څليرويشتام ساباق
دې عيسیٰ بيا روژواندي کيدل
(متي ۲۸: ۱ - ۱۰ او مرقوس ۱۶: ۱ - ۸ او يوحنا ۲۰: ۱ - ۱۰)
۱دې دوام په وريځ ګائيز واختي شځې اغا تايور کړې خوشبودارې ميسالې دې ځون سره وخاستلې او قبر ته لوړلې. ۲يغې وليدل چې تيژه دې قبر دې خولې نه روتيليدليې شوي وه. ۳کله چې دې ننه ويراغلې، بيا دې عيسیٰ مسيح مړائي يې وولته پيدو نه که. ۴اغا ليا حيرونې ويلوړې وې چې بيځيه دوه ساړي چې چړکاوينکيې جومې يې وغستيې وې دې يغې په خو کې ودريدل. ۵شځې وډورې شولې او يغې خپل سرينه ټيټ ونيول، بيا يغې ساړائي ورته وويل، ”توس ويلې ژواندي په مړې شې غوړئي؟ ۶اغا دولته نشته، اغا روژواندائي شوائي دائي. څه چې يغ درته په جليل کې ويلي وي، اغا دير په يود کئ، ۷چې دې انسان زيائي بايد ګونانګورونې ته په لوس ويرکړل شي، په صليب و لاک کړائي شي او په درمه وريځ و بيا روژواندائي شي.“ ۸بيا اغا شځې ته دې عيسیٰ خبرې وير په يود شوې. ۹کله چې اغا په څټ دې قبر نه روغلې، بيا يوولاس رسولون او نور ټول يې دې دغې پيشې نه خبر کړل. ۱۰دا شځې مريم مجدليه، يونا او دې يعقوب مور مريم وې او نورې شځې هه چې دې يغې سره وې، رسولونې ته دا خبرې وکړې. ۱۱خو دې يغې خبرې رسولونې ته بې معنی شکاره شوې او په اغا يې يقين ونه که. ۱۲خو پطروس روچګ شه او دې قبر خوته يې منډه کړه. کله چې ويرټيټ شه او دې ننه يې وکاتل، بيا دې کفن نه وره يې ايڅ هه ونه ليدل. بيا په دا شويې پيشې حيرون شه او خپل کير ته لوړ شه.
دې عماوس په ليار کې دې عيسیٰ ليدل
(مرقوس ۱۶: ۱۲ - ۱۳)
۱۳په اغا وريځ دې عيسیٰ دې ليارتلينکيې نه دوه کاسون دې عماوس په نوم يوه کلي ته چې دې يروشلم نه يوولاس کيلوميټره لرې دائي راون وي. ۱۴يغې دې يوه بل سره دې دغې ټولې پيشې په حق کې خبرې کړلې. ۱۵يغې ليا يوه دې بل سره خبرې او باحث که چې په خپله عيسیٰ روغائي او دې يغې سره يوځوئي شه. ۱۶دئ عيسیٰ وليد، خو دې دئ سترګې داسې شوې لکه چې وتړلې شي او اغا يې ونه پيژونده. ۱۷عيسیٰ اغا ته وويل، ”توس په ليار کې دې څه شي په حق کې يو دې بل سره باحث که؟“ اغا ودريدل او غمجن شکاره کيدل. ۱۸په دئ کې يو کاس چې کليوپاس نوميده دې يغ نه پشتنه وکړه، ”ايا ته په يروشلم کې ګوشائي ميسوفر يې چې دې دغې نه خبر نه يې چې په تيرې څو وريځې کې وولته څه پيش شوي دي؟“ ۱۹عيسیٰ پشتنه وکړه، ”څه شوي دي؟“ يغې ځاوب ويرکه، ”اغا څه چې دې عيسیٰ ناصري سره وشول. اغا دې خدائ او ټولې خالکې په نَظير کې په وينو او عمل دواسره کې يو زوراور پيغمبر و. ۲۰خو دې ميژ مشرونې امامونې او واکمنونې اغا پيلاتوس ته وسپوره چې دې مارګ سازو ورته ويرکړل شي او اغا يې په صليب لاک که. ۲۱ميژ ايله لارله چې هه دا ساړائي و اسرائيلې ته خلوصين ويرکاوي. خو نن درمه وريځ دو چې دا کور شوائي دائي. ۲۲په دا دې پوسه، دې ميژ دې ډالې څو شځې ميژ حيرون کړي. اغا نن ګائيز واختي دې يغ قبر ته تلليې وې، ۲۳خو دې يغ مړائي يې پيدو نه که. اغا په څټ روغلې او ويل يې چې په رويا کې يې فرشتې وليدلې چې دئ ته يې ويل چې اغا ژواندائي دائي. ۲۴بيا دې ميژ يو څو کاسون قبر ته لوړل او څه چې يغې شځې ويلي وي اغا يې وليدل، خو عيسیٰ يې ونه ليده.“
۲۵عيسیٰ يغې ته وويل، ”توس څومره ناپوئي يئ او دې پيغمبرونې دې وينو په منلې کې زړه نا زړه يئ. ۲۶ايا دا ضروري نه وه چې مسيح دا کړاوينه وويني او بيا دا خپل جلال ته وراسيژي؟“ ۲۷بيا عيسیٰ دې موسیٰ دې تورات نه وخله دې ټولې پيغمبرونې تر ليکنې پره چې دې خدائ په کلام کې خپله دې يغ په حق کې ليکل شوي وي، اغا ته بيان کړل.
