يولاسام ساباق
عيسیٰ په کاميابئ سره يروشلم ته نناوځي
(متي ۲۱:۱-۱۱ او لوقا ۱۹:۲۸-۴۰ او يوحنا ۱۲:۱۲-۱۹)
۱کله چې عيسیٰ او دې يغ شاګردون يروشلم ته نژدې شول او بیتفاجي او بيتعنيا ته چې دې زيتون په غره کې وي وراسيدل، بيا عيسیٰ خپل دوا شاګردون ولاژل ۲او اغا ته يې وويل، ”مخومخ کلي ته ويرشئ. څرنګې چې وولته ويرنناواتلئ بيا و وولته يو کثکائي ووينئ چې تاړل شوائي و وي او دې ويسه پورې څوک نه دي په سوره. اغا روخلوص کئ او دولته يې روالئ. ۳که څوک درنه پشتنه وکو: دا څه کاوئي؟ بيا ورته ويايئ چې اغا دې ميژ دې ايستوذ په کور دائي او په مخ و يې په څټ درته رو ولژي.“
۴اغا لوړل او دې ورچانې په چيله کې يې يو خرګۍ وليده چې دې دروزې په مخکې تاړل شوائي و. کله چې يغې اغا خرګۍ روخلوصو وه، ۵بيا ځنې خالک چې په يغ ځي کې ويلوړ وي، دې يغې نه پشتنه وکړه، ”دا خرګۍ ويلې خلوصه وائي؟“ ۶بيا لکه څرنګې چې عيسیٰ ورته ويلي وي، دئ ورته اغا رانګ ځاوب ويرکه او بيا يې دئ پريشول چې لوړ شي. ۷يغې اغا کثکائي عيسیٰ ته رواست او خپل څاپيڼي يې په وچاول او عيسیٰ په سور شه. ۸ډيرې خالکې ورته په ليار کې خپلې جومې ړانګې کړلې او نورې دې ونې څونګې روپرې کړلې او په ليار کې يې ورته وچاولې. ۹او کيم خالک چې په يغ نه مخته راون وي او اغا چې څټ ته پسې راون وي، سيرې يې والې، ”ژواندائي دا وي! مباراک دا وي اغا څوک چې دې تيشتن په نوم روڅي. ۱۰مباراک دا وي دې ميژ دې نيکه داود روتلينکيې بدشائي. ثنا دا وي تيشتن تعالی ته.“
۱۱عيسیٰ يروشلم ته وراسيده او بيت المقدس ته نناوته او وولته ايلې دولې ټول شايون ته يې وکاتل. خو څرنګې چې نواخت و بيا دې يغې دولاسې شاګردونې سره بيتعنيا ته لوړ شه.
عيسیٰ دې اينځر په ونه لعنت يائي
(متي ۲۱:۱۸-۱۹)
۱۲په بله وريځ کله چې عيسیٰ او شاګردون يې دې بيتعنيا نه رو راون وي بيا عيسیٰ وژائي شه. ۱۳يغ دې لرې نه يوه دې اينځر ونه وليده چې په پونړيې کې پټه وه، اغا ويراغائي چې څه توغه پکې پيدو کو. خو کله چې وولته وراسيده بيا دې پونړيې نه ورا يې بل شائي نه کړل په کې پيدو، دې ځکه چې داغا دې توغونې دې پاخاولې موسم نه و. ۱۴بيا اغا ونه ته يې وويل، ”نور و ايڅوک هه ايڅکله دې تو ميوه ونه خوري.“او د يغې شاګردونې ورويدل چې يغ څه وويل.
