اوال ساباق

 

دې ژواندين کلام

۱په ازل کې کلام و. کلام دې خدائ سره و او کلام په خپله خدائ و، ۲په ازل کې کلام دې خدائ سره و. ۳خدائ ټول شايون دې کلام په وسيله پئيدو کړل او ايڅ شائي بې کلامه نه دائي پئيدو شوائي. ۴کلام دې ژواندين سارچنه وه او دغې ژواندين انسانون ته رڼو رواستليې دو. ۵رڼو په تياره کې چړکيژي او تياره ايڅ کله هه په اغا بندې نه دو باره شويې.

۶نو بيا خدائ يو ساړائي رو ولوژه چې يحيیٰ نوميده، ۷اغا دې يوه شائد په رانګ روغائي چې خالک ته دې دغې رڼو په حق کې شائدي ويرکو، ترڅو ټول دې دغ پيغام په وسيله ايمون روري. ۸اغا په خپله رڼو نه وه، بلکې اغا روغائي چې دې يغې رڼو په حق کې شائدي ويرکو.

۹اغا رشتينې رڼو چې په ټول انسانون بندې باليژي، دنيو ته رو راونه وه. ۱۰کلام په دنيو کې و او که څه هه دنيو دې يغ په وسيله پئيدو شويې وه، خو دنيو اغا ونه پيژانده. ۱۱اغا خپل وطن ته روغائي خو خپلې خالکې اغا قابيل نه که. ۱۲خو کيمې خالکې چې اغا يې قابيل که او ايمون يې په رو واړ، بيا اغا ته يې دا حق ويرکه چې دې خدائ الودينه شي. ۱۳داسې الودينه چې اغا نه دې فطری زيژاولې، نه دې سيرات دې خواهشاتې او نه دې انساني ارادې دې مخه بلکې دې خدائ دې روح په وسيله پيدو شوي وي.

۱۴کلام سيرات شه او دې ميژ په ميانځ کې پنډيده. ميژ دې يغ سترتوب وليده، داسې سترتوب چې اغا دې پلور دې يک يو ځي په رانګ لوس ته که او اغا دې فاضل او رشتينولي نه ډاک و. ۱۵يحيیٰ خالکې ته دې يغ په حق کې شائدي وير کړيې وه. يغ په چګ اووز وويل، ”دا اغا څوک دائي چې مو دې يغ په حق کې ويلي وي چې په مو نه دې ورستې و روڅي، خو اغا په مو نه ډير ستر دائي، ځکه چې زه ليا پئيدو شوائي نه ومه چې اغا موجود و.“ ۱۶اغي دې خپلې زيوتې مهربونئ دې مخه ميژ ټول ته براکات رو که، ميژ ته يې په براکات پسې براکات رو که. ۱۷ځکه چې شريعت دې موسیٰ په وسيله ويرکړل شه او مهربونې او رشتينولائي دې عيسیٰ مسيح په وسيله روغائي. ۱۸ايچا ايڅکله خدائ نه دائي ليدلئ، خو دې خدائ ګوشائي زيائي چې پلور ته په ټول نه نژدې دائي، خالک ته وشول چې خدائ څوک دائي.

 

دې بپتسمه ويرکاوينکي يحيیٰ پيغام

(متي ۳‏:‌۱‌‏-‌۱۲ او مرقوس ۱‏:‌۱‌‏-‌۸ او لوقا ۳‏:‌۱‌‏-‌۱۸)