۲۸کله چې دئ اغا کلي ته ويرنژدې شول چې ورته راون وي، بيا عيسیٰ داسې وکړل چې کنه اغا نور هه مخکې څي. ۲۹خو يغې ټينګور وکه او ويې ويل، ”دې ميژ سره پوتې شه، دې ځکه چې وريځ په تيرېدو دو او لماشوم نژدې دائي.“ بيا عيسیٰ کير ته نناوت چې دې يغې سره پوتې شي. ۳۰کله چې عيسیٰ دې يغې سره دسترخوان ته کشينوست بيا ماړئي يې روخاستله، شکر يې په ويوست، موته يې کړه او اغا ته يې ويرکړه. ۳۱بيځيه دې يغې سترګې وغړيدلې او عيسیٰ يې وپيژونده، خو اغا دې يغې دې نَظير نه پناه شه. ۳۲يغې يوه بل ته وويل، ”کله چې په ليار کې اغا دې ميژ سره خبرې کړلې او دې خدائ کلام يې روته بيانوه، ايا دې ميژ زړينه په جوش رونغلل؟“
۳۳اغا په مخ روچګ شول او په څټ يروشلم ته لوړل. وولته يې وليدل چې يوولاس رسولون او نور خالک سره روټول شوي وي ۳۴او ويل يې چې عيسیٰ په رشتيا روژواندائي شوائي او شمعون ته شکاره شوائي دائي. ۳۵بيا په ليار کې چې څه شوي وي يغې دوې سارې شاګردونې اغا ته بيان کړل او ورته ويې ويل چې څرنګې يې عيسیٰ دې ماړئي موتاولې په وخت کې وپيژونده.
عيسیٰ خپل شاګردون ته ځون شکاره کاوي
(مرقوس ۱۶: ۱۴ - ۱۸ او يوحنا ۲۰: ۱۹ - ۲۳ او د رسولانو عملونه ۱: ۶ - ۸)
۳۶يغې ليا دې دغې پيشې په حق کې خبرې کړلې چې بيځيه عيسیٰ دې يغې په ميانځ کې ودريده او اغا ته يې وويل، ”په توس دا سالومتي وي.“ ۳۷اغا ورخاطو شول او ساخت وډاريدل، دې ځکه ګمون يې که چې دې مړي ارواخ ويني. ۳۸خو عيسیٰ اغا ته وويل، ”ويلې دامره ورخاطو يئ؟ دې توسې په زړينه کې ويلې داسې شکينه پيدو کيژي؟ ۳۹دې مو لوسينه او پشې ته وکسئ او وکسئ چې دا زه په خپله يمه. په مو لوس کشيژدئي بيا و پوئي شئ، دې ځکه چې ارواخ غوشه او اډيکيې نه لري او لکه څرنګې چې توس يې وينئ، زه يې لارمه.“ ۴۰کله چې يغ دا وويل، بيا خپل لوسينه او پشې يې اغا ته وشول. ۴۱اغا دې ډيرې خواشولئ او حيرونتيي دې اماله نه شول کړائي چې بيا هه په دا يقين وکو، بيا عيسیٰ دې يغې نه پشتنه وکړه، ”ايا دې توسې سره دولته دې خواړلې دې پوره څه شته؟“ ۴۲يغې ورته يوه ټوټه کباب شوائي کاب ويرکه، ۴۳بيا اغا يې وخاست او دې يغې په مخکې يې وخوړ.
۴۴بيا عيسیٰ اغا ته وويل، ”دا دې مو اغا خبرې دي چې کله زه دې توسې سره ومه او توس ته و مې ويل چې اغا څه چې دې موسیٰ په تورات، دې پيغمبرونې په ليکنې او دې زبور په کيتوب کې دې مو په حق کې ليکل شوي دي، بايد رشتيا شي.“ ۴۵بيا يې دې يغې ذهنينه روشانه کړل، ترڅو دې خدائ په کلام پوئي شي ۴۶او اغا ته يې وويل، ”په دغ رانګ ليکل شوي دي چې مسيح بايد کړاوينه وويني او مړ شي او په درمه وريځ و بيا روژواندائي شي، ۴۷او دې يغ په نوم و ټول قومينه ته دا پيغام وراساول شي چې توبه وبوسي او خدائ و يې ګونائينه وباخشي او شيري و يې دې يروشلم نه وي. ۴۸توس دې دغ ټولې شايونې شائدون يئ. ۴۹او کسئ، اغا څوک چې دې مو پلور يې وعده کړيې دو، ديرلژمه. خو بايد تر يغې پره په دا شار کې پوتې شئ، ترڅو په توس بندې اسموني طاقات نازل شي.“
اسمون ته دې عيسیٰ خاتل
(مرقوس ۱۶: ۱۹ - ۲۰ او د رسولانو عملونه ۱: ۹ - ۱۱)
۵۰بيا عيسیٰ اغا دې شار نه دې ورچانې تر بيت عنيا پره بوتلل، خپل لوسينه يې پورته کړل او اغا ته يې براکات ويرکه ۵۱او په داسې حال کې چې اغا ته يې براکات ويرکوه دې يغې نه ګوشائي شه او اسمون ته پورته يواړ شه. ۵۲يغې ورته سجده وکړه او په ډيره خواشولي سره په څټ يروشلم ته روګوډ شول. ۵۳يغې خپل ټول وخت په بيت المقدس کې خدائ ته په ثنا ويلې تير که.