شپيژام ساباق
دې ناصرې خالک عيسیٰ نه ماني
(متي ۱۳:۵۳-۵۸ او لوقا ۴:۱۶-۳۰)
۱عيسیٰ دې يغ ځوئي نه راون شه او دې خپلې شاګردونې سره په څټ خپل شار ته روغائي. ۲دې سبت په وريځ عيسیٰ په عبادتخانه کې په تعليم ويرکاول شيري وکړله او ډيرې خالکې چې دې يغ تعليم وورويده بيا حيرون شول او پشتنه يې وکړه، ”دغ ساړي دا خبرې چيرته زده کړيې دي؟ دا کيم رانګ حکمت دائي چې يغ ته وير کړائي شوائي دائي؟ اغا څرنګې دا معجزې وشائي؟ ۳دا اغا تراکوڼ، يعني دې مريم زيائي او دې يعقوب، يوسف، يهودا او شمعون ورور نه دائي؟ ايا دې يغ خوانديې دولته دې ميژ سره نه پنډيژي؟“بيا يغې اغا قابيل نه که. ۴عيسیٰ يغې ته وويل، ”دې يوه پيغمبر په ار ځوئي کې عزت کيژي، خو په خپل وطن، خپل خپلون او خپلې کورانۍ کې يې نه کيژي.“ ۵بيا يغ ونه شول کړائي چې وولته کيمه معجزه وشائي، خالي يې په څو بيمورون بندې خپل لوس کشياش او اغا يې شه کړل. ۶او عيسیٰ دې يغې په بې ايمونئ بندې حيرون شه.
عيسیٰ دولاس رسولون لاژي
(متي ۱۰:۵-۱۵ او لوقا ۹:۱-۶)
عيسیٰ کلي په کلي ګرځيده او خالکې ته يې تعليم ويرکاوه.
۷يغ خپل دولاس شاګردون روغوشتل او اغا يې دوه دوه کاسون ولاژل او اغا ته يې دې پيريونې ياستلې اختيار ويرکه ۸او حکم يې ورته وکه، ”دې سفر دې پوره دې ټنډئي نه اسې ايڅ شائي دې ځون سره مه ووخلئ، نه ماړئي، نه پانډيکائي او نه پائسې. ۹توس کړلائي شئ چې څاپلئ په پشې کئ، خو زيوتائي جومې مه درسره ووخلئ.“ ۱۰دا يې هه ورته وويل، ”کله چې توس کيم کير ته نناوځئ بيا دې يغې پره چې دې اغا شار نه څئ، وولته پوتې شئ. ۱۱او که چيرې په کيم ځي کې خالک توسې قابيل نه کو او يا دې توسې خبرې ته غوژ نه ونسي، بيا دې يغ ځي نه لوړ شئ او دې خپلې پشې خورې وڅانډئي چې دې يغې په خلاف شائدي شي.“ ۱۲بيا شاګردون يې لوړل او خالک ته يې نصيات که چې توبه وکوژي. ۱۳يغې ډير پيريون وياستل او دې ډيرې بيمورونې سرينه يې دې زيتونې په تيل غوړ کړل او اغا يې شه کړل.
دې بپتسمه ويرکاوينکي يحيیٰ مارګ
(متي ۱۴:۱-۱۲ او لوقا ۹:۷-۹)
۱۴دې دغې کورينې نه هيروديس بادشا خبر شه، ځکه چې دې عيسیٰ نوم په ار ځي کې مشهور شوائي و، ځنې خالکې ويل، ”بپتسمه ويرکاوينکائي يحيیٰ بيا روژواندائي شوائي دائي، بيا دې دغې واجې نه اغا دا طاقات لري چې معجزې وشائي.“ ۱۵نورې وويل، ”اغا الياس نبي دائي.“او ځنې و ويل، ”دا دې وختينئ پيغمبرونې په رانګ يو پيغمبر دائي.“ ۱۶خو کله چې هيروديس دې عيسیٰ دې دغې کورينې نه خبر شه، بيا ويې ويل، ”دا اغا يحيیٰ دائي چې مو يې سار پريکړائي و او ويس په څټ روژواندائي شوائي دائي.“ ۱۷ځکه چې هيروديس په خپله امر کړائي و چې يحيیٰ دا ونيول شي، اغا دا وتاړل شي او په زندان کې دا وچاول شي. هيروديس دا کور دې هيروديا په خاطر کړائي و. هيروديا دې هيروديس دې ورور فيليپوس شځه وه، خو هيروديس ورسره ورو کړيې وه. ۱۸يحيیٰ و هيروديس ته ويل، ”تو ته راو نه دو چې دې خپل ورور دې شځې سره ورو وکې.“ ۱۹بيا دې هيروديا په زړه کې دې يحيیٰ سره کين پيدو شه او غوشتل يې چې اغا وويژني، خو يغې دا کور نه شه کړائي، ۲۰ځکه چې هيروديس دې يحيیٰ نه ډاريده. اغا پوئي و چې يحيیٰ نيک او پوک ساړائي دائي بيا دې يغ سوتنه و يې کړله. چې کله و يغ دې يحيیٰ خبرې ارويدې بيا ډير و بې ارامه کيده، خو بيا و يې هه ډير په شاوق دې يغ خبرې ته غوژ نيوه.
