اوالينائي ساباق
۱دا دې خدائ دې زي عيسیٰ مسيح دې زري شيري دو. ۲اغا داسې شيري شه لکه څرنګې چې دې اشعيا نبي په کيتوب کې ليکلي شوي دي:
کسه، زه و خپل غړائي په تو نه دې مخکې ولاژمه
چې دې تو دې پوره ليار تايوره کو.
۳يو څوک سيرې وائي په داشته کې
”کئ تايوره دې تيشتن دې پوره ليار
ليار کئ سامه دې يغ دې پوره“
دې بپتسمه ويرکاونکي يحيیٰ تعليم
(متي ۳:۱-۱۲ او لوقا ۳:۱-۱۸ او يوحنا ۱:۱۹-۲۸)
۴بپتسمه ويرکاوينکائي يحيیٰ په داشته کې روجاوات شه او دا تعليم يې ويرکوو چې خالک دا دې خپلې ګونائينې دې باخشنې په خاطر توبه وکوژي او بپتسمه دا ووخلي. ۵دې ټولې يهوديې خالک او دې يروشلم ټول پنډيدينکي يحيیٰ ته روتلل. يغې و په خپلې ګونائينې اقرار که او دې اردن په سيند کې يې دې يغ په لوس بپتسمه ووخستله. ۶يحيیٰ و داسې جومې ووغستې چې دې ايش دې واړئي نه جوړې شويې وې او دې څارمنې کمرباند و يې په ملا بدلوو او ملخون او دې ځنګل ګيمنه و يې خواړل. ۷يغ اعلان که او ويلل و يې، ”په مونه دې ورستې چې څوک روراون دائي، اغا په مو نه ډير زيوت زوراور دائي، زه دې دغې لائق هه نه يمه چې ټيټ شمه او دې يغ دې څاپلئ ووشينه خلوص کمه. ۸زه توس ته په يبه بندې بپتسمه ديرکاومه خو اغا و درته په روح القدس بپتسمه ديرکو.“
دې عيسیٰ بپتسمه او دې يغ اوزميشت
(متي ۳:۱۳-۱۴، ۴:۱۱ او لوقا ۳:۲۱-۲۲، ۴:۱-۱۳)
۹داسې وشول چې په اغا وريځې کې عيسیٰ دې جليل دې صوبې دې ناصرت شار نه روغائي او دې اردن په سيند کې يې دې يحيیٰ په لوس بپتسمه ووخستله. ۱۰کله چې عيسیٰ دې يبې نه رو ووته بيا ويې ليدل چې اسمون بيځيه بژا شه او روح القدس دې کاوتارې په شکل کې په يغ بندې رو نازل شه ۱۱او دې اسمون نه يو اووز په روغائي چې ويل يې، ”ته دې مو ګرون زيائي يې، زه دې تو نه خواشول يمه.“ ۱۲په مخ روح القدس اغا داشته ته په تاګ بندې مجبور که. ۱۳اغا په داشته کې څالويشت وريځې و او شيطون دې يغ اوزميشت کوو. عيسیٰ په يغ ځوئي کې و چيرته چې ځنګلي ځناور وي او فرشتې دې يغ خذمات کوو.
عيسیٰ څالور کاب نيوينکي ته بالنه ويرکاوي
(متي ۴:۱۲-۲۲ او لوقا ۴:۱۴-۱۵، ۵:۱-۱۱)
۱۴کله چې يحيیٰ زندان ته وير ووچو شه بيا عيسیٰ جليل ته لوړ شه او وولته يې دې خدائ زرائي بيانوو ۱۵او ويل يې، ”ويس اغا وخت روراسيدلائي دائي او دې خدائ بدشائي رونژدې شويې دو. توبه وکوژئ او په زري بندې ايمون روورئي.“
۱۶کله چې عيسیٰ دې جليل دې داريوب په غوړه ګرځيده بيا شمعون او دې يغ ورور اندرياس يې وليدل. يغې په داريوب کې جال اچووه، دې ځکه چې اغا کابون نيوينکي وي. ۱۷عيسیٰ يغې ته وويل، ”په مو پسې روڅئ او زه و توس ته وشايمه چې څرنګې دې کابونې په ځوئي انسانون ونسئ.“ ۱۸يغې په مخ خپل جالينه پريشول او په يغ پسې راون شول. ۱۹کله چې عيسیٰ لژ مخته لوړ شه بيا يغ دې زبدي زيائي يعقوب او دې يغ ورور يوحنا وليدل چې په کشتئ کې نوست وي او خپل جالينه يې تايوره ول. ۲۰عيسیٰ په مخ اغا ته سيرې وير وکړې او يغې خپل پلور زبدي دې مزديرونې سره په کشتئ کې پرياش او په عيسیٰ پسې راون شول.
عيسیٰ دې يوه ساړي نه پيريون وبوسي
(لوقا ۴:۳۱-۳۷)
۲۱عيسیٰ او شاګردون يې کپرناحوم ته لوړل او کله چې دې سبت وريځ رووراسيدله بيا عيسیٰ عبادتخانې ته نناوته او وولته يې تعليم ويرکاول شيري کړل. ۲۲خالک دې عيسیٰ په تعليم حيرون شول، دې ځکه چې يغ دې شريعت دې عالمونې په رانګ نه بلکې په پيره اختيار سره يغې ته تعليم ويرکوو.
