه پئيژمه چې اغا دې مو په حق کې شائدي ويرکاوي اغا رشتيا دو. ۳۳توسې يحيیٰ ته استازي وير لاژلي وي او يغ چې دې مو په حق کې کيمه شائدي وير کړه اغا رشتيا وه. ۳۴زه په رشتيا سره دې انسانونې شائدي ته چې دا ثابته کو چې زه څوک يمه اجات نه لارمه، بلکه دا خبرې دې دغې پوره درته کمه چې توسې خلوصين مينده کئ. ۳۵يحيیٰ دې يوه څروغ په رانګ و چې باليده او رڼو يې کړله. توس تايور وائي چې دې يو څه وخت دې پوره دې يغ خبرې په خواشولئ سره وور وائي. ۳۶خو زه په يحيیٰ نه ستر شائد لارمه. کيم کورينه چې پلور موته سپورلي دي چې سار ته يې وراساومه، دا دې دغې شائدي ويرکاوي چې پلور زه رولژلئ يمه. ۳۷پلور چې زه يې رولژلئ يمه په خپله يې دې مو په حق کې شائدي وير کړيې دو. توس ايڅ کله دې يغ څيره نه دو ليدلې او نه مو دې يغ ژاغ وورويدلائي دائي، ۳۸او دې يغ کلام دې توسې په زړينه کې ځوئي نه دائي ميندلائي، ځکه چې توسې په يغ چا بندې چې يغ رولژلئ دائي ايمون نه رو ورئي. ۳۹توسې دې خدائ کلام په توجو سره يايئ، ځکه چې فکر کئ چې دې يغ په وسيله و تل پوتې ژواندين وميمئ. هه دا ليکنې دې مو په حق کې شائدي ويرکاوي، ۴۰خو بيا هه توس نه غوړئي چې موته روشئ ترڅو دا ژواندين ولرئي.
۴۱زه دې خالکې نه دې عزت تامه نه لارمه. ۴۲خو زه توس پيژانمه چې دې توسې په زړينه کې دې خدائ سره مينه نشته. ۴۳زه دې خپل پلور په نوم رو غلائي يمه او توسې مو نه قبلاوئي، خو که بل څوک په خپل نوم روشي بيا و يې توسې قابيل کئ. ۴۴توس چې دې يو بل نه دې عزت تامه لرئي او دې يغ عزت په لاټه کې نه يئ چې دې ګوشي خدائ دې خو نه دائي، نو بيا څرنګې کړلائي شئ چې په مو بندې ايمون ولرئي؟ ۴۵خو دا فکر مه کئ چې زه و توسې دې خپل پلور په حضور کې ګرام کمه، هه داغا موسیٰ چې توسې ايله ورته لرئ، اغا و توس ګرام کو. ۴۶که چيرې توسې په موسیٰ بندې ايمون لارلائي، بيا و مم په مو هه ايمون لوره، ځکه چې يغ دې مو په حق کې ليکلي دي. ۴۷خو که چيرې توسې دې يغ په ليکنې بندې ايمون نه لرئ، نو بيا و دې مو په خبرې بندې څرنګې يقين وکئ؟“