۱۹دې يحيیٰ شائدي دا وه: کله چې دې يروشلم دې يهوديونې مشرونې ځنې امامون او لاويون يحيیٰ ته وير ولاژل چې پشتنه ځنې وکو، ”ته څوک يې؟“ ۲۰يغ اقرار وکه او منکير نه شه، بلکه جاوات يې وويل، ”زه مسيح نه يمه.“ ۲۱يغې پشتنه ځنې وکړله، ”نو بيا ته څوک يې؟ ته الياس نبي يې؟“يغ ځاوب ويرکه، ”نه، زه اغا نه يمه.“يغې پشتنه وکړله، ”ته اغا پيغمبر يې چې ميژ ورته په تامه يې؟“يغ ځاوب ويرکه، ”نه.“ ۲۲يغې وويل، ”نو بيا ميژ ته ويايه چې ته څوک يې؟ ځکه يغې کاسونې چې ميژ يې رو لاژلي يې اغا ته بايد ځاوب ويرکي. دې خپل ځون په حق کې څه يائې؟“ ۲۳يحيیٰ وويل: لکه څرنګې چې اشعيا نبي ويلي دي:

”زه دې سيرې کړينکائي اووز يمه چې په داشته کې سيرې وائي چې دې تيشتن ليار سامه کئ.“

۲۴کيم کاسون چې دې فريسيونې دې خو نه لاژل شوي وي، ۲۵دې يحيیٰ نه يې پشتنه وکړله، ”که چيرې ته نه مسيح يې، نه الياس يې، نه اغا پيغمبر يې چې ميژ ورته په تامه يې، نو بيا ويلې بپتسمه ويرکاوې؟“ ۲۶يحيیٰ ځاوب ويرکه، ”زه په يبه بندې بپتسمه ويرکاومه، خو دې توسې په ميانځ کې يو څوک ويلوړ دائي چې توس اغا نه پيژانئ. ۲۷اغا په مو نه دې ورستې روڅي، خو زه دې دغې لائق هه نه يمه چې دې يغ دې څاپلئ ووشينه خلوص کمه.“ ۲۸دا ټولې پيشې په بيت‌عنيا کې چې دې اردن دې سيند په بله غوړه بندې پروت دائي يعني په يغ ځوئي کې چې يحيیٰ خالکې ته بپتسمه ويرکاوله، وشوې.

 

دې خدائ دې خو دې قربانئ ورائي

۲۹بله وريځ يحيیٰ وليدل چې عيسیٰ دې يغ خو ته روراون دائي، بيا يغ وويل، ”وکسئ، دا دې خدائ دې طاراپ نه ورائي دائي چې دې دنيو دې خالکې ګونائينه لرې کاوي! ۳۰دا اغا دائي چې دې يغ په حق کې مو ويلي وي چې په مو نه دې ورستې و يو څوک روڅي چې په مو نه ډير ستر دائي، ځکه چې زه ليا نه ومه پئيدو شوائي چې اغا موجود و. ۳۱مو اغا نه پيژونده چې اغا و څوک وي، خو زه روغلمه چې دې يبې په وسيله بپتسمه ويرکمه دې دغې دې پوره چې اغا دې اسرائيلې خالکې ته وير وپيژانمه.“

۳۲بيا يحيیٰ دا شائدي ويرکړله، ”مو روح القدس وليده چې دې کاوتارې په شکل کې دې اسمون نه رو نازل شه او په اغا بندې کشينوست. ۳۳مو اغا نه پيژونده خو اغا چا چې زه يې رو لاژلائي يمه چې دې يبې په وسيله بپتسمه ويرکمه موته ويلي وي: ’ار کله چې ته ووينې چې په کيم چا بندې روح القدس نازل شي او په اغا بندې کشيني، بيا پوئي شه چې دا اغا ساړائي دائي چې دې روح القدس په وسيله و بپتسمه ويرکاوي.‘ ۳۴مو وليدل چې داسې وشول او شائدي وير کمه چې اغا دې خدائ زيائي دائي.“

 

دې عيسیٰ مسيح اواليني شاګردون

۳۵په بله وريځ يحيیٰ بيا دې خپلې دوې شاګردونې سره ويلوړ و، ۳۶کله چې يغ وليدل چې عيسیٰ په اغا ځوئي بندې تيريژي بيا ويې ويل، ”وکسئ، دا دائي دې خدائ دې طاراپ نه دې قربانئ ورائي!“

۳۷دې يحيیٰ دوې شاګردونې دا خبره وورويدله او په عيسیٰ پسې راون شول. ۳۸عيسیٰ په څټ وکاتل او ويې ليدل چې اغا په يغ پسې راون دي بيا يې پشتنه ځنې وکړله، ”توس په څه شي پسې ګرځئ؟“يغې پشتنه وکړه، ”ربي ته چيرته پنډيژي؟“دې ربي معنی ايستوذ دائي.

