درام ساباق

 

عيسیٰ او نيکوديموس

۱په فريسيونې کې يو ساړائي و چې نيکوديموس نوميده او دې يهوديونې دې مشرونې نه و. ۲يوه شپه اغا عيسیٰ ته روغائي او ورته ويې ويل، ”ايستوذه، ميژ پئيژي چې ته يو ايستوذ يې چې دې خدائ دې خو نه رو لاژل شوائي يې. کيمې ناخشې چې ته يې وشايې اغا ايڅوک نه شي وشوائي تر څو پره چې خدائ نه وي ورسره مال.“ ۳عيسیٰ په ځاوب کې وويل، ”په يقين سره زه توته دا يايمه چې ترڅو پرا يو ساړائي بيا نوائي نه شي پيدو اغا دې خدائ بدشائي ليدلئ نه شي.“ ۴نيکوديموس پشتنه وکړه، ”دا څرنګې کيدائي شي چې يو زوړ ساړائي بيا نوائي پيدو شي؟ دې شک نه وريا چې اغا نه شي کړلائي چې په څټ دې مور ګډې ته وير نناوځي او دې دوم وور دې پوره پيدو شي!“ ۵عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”په يقين سره زه توته دا يايمه چې يو ساړائي و دې يغې پرا دې خدائ بدشائي ته وير دې ننه نه شي ترڅو چې اغا په طبعي رانګ او روح القدس سره پيدو نه شي. ۶دې انسان نه چې پيدو کيژي اغا سيرات دائي او دې روح القدس نه چې پيدو کيژي اغا روح دائي. ۷کله چې زه توس ته يايمه چې توس ټول بايد دې دوم وور دې پوره وزئيژئي بيا په دا بندې مه حيرونيژئي. ۸بود چې کيم خو ته غوړي وولته لاګي. توس يې اووز وور وائي، خو په دا نه پئيژئي چې اغا دې کيم ځوئي نه روڅي او چيرې څي. بيا څوک چې دې روح القدس نه پئيدو کيژي دې يغ حال و داسې وي.“

۹نيکوديموس پشتنه وکړله، ”دا څرنګې کيدائي شي؟“ ۱۰عيسیٰ په ځاوب کې وويل، ”ته په اسرائيلې کې يو ستر عالم يې او په دا شايون بندې نه پئيژي؟ ۱۱په يقين سره زه تو ته دا يايمه چې ميژ دې يغې شايونې په حق کې خبرې کي چې په پئيژي او څه مم چې ليدلي دي دې يغې په حق کې شائدي ويرکاوي، خو بيا هه توسې دې ميژ په خبرې بندې باور نه کئ. ۱۲کله چې زه دې توسې سره دې دنياوي شايونې په حق کې خبرې کمه او توسې په يقين نه لرئي، بيا که دې اسموني شايونې په حق کې خبرې وکمه توس و يې څرنګې ومانئ؟ ۱۳ايڅوک هه کله اسمون ته نه دائي لاک، دې انسان دې زي نه وره چې دې اسمون نه روکيز شوائي دائي. ۱۴لکه څرنګې چې موسیٰ په داشته کې ګيليټي مانګور په يوه لاکړه بندې لاک که بيا داسې و دې انسان زيائي هه بايد لاک شي، ۱۵دې دغې دې پوره چې ار څوک چې په اغا بندې ايمون روري بيا اغا و دې تل پوتې ژوند خاوند شي. ۱۶خدائ دې دنيو سره داسې مينه وکړله چې خپل ګوشائي زيائي يې ويرکه ترڅو ار څوک چې په اغا بندې ايمون روري بيا و اغا الوک نه شي، بلکې تل پوتې ژواندين و ولري. ۱۷خدائ خپل زيائي دنيو ته دې دغې دې پوره نه دائي رولژلئ چې خالک محکوم کو، بلکې دې دغې دې پوره يې رولژلئ دائي چې اغا وژغوري.

