څلوارام ساباق
عيسیٰ او سامرۍ شځه
۱کله چې عيسیٰ خبر شه چې فريسيونې ارويدلي دي چې يغ په يحيیٰ نه زيوت ليارتلينکي پيدو کړي دي او يغې ته بپتسمه ويرکاوي، ۲(خو عيسیٰ په خپله نه بلکې شاګردونې يې بپتسمه ويرکاوله.) ۳بيا يې يهوديه پريشوله او په څټ جليل ته لوړ شه. ۴اغا مجبور و چې دې سامريې په ليار لوړ شي. ۵اغا دې سامريې يو شار ته چې دې سوخار په نوم يوديده روغائي. دا ځوئي اغا منځکه ته نژدې و چې يعقوب خپل زي يوسف ته وير کړيې وه. ۶په اغا ځوئي کې يو کييائي و چې دې يعقوب و او عيسیٰ چې دې سفر نه ستړائي شوائي و، دې کييي په غوړه کشينوست. دا دې غارمې وخت و.
۷په دا وخت کې يوه سامرۍ شځه روغله چې دې کييي نه يبه يوسي. عيسیٰ يغې ته وويل، ”خورې، لژ يبه روکه.“ ۸(عيسیٰ ګوشائي و ځکه دې يغ شاګردون دې ماړئي دې کړلې دې پوره شار ته تللي وي.) ۹سامرۍ شځې ورته وويل، ”ته يهودي يې او زه يوه سامرۍ شځه يمه. څرنګې کيدائي شي چې ته دې مو نه يبه غوړې؟“ځکه چې يهوديونې دې سامريونې سره نوسته ويلوړه نه لارله. ۱۰عيسیٰ يغې شځې ته په ځاوب کې وويل، ”که چيرې ته په داغا خبره وائې چې دې خدائ نعمت څه شائي دائي او دا څوک دائي چې دې تو نه يبه غوړي، بيا تو و دې يغ نه غوشتنه کړيې وائي او يغ و درته اغا يبه دير کړيې وائي چې ژواندين ويرکاوي.“ ۱۱شځې وويل، ”شوغليه، دې تو سره خو څه شائي شته نه چې يبه په رو بوسې او دا کييائي ګړيب دائي، نو ته و دې ژواندين يبه دې کيمه رورې؟ ۱۲ايا ته دې ميژ دې نيکه يعقوب نه چې ميژ ته يې دا کييائي روکه هه ډير ستر يې، په خپله اغا، دې يغ زامن او دې يغ رامې او مول و هه دې دغ کييي يبه تشلې؟“ ۱۳عيسیٰ وويل، ”ار څوک چې دا يبه وتشي نو بيا و هه تژائي شي، ۱۴خو کيمې يبه چې زه يې وير کاومه او ار څوک يې چې وتشي بيا ايڅ کله و تژائي نه شي. زه چې اغا ته کيمې يبه وير کاومه اغا يبه و په اغا کاس کې دې چنې په رانګ بائيژي او تل پوتې ژواندين و ويرکاوي.“ ۱۵شځې وويل، ”شوغليه، اغا يبه موته روکه چې بيا ايڅ کله تژيې نه شمه او نه و بيا دې يبې دې وړلې پوره دولته روڅمه.“
۱۶عيسیٰ ورته وويل، ”لوړه شه، ميړه ته دې ژاغ که او په څټ ورسره روشه.“ ۱۷يغې په ځاوب کې وويل، ”دې مو ميړه نشته.“عيسیٰ يغې ته وويل، ”ته رشتيا يائې چې ميړه دې نشته، ۱۸ځکه چې تو پينځه ميړينه کړي وي او ويس چې ته دې کيم ساړي سره پنډيژې اغا دې تو ميړه نه دائي. تو چې څه وويل اغا رشتيا دي.