عيسیٰ دې خدائ دې کير نه سودوګر ورړاوي
(متي ۲۱:۱۲-۱۷ او لوقا ۱۹:۴۵-۴۸ او يوحنا ۲:۱۳-۲۲)
۱۵کله چې دئ يروشلم ته وراسيدل، بيا عيسیٰ بيت المقدس ته نناوته او دې يغ ځوئي نه يې دې خرڅاوينکيې او کړينکيې په وراړاولې بريد وکه. دې صرافونې ميزينه او دې کاوتارې خرڅاوينکيې چاوکئ يې په بل مخ وړاولې، ۱۶او چا ته يې اجازات نه ويرکوو چې دې بيت المقدس دې تالي په ليار کې کيم شائي يوسي. ۱۷بيا يغ خالکې ته تعليم ويرکاوه او ويل يې، ”ايا دې خدائ په کلام کې دا نه دي ليکل شوي:
’دې مو کير و دې ټولې قومينې دې پوره دې داعو کير بلل کيژي،‘
خو توسې ځنې دې غلې دې پټيدلې ځوئي جوړ کړائي دائي.“
۱۸مشرونې امامونې او دې شريعت عالمونې چې دا ورويدل بيا په دا غوشتل کې شول چې دې عيسیٰ دې ويژنلې څه ليار پيدو کو. خو اغا ډاريدل، ځکه چې ټول خالک دې يغ تعليم ته حيرون وي.
۱۹کله چې لما شوم شه بيا عيسیٰ او شاګردون يې دې شار نه وواتل.
دې اينځر دې ونې نه عبرات ووخستل
(متي ۲۱:۲۰-۲۲)
۲۰بله وريځ واختي چې دئ په ليار تيرېدل بيا ويې ليدل چې اغا دې اينځر ونه دې بيخ نه وچه شويې وه. ۲۱پطروس اغا خبره رويوده کړه چې عيسیٰ دې اينځر ونې ته کړيې وه او ويې ويل، ”ايستوذه! کسه، دې اينځر په اغا ونه چې تو لعنت ويلائي و وچه شويې دو.“
۲۲عيسیٰ ورته په ځاوب کې وويل، ”په خدائ بندې ايمون ولرئي. ۲۳په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې که څوک ايمون ولري او په زړه کې شک ونه کو بيا که دا غره ته ويائي چې دې خپل ځوئي نه پورته شه او په داريوب کې ولويژه بيا و داسې وشي. ۲۴نو دې دغې واجې زه توسې ته يايمه ار څه چې توسې يې په داعو کې وغوړئي بيا يقين ولرئي چې لوس ته و يې روړئي او اغا و دې توسې شي. ۲۵او ار کله چې توسې دې داعو دې پوره ودارئي بيا که دې توسې په زړينه کې دې چا په خلاف کيم شائي وي اغا باخش کئ تر څو دې توسې اسموني پلور هه دې توسې ګونائينه وباخشي. ۲۶[خو که چيرې توس نور خالک ونه باخشئ، بيا و دې توسې اسموني پلور هه دې توسې ګونائينه نکو باخش.]“
دې عيسیٰ دې اختيار په حق کې پشتنه
(متي ۲۱:۲۳-۲۷ او لوقا ۲۰:۱-۸)
۲۷اغا يورې بيا يروشلم ته روغلل. کله چې عيسیٰ بيت المقدس کې ګرځيده، بيا مشرون امامون، دې شريعت عالمون او دې قوم مشرون ورته روغلل ۲۸او دې يغ نه يې پشتنه وکړله، ”ته څه حق لرې چې دا کورينه کې؟ چا توته دا اختيار دير کړائي دائي چې دا کورينه وکې؟“ ۲۹عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”زه هه دې توسې نه يوه پشتنه کمه او که توسې ځاوب روکه بيا و زه هه درته ويايمه چې زه په کيم اختيار سره دا کورينه کمه. ۳۰دې يحيیٰ دې بپتسمې ويرکاول دې خدائ دې طاراپ نه وي که دې انسان دې طاراپ نه؟ ځاوب روکئ.“
۳۱يغې په خپل ميانځ کې سره باحث وکه او ويل يې، ”که چيرې ويائي چې دې خدائ دې طاراپ نه وه، بيا و اغا ويائي چې بيا توسې ويلې په يغ بندې ايمون نه رواړ؟ ۳۲خو که ويائي چې دې انسان دې طاراپ نه وه، نو بيا و څه وشي؟“(دئ دې خالکې نه ډاريدل، ځکه چې ټولې خالکې يحيیٰ پيغمبر ګوڼه.) ۳۳بيا يغې عيسیٰ ته په ځاوب کې وويل، ”ميژ نه پئيژي.“عيسیٰ ورته وويل، ”بيا زه هه توس ته نه يايمه چې په کيم اختيار دا کورينه کمه.“