۲۱په اخر کې هيروديا يوه مناسبه موقع مينده کړه. هيروديس دې خپلې زيژيدنې دې کوليزې لمونځلې په خاطر يوه ولماستيه جوړه کړه او په اغا کې يې خپل چګ مامورون، عسکر قوماندانون او دې جليل مخور خالک روباللي وي. ۲۲په داغا وخت کې دې هيروديا لير دې ننا روغله او وګډيدله او هيروديس او دې يغ ولمونه يې دامره خواشول کړل چې بادشا يغې جلکئ ته وويل، ”ار څه چې غوړې ويې غوړه، زه و يې ديرکمه.“ ۲۳او دې يغ سره يې قاسام وخوړ، ”ار څه چې دې مونه وغوړې زه و يې ديرکمه، داغا پوره چې خپله نيمه بدشائي هه.“ ۲۴اغا جلکئ دې ورچانې وواتله او دې خپلې مور نه پشتنه وکړله، ”زه څه ځنې وغوړمه؟“مور يې ځاوب ويرکه، ”دې بپتسمه ويرکاوينکي يحيیٰ سار.“ ۲۵جلکئ په بيړه په څټ بادشا ته لوړه او دې يغ نه يې غوشتنه وکړله، ”زه دې تونه غوړمه چې دا ويس دې بپتسمه ويرکاوينکي يحيیٰ سار په تول کې راسکې.“ ۲۶بادشا ډير زيوت غمجن شه، خو دې خپل قاسام په خاطر چې دې خپلې ولمانې په مخکې يې خواړلائي و نه غوشتل چې دې اغي سره خپل قاسام موت کو. ۲۷بيا بادشا په مخ جلاد ولوژه او حکم يې ورته وکه چې دې يحيیٰ سار روري. جلاد لوړ شه او په زندان کې يې دې يحيیٰ سار پرې که ۲۸او اغا يې په تولئ کې رواړ او اغا جلکئ ته يې ويرکه او يغې خپلې مور ته ويرکه. ۲۹کله چې دې يحيیٰ شاګردون دې دغې نه خبر شول بيا اغا روغلل او دې يغ مړائي يواړ او په قبر کې يې شاخ که.
عيسیٰ پينځه زره ساړيون ته خواروک ويرکاوي
(متي ۱۴:۱۳-۲۱ او لوقا ۹:۱۰-۱۷ او يوحنا ۶:۱-۱۴)
۳۰رسولون په څټ عيسیٰ ته روغلل او ار څه چې يغې کړي وي او کيم تعليم يې چې وير کړائي و اغا يې ځنې خبر که. ۳۱دامره ډير خالک ته او روته چې عيسیٰ او شاګردونې يې دامره وخت نه که مينده چې ماړئي وخوري، بيا عيسیٰ يغې ته وويل، ”روڅئ چې يو داسې ځي ته لوړ شي چې وولته ګوشي پنډ شي او لژ ارام وکي.“ ۳۲بيا اغا په کشتئ کې يو ګوشي ځوئي ته لوړل. ۳۳خو ډيرې خالکې اغا وليدل چې راون وي او اغا يې وپيژاندل او خالکې دې ټولې شارينه نه په پشې بندې اغا ځوئي ته ويرمنډه کړل او په دئ نه مخته وولته وراسيدل. ۳۴کله چې عيسیٰ دې کشتئ نه کيز شه او دې خالکې يې يوه ستره ګاڼه ګيڼه وليدله بيا يې زړه په وسيو، ځکه چې اغا دې بې شپونه پسونې غوندې وي. بيا يې يغې ته دې ډيرې شايونې په حق کې تعليم شيري که. ۳۵کله چې لماشوم شه بيا يې شاګردون ورته روغلل او ورته ويې ويل، ”دا ځوئي دې داشتې په رانګ دائي او نواخت شوائي دائي. ۳۶خالک ريخصات که چې خو او شو کلي او بونډې ته لوړ شي او ځانينه ته دې خواړلې دې پوره څه وخلي.“