۲۳بيځيه په عبادتخانه کې يوه ساړي چې پيريونې نيولائي و، په چګ اووز يې سيرې ووالې: ۲۴”اې عيسیٰ ناصري، دې ميژ سره څه کور لرې؟ ته روغلائي يې چې ميژ تباه کې؟ زه دې پيژانمه چې ته څوک يې، ته دې خدائ سپيڅلئ يې.“ ۲۵عيسیٰ پيري ته په ساختي سره حکم وکه، ”غلائي شه او دې دغ ساړي نه رو ووځه.“ ۲۶پيري اغا ساړائي ساخت وتيلوو او په سيرې سيرې دې يغ نه ووته. ۲۷ټول خالک دامره حيرون شول چې دې يو دې بل نه يې پشتنې کړلې، ”دا څه دي؟ دا خو يو نوائي تعليم دائي. اغا خو په پيرا اختيار سره پيريون ته حکم کو او دئ يې ماني.“ ۲۸ډير زر اغا دې جليل په ټوله سيمه کې مشهور شه.
عيسیٰ ډير خالک ته شفا ويرکاوي
(متي ۸:۱۴-۱۷ او لوقا ۴:۳۸-۴۱)
۲۹بيا عيسیٰ دې عبادتخانې نه راون شه او دې يعقوب او دې يوحنا سره يو ځوئي دې شمعون او دې اندرياس کير ته لوړل. ۳۰دې شمعون خوشيې تبې نيوليې وه او په کاټ کې پروته وه. څرنګې چې عيسیٰ وولته وراسيده بيا يغې په مخ دې يغې په باره کې ورته وويل. ۳۱عيسیٰ ويراغائي، او اغا يې په لوس ونيوله او مراسته يې ورسره وکړه چې رو چګا شي. بيا اغا شځه تبې پرې شوله او دې يغې خذمات يې شيري که.
۳۲کله چې غورمه ټيټ شه او لماشوم شه، بيا خالکې خپل ټول بيمورون او اغا خالک چې پيريونې نيولي وي يغ ته رواستل. ۳۳دې شار ټول خالک دې يغ دې کير مخته رو غونډ شول. ۳۴عيسیٰ ډير بيمورون چې په رانګ رانګ بيمورئي وخته وي روغ کړل او ډير پيريون يې وياستل. عيسیٰ پيريون خبرې ته پرې نه شول، دې ځکه چې پيريون پئيدل چې اغا څوک دائي.
عيسیٰ په جليل کې تعليم ويرکاوي
(لوقا ۴:۴۲-۴۴)
۳۵ستر ګائيز چې ليا تياره وه، عيسیٰ دې خوب نه روچګ شه، دې کير نه ووته او يوه ګوشي ځوئي ته لوړ شه او وولته يې داعو کړله. ۳۶بيا شمعون او دې يغ ملګري لوړل چې اغا مينده کو، ۳۷او چې کله يې اغا پيدو که بيا ورته ويې ويل، ”ټول خالک تو غوړي.“ ۳۸عيسیٰ يغې ته وويل، ”روڅئ چې شو او خو کليې ته لوړ شي اې څو پره چې وولته هه خپل پيغام وراساومه، دې ځکه چې زه دې دغ کور دې پوره روغلائي يمه.“ ۳۹عيسیٰ په ټول جليل کې ګرځيده، دې يغې په عبادتخانې کې يې تبليغ که او پيريون يې ياستل.
عيسیٰ يوه جذومي ته شفا ويرکاوي
(متي ۸:۱-۴ او لوقا ۵:۱۲-۱۶)
۴۰يو ساړائي چې دې جذوم په بيمورئي وخته و، عيسیٰ ته روغائي، دې يغ په مخکې په ګينډې شه او مينات يې ورته وکه، ”که چيرې ته وغوړې بيا کړائي شې چې مو پوک او روغ کې.“ ۴۱دې عيسیٰ زړه په وسيو، خپل لوس يې وير ويژد که او په يغ بندې يې کشياش او ورته ويې ويل، ”اې، زه غوړمه، پوک او روغ شه.“ ۴۲بيا په مخ دې يغ نه دې جذوم بيموري لرې شوه او اغا پوک شه. ۴۳بيا عيسیٰ اغا زر ريخصات که او په کلا که يې پوئي که ۴۴او ورته ويې ويل، ”کسه، دې دغ په حق کې ايچا ته څه ونه يائې، خو لوړ شه او خپل ځون امام ته وير وشايه او کيمه قرباني چې موسیٰ يې حکم کړائي دائي وير مخته که، دې دغې دې پوره چې خالک ته ثابته شي چې ته پوک او روغ شوائي يې.“ ۴۵خو اغا ساړائي ووته او څه چې شوي وي ټول خالک يې په خبر کړل. دې داغا اماله عيسیٰ نور نشول کړلائي چې په جاواته کيم شار ته نناوځي، بلکې دې شار دې ورچانې په ګوشي ځائينه کې و پوتې کيده، خو بيا و هه خالک دې ار ځي نه ويرته روتلل.