۱۸که چيرې څوک دې خدائ په زي بندې ايمون رووري، بيا اغا و دې خدائ دې خو نه محکوم نه نشي. خو که چيرې څوک وربندې ايمون رو نه وري، بيا اغا خو ليا دې مخکې نه مجرم ګاڼل شوائي دائي، ځکه چې يغې دې خدائ په ګوشي زوئي بندې ايمون نه دائي روړائي. ۱۹بيا دې خدائ پئصاله دا دو: دنيو ته رڼو روغليې وه، خو خالکې په رڼو نه تياره شه ګاڼله، ځکه چې دې يغې عمالينه خاروپ وي. ۲۰څوک چې بد کورينه کو اغا دې رڼو نه کرکيې کو او ځون ځنې لرې سوتي، ځکه چې ډاريژي چې بد کورينه يې جاوات نه شي. ۲۱خو څوک چې شه کورينه کو اغا دې رڼو خو ته ويرڅي، ترڅو چې په جاواته وليدل شي چې اغا داسې کورينه کو چې خدائ يې غوړي.“

 

عيسیٰ او يحيیٰ

۲۲په اغا نه دې ورستې عيسیٰ دې خپلې شاګردونې سره دې يهوديې سيمې ته لوړ شه او دې يو څه وخت دې پوره دې يغې سره وولته پوتې شه او خالک ته يې بپتسمه ويرکاوله. ۲۳يحيیٰ هه ساليم ته نژدې په عينون کې خالک ته بپتسمه ويرکاوله، دې ځکه چې په اغا ځوئي کې يبه ډيرې وې. خالک اغا ته ويرتلل او يغ ورته بپتسمه ويرکاوله. ۲۴(ځکه چې دا اغا وخت و چې يحيیٰ ليا په زندان کې نه و اچاول شوائي.)

۲۵په دا وخت کې دې يحيیٰ دې ځنې شاګردونې او يوه ساړي په ميانځ کې دې پوکولي دې مراسمې دې موضوع په سار باحث رو چګ شه. ۲۶نو بيا اغا يحيیٰ ته ويراغلل او ورته ويې ويلل، ”ايستوذه، دې تو سره چې دې اردن دې سيند په بله غوړه کيم ساړائي و چې دې يغ په حق کې دې شائدي وير کړيې وه، اغا دولته دائي او بپتسمه ويرکاوي او ټول خالک يغ ته ويرڅي.“ ۲۷يحيیٰ په ځاوب کې وويل، ”انسان نه شي کړائي چې کيم څه لوس ته روري تر څو چې خدائ يې نه کو وير. ۲۸توس خپل دې دغې شائدون يئ چې مو وويل: ’زه مسيح نه يمه، خو په اغا نه دې مخه رو لاژل شوائي يمه.‘ ۲۹نويې دې زيم وي. دې زيم ملګري چې په څانګ کې يې ويلوړ وي او دې يغ خبرې ووروي، بيا دې زيم دې اووز په ارويدې سره خواشوليژي. په دا رانګ دې مو خواشولي هه پيرا کيژي. ۳۰اغا بايد ډير ستر شي او زه واړيکائي شمه.“

 

اغا څوک چې دې اسمون نه روڅي

۳۱څوک چې دې پوسه نه روڅي اغا په ټول نه ستر دائي او څوک چې دې دغې دنيو دائي اغا په دا دنيو پره اړيکه لري او دې دنياوي شايونې په حق کې خبرې کو. څوک چې دې اسمون نه روڅي اغا په ټول نه ستر دائي. ۳۲يغ چې څه ليدلي او ورويدلي دي دې يغې په حق کې شائدي ويرکاوي، خو ايڅوک دې يغ په خبرې بندې يقين نه کو. ۳۳ار څوک چې دې يغ شهادت قابيل کو، بيا په دا اقرار کو چې خدائ رشتينائي دائي. ۳۴ځکه څوک چې دې خدائ دې خو نه رو لاژل شوائي وي اغا دې يغ خبر په حق کې خبرې کو چې دې خدائ دې خو نه روڅي، ځکه چې خدائ ورته دې اندازې نه زيوت خپل روح ويرکاوي. ۳۵پلور دې خپل زي سره مينه کو او دې ټولې شايونې واک يې ورته وير کړائي وي. ۳۶څوک چې په زي بندې ايمون روري بيا اغا و تل پوتې ژواندين لري، خو څوک چې دې زي تابعدوري ونه کو نو بيا اغا و تل پوتې ژواندين ونه ويني، بلکې دې خدائ غضاب و ار وخت وي په.

Sorry, no results.
Please try another keyword