۳۷خو عيسیٰ وويل، ”توس خپل يغې ته څه ويرکئ چې ويې خوري.“يغې ورته وويل، ”ايا ميژ لوړ شي او دئ ته دې سپينې زارې په دوه ساوه سيکې ماړئي وخلي او وير يې کي چې ويې خوري؟“ ۳۸عيسیٰ دې يغې نه پشتنه وکړه، ”دې توسې سره څومره ماړئي دو؟ لوړ شئ او ويې کسئ.“کله چې يغې وليدل بيا يغ ته يې وويل، ”دې ميژ سره پينځه ماړئي دي او دوا کابون.“ ۳۹بيا عيسیٰ خپلې شاګردونې ته حکم وکه چې خالک په ډالې ډالې کې په شنه ووشه کشيناوئي. ۴۰بيا خالک په قاطورينه کې ډالې ډالې کشينوستل او په ارا ډاله کې سل سل او پنځوس پنځوس کاسون وي. ۴۱بيا عيسیٰ اغا پينځه ماړئي او دوا کابون روخاستل، اسمون ته يې وکاتل، دې خدائ شکر يې ويوسته او ماړئي يې موتې کړې. اغا يې شاګردونې ته ويرکړلې چې په خالک کې يې وويشي. يغ هه اغا رانګ اغا دوه کابون په خالک کې تقسيم کړل. ۴۲يغې ټولې وخواړله او موړه شول. ۴۳شاګردونې دې پوتې شويي ماړئي او کابونې نه دولاس ټوکرئي ډاکې کړې. ۴۴کيمې خالکې چې ماړئي خواړلې وه شمير يې پينځه زره ساړيون ته راسيده.
عيسیٰ په يبه دې پوسه ګرځي
(متي ۱۴:۲۲-۳۳ او يوحنا ۶:۱۵-۲۱)
۴۵بيا عيسیٰ خپل شاګردون مجبور کړل چې کشتئ ته وخيژي او په اغا نه مخکې دې داريوب بلې غوړې بيت صيدا ته لوړ شي. عيسیٰ وولته پوتې شه اې څو پره چې خالک ريخصات کو. ۴۶کله چې عيسیٰ دې يغې سره په مخه شه وکړه بيا په خپله غره ته وخوته چې داعو وکو. ۴۷کله چې لماشوم شه بيا دې شاګردونې کشتئ دې داريوب په ميانځ کې وه او عيسیٰ په وچه کې ګوشائي پوتې و. ۴۸عيسیٰ وليدل چې شاګردون يې ډيره په خوري کشتئ بيائي، ځکه چې بود ورته مخومخ و. ستر ګائيز چې ليا تياره وه عيسیٰ په يبه دې پوسه ګرځيده او شاګردونې ته ويراغائي. يغ غوشتل چې دې دئ په څانګ تير شي، ۴۹خو کله چې شاګردونې اغا وليده چې په يبه دې پوسه راون دائي بيا يې فکر وکه چې دا دې مړيې ارواخ دائي بيا يې سيرې وکړې، ۵۰ځکه چې يغې ټولې اغا وليده او ساخت وډاريدل. خو عيسیٰ په مخ دې يغې سره خبرې وکړلې او ويې ويل، ”زيړاور شئ، زه يمه، مه ډاريژئي.“ ۵۱بيا اغا دې يغې سره په کشتئ کې وخوته او بود ودريده او اغا ډير زيوت حيرون شول. ۵۲دې ځکه چې اغا دې خپل زړينې دې ساخت وولي په واجه دې ماړئي دې معجزې په معنی نه وي پوئي شوي.
عيسیٰ په جنيسارت کې بيمورون ته شفا ويرکاوي
(متي ۱۴:۳۴-۳۶)
۵۳اغا دې داريوب نه پورې شول، دې جنيسارت سيمې ته وراسيدل او کشتئ يې وولته وداروله. ۵۴کله چې اغا دې کشتئ نه کيز شول بيا خالکې عيسیٰ په مخ وپيژونده، ۵۵او اغا په منډه منډه خو او شو سيمې ته لوړل او چيرته و چې خالکې ويل چې عيسیٰ په اغا ځوئي کې دائي بيا و يغې ورته خپل بيمورون په کاټينه کې روړل. ۵۶عيسیٰ و چې ار کلي، شار او ميلې ته ته، بيا و خالکې ورته بازورينه ته خپل بيمورون وړل او ميناتينه و يې ورته کړل چې بيمورون ته دامره اجازات ويرکو چې لژ تر لژه دې ده پيڅه ته لوس ويري او ار چا و چې لوس ويراړ بيا و اغا شه کيده.