“ ۱۹شځې وويل، ”شوغليه، زه پئيژمه چې ته پيغمبر يې. ۲۰دې ميژ نيکونې په دا غره کې عبادت کووه، خو توس يهوديون يائي چې يروشلم ګوشائي ځوئي دائي چې بايد دې خدائ عبادت پکې وشي.“ ۲۱عيسیٰ يغې ته وويل، ”اې شځې، په مو بندې يقين وکه، اغا وخت و روشي چې توس و نه په دا غره کې دې اسموني پلور عبادت وکئ او نه هه په يروشلم کې. ۲۲توس سامريون اغا چاته عبادت کئ چې نه يې پيژانئ، خو ميژ يهوديون دې يغ چا عبادت کي چې ميژ يې پيژاني، ځکه چې خلوصين دې يهوديونې په وسيله روميانځ ته کيژي. ۲۳خو اغا وخت و روشي بلکه ويس رو غلائي دائي چې رشتيني عبادت کاوينکي و دې خدائ دې روح سره په رشتيني رانګ دې اسموني پلور عبادت کو، ځکه چې اسموني پلور دا رانګې عبادت کاوينکي غوړي. ۲۴خدائ روح دائي او ار څوک چې دې يغ عبادت کو بيا اغا دا په روح او اقيقات سره دې يغ عبادت وکو.“ ۲۵شځې ورته وويل، ”زه پئيژمه چې دې خدائ مسيح روتلينکئ دائي او کله چې اغا روشي بيا ار څه و ميژ ته جاوات کو.“ ۲۶عيسیٰ ورته وويل، ”زه چې دې تو سره خبرې کمه نو اغا زه يمه.“
۲۷په دا وخت کې دې عيسیٰ شاګردون په څټ روغلل او کله چې يغې وليدل چې اغا دې يوې شځې سره خبرې کو، بيا حيرون شول خو په اغا کې يک يوه هه پشتنه نه وکړله، ”چې ته دې يغې نه څه غوړې؟“يا ”ته ويلې دې يغې سره خبرې کې؟“ ۲۸بيا شځې خپل ګاړائي پرياش، په څټ شار ته لوړله او خالک ته يې وويل: ۲۹”روشئ او يو داسې ساړائي ووينئ چې مو دې ويسه پوره ار څه کړي دي اغا يې روته وويل. کيدائي شي چې اغا مسيح وي؟“ ۳۰بيا اغا دې شار نه وواتل او عيسیٰ ته ويراغلل.
۳۱په دا وخت کې شاګردونې دې عيسیٰ نه په کلاکه وغوشتل، ”ايستوذه، لژ څه وخوره.“ ۳۲خو عيسیٰ يغې ته وويل، ”دې مو سره دې خواړلې دې پوره داسې خوړه شته چې توسې ځنې ايڅ خبر نه يئ.“ ۳۳بيا شاګردونې په خپله کې يو بل ته وويل، ”ايا چا يغ ته خوړه رو وړي دي؟“ ۳۴عيسیٰ اغا ته وويل، ”کله چې زه دې يغ چا راضو پيره کمه او دې يغ کورينه سار ته وراساومه چې زه يې رو لاژلائي يمه، بيا دا و دې مو دې پورا داسې وي لکه ماړئي مې چې خواړلي وي. ۳۵ايا خالک دا نه ويائي: ’دې ويس نه ليا دې لاؤ وخت ته څالور مياشتې پوتې دي.‘ سترګې خلوصې کئ او وکسئ چې فاصل واختي پوخ شوائي دائي او لاؤ کړلې ته تايور دائي! ۳۶لاوګري خپلې مزديرئ ووخلي او دې تل پوتې ژواندين دې پوره حاصل رو ټولاوي ترڅو چې دې کارلې ووله او لاوګري په ګاډه سره خواشولي وکو. ۳۷نو دا رشتيا دي چې خالک يائي: ’يو يې کاري او بل يې ريبي.‘ ۳۸مو توس ولاژلئ چې دې يغې پاټيونې فاصلينه وريبئ چې توسې پکې خوري نه دو کړيې. نورې خوري پکې کړيې دو او توس دې دئ دې چارې نه ګاټه ووخلئ.“