۳۹عيسیٰ وويل، ”روشئ او وکسئ.“دا شو او خو دې مسپيشين څالور باجې وې بيا اغا دې يغ سره لوړل او ويې ليدل چې اغا چيرته پنډيده او پوتې وريځ يې دې يغ سره تيره کړله.

۴۰دې يغې دوې کاسونې نه چې دې يحيیٰ دې خبرې ارويدې ورستې عيسیٰ پسې راون شول، يو دې شمعون پطروس ورور اندرياس و. ۴۱اوالينائي کور چې يغ وکه اغا دا و چې يغ خپل ورور شمعون مينده که او يغ ته يې وويل، ”ميژ مسيح ميندلائي دائي.“چې دې مسيح معني دو وعده شوائي بادشا. ۴۲بيا اندرياس شمعون عيسیٰ ته رو وسته. عيسیٰ يغ ته وکاتل او ويې ويل، ”ته دې يوحنا زيائي شمعون يې، خو په دا نه دې ورستې و ته دې کيفا په نوم يوديژې.“(د کيفا معنی پطروس دائي چې معني يې دو تيژه.)

 

عيسیٰ فيليپوس او نتناييل ته بالنه ويرکاوي

۴۳بله وريځ عيسیٰ دا پئصاله وکړله چې جليل ته لوړ شي. په ليار کې يغ فيليپوس مينده که او ورته ويې ويل، ”په مو پسې روڅه.“ ۴۴فيليپوس دې اندرياس او پطروس په رانګ دې بيت صيدا و. ۴۵فيليپوس نتناييل رو پئيدو که او ورته ويې ويل، ”ميژ اغا کاس مينده که چې موسیٰ دې شريعت په کيتوب کې ليکلي او په دا رانګ پيغمبرونې هه دې يغ په حق کې ليکل کړي دي. اغا عيسیٰ دائي چې دې ناصرت دې شار نه دائي او دې يوسف زيائي دائي.“ ۴۶نتناييل دې يغ نه پشتنه وکړله، ”ايا په ناصرت کې هه شه شائي پئيدو کيدائي شي؟“فيليپوس ځاوب ويرکه، ”روشه او وکسه.“

۴۷کله چې عيسیٰ وليدل چې نتناييل دې يغ خو ته روراون دائي بيا دې يغ په حق کې يې وويل، ”دا ساړائي اصيل اسرائيلائي دائي او په يغ کې ايڅ قسم ټاګي نشته.“ ۴۸نتناييل پشتنه وکړله، ”ته مو څرنګې پيژانې؟“عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”په دا نه دې مخه چې فيليپوس توته ژاغ وکه مو ته وليدلې چې دې اينځر دې ونې لوندې وې.“ ۴۹نتناييل وويل، ”ايستوذه! ته دې خدائ زيائي يې! ته دې اسرائيلې بادشا يې.“ ۵۰عيسیٰ وويل، ”ايا تو دې دغ په واجه ايمون روواړ چې مو درته وويل چې ته مې دې اينځر دې ونې لوندې وليدلې؟ ته و په دا نه هه غوټې غوټې چارې ووينې.“ ۵۱بيا يې يغ ته وويل، ”په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې توس و وينئ چې اسمون و خلوص شي او دې خدائ فرشتې و دې انسان دې زي په مراسته اسمون ته لاکيژي او رو کيزيژي.“

Sorry, no results.
Please try another keyword