۳۹په اغا شار کې ډيرې سامريونې دې يغې شځې دې شائدئي دې اماله چې ويلي يې وي، ”مو چې کله هه څه کړي وي اغا ټول يې روته وويل،“بيا يغې په عيسیٰ بندې ايمون رواړ. ۴۰کله چې سامريون يغ ته روغلل او زورئي يې ورته وکړې چې دې يغې سره پوتې شي او عيسیٰ وولته دوې وريځې پوتې شه. ۴۱نورې ډيرې خالکې هه دې يغې دې خبرې دې اماله ايمون رواړ، ۴۲او يغې اغا شځه ته وويل، ”ميژ دې تو دې خبرې په سبب بندې ايمون ندائي روړائي، بلکه ميژ په دا خاطر ايمون رواړ چې په خپله مم دې يغ خبرې ورويدلې او په دا پوئي شوي يي چې اغا په رشتيا سره دې دنيو خلوصاوينکائي دائي.“
عيسیٰ دې يوه مامور زي ته شفا ويرکاوي
۴۳دوې وريځې ورستې عيسیٰ دې يغ ځوئي نه راون شه او جليل ته لوړ شه. ۴۴که څه هه عيسیٰ په خپله شهادت وير کړائي و چې يو پيغمبر ته خالک په خپل وطن کې عزت نه ويرکاوي، ۴۵نو کله چې اغا جليل ته وراسيده، خالکې ورته ارکلائي وويه. دئ هه دې فسحې په اختر کې يروشلم ته تللي وي او ار څه چې يغ په اختر کې په يروشلم کې کړي وي، يغې ليدلي وي.
۴۶نو عيسیٰ يورې بيا په جليل کې قانا نومې ځوئي ته چې يغ پکې وولته يبه په شاروپ بندې بادالې کړيې وې، لوړ شه. وولته دې حکومت يو مامور و چې زيائي يې په کپرناحوم کې بيمور پروت و. ۴۷کله چې اغا ساړائي خبر شه چې عيسیٰ دې يهوديې نه جليل ته روغلائي دائي، بيا ويراغائي او مينات يې ورته وکه چې کپرناحوم ته لوړ شي او زي ته يې چې دې مارګ په حال کې دائي شفا ويرکو. ۴۸عيسیٰ يغ ته وويل، ”ترڅو پرې چې توس معجزې او حيروناوينکې کورينه ونه وينئ بيا و ايڅ کله ايمون رونه ورئ.“ ۴۹يغ مامور ورته وويل، ”شوغليه، مخکې په دا نه چې دې مو زيائي مړ شي روسره لوړ شه.“ ۵۰عيسیٰ وويل، ”په څټ کير ته لوړ شه، زيائي و دې ژواندائي پوتې شي.“يغ ساړي دې عيسیٰ په خبرې بندې يقين وکه او کير ته لوړ شه. ۵۱اغا ليا په ليار راون و چې نيکارون ورته په مخه ويراغلل او ورته ويې ويل، ”زيائي دې ژواندائي او روغ دائي!“ ۵۲يغ ځنې پشتنه وکړله چې زيائي مې کيم ساعت روغ شه. يغې ځاوب ويرکه، ”پارين مسپيشين يوه باجه اغا تبې پرياش.“ ۵۳پلور يې پوئي شه چې دا اغا وخت و چې عيسیٰ ورته ويلي وي، ”زيائي و دې ژواندائي پوتې شي.“بيا يغ او دې يغې ټولې کورانۍ ايمون رواړ.
۵۴دا دې يهوديې نه جليل ته دې روتللې نه ورستې دې عيسیٰ دوايمه معجزه وه.