پينځلاسام ساباق
دې ورک شوي پسه مثال
(متي ۱۸: ۱۲ - ۱۴)
۱په دا وخت کې ډير ټيکس ټولاوينکي او ګونانګورون عيسیٰ ته ويرنژدې شول چې دې يغ خبرې وروي. ۲خو فريسيونې او دې شريعت عالمونې په خپله کې په ګڼولې شيري وکړه او ويل يې، ”دا ساړائي دې ګونانګورونې سره نوسته ويلوړه کو او حتي دې يغې سره يو ځوئي ماړئي خوري.“ ۳بيا عيسیٰ اغا ته دا مثال رواړ: ۴”که چيرې په توس کې څوک سل پسون ولري او يو پسه ځنې ورک شي، بيا اغا و څه کو؟ ايا اغا و اغا نهه اتيالاس پسون په داشته کي پرې نژدي او په اغا ورک پسه پسې و لوړ نه شي، ترڅو اغا پيدو کو؟ ۵کله چې اغا روپيدو کو، بيا په خواشولئ سره و يې خپلې ايژې ته پورته کو. ۶او کله چې کير ته روشي، خپل ټول ملګري او ګاونډيون و سره روټول کو او اغا ته و ويائي: ’دې مو سره په دا خواشولئ کې شريک شئ، دې ځکه چې خپل ورک شوائي پسه مې مينده که.‘ ۷زه توس ته يايمه چې په دغ رانګ کله چې يو ګونانګور توبه وبوسي، بيا په جنت کې و دې يغ دې پوره دې نهه اتيالاس نيکونې په نسبت چې توبې ته اړتيا نه لري، ډيره خواشولي وي.
دې ورکې شويې سيکې مثال
۸ليا فرض کئ دې يوې شځې سره دې سپينې زارې لاس سيکې وي او يوه ځنې ورکه شي. ايا اغا و څروغ بال نه کو، خپل کير و ريبز نه کو او ټول ځائينه و ونه غوړي، ترڅو اغا روپيدو کو؟ ۹کله چې اغا روپيدو کو، بيا خپل ملګري او ګاونډيون و سره روټول کو او اغا ته و ويائي: ’دې مو سره خواشولي وکئ، دې ځکه چې مو خپله ورکه شويې سيکه روپيدو کړه.‘ ۱۰په دغ رانګ زه توس ته يايمه کله چې يو ګونانګور توبه وبوسي، بيا دې خدائ فرشتې و دې يغ دې پوره خواشولي کو.“
دې ورک شوي زي مثال
۱۱بيا عيسیٰ وويل، ”يوه ساړي دوه زامن لارل. ۱۲کشر زي يې خپل پلور ته وويل: ’پلوره! موته مې خپله برخه جايداد روکه.‘ بيا يغ ساړي خپل جايداد دې خپلې دوې ساري زامنې ترميانځ وويشه. ۱۳څو وريځې دې ورستې کشر زي خپله برخه جايداد خارڅ که او پائسې يې وخاستلې او يوه لرې وطن ته لوړ شه او خپلې پائسې يې وولته په عياشئ کې بيځيه باربودې کړې. ۱۴کله چې يغ خپل ار څه ولګاول، په يغ وطن کې ساخته قحطي روغله او اغا محتاج شه. ۱۵بيا اغا لوړ شه او دې يغ وطن دې يو ساړي سره نيکار شه او يغ ساړي اغا خپل پاټيون ته ولاژه چې خنزيرون وسوتي. ۱۶اغا په دغ ارمون و چې خپله ګډه په اغا خوړه بندې ماړه کو چې خنزيرونې و خواړل، خو ايچا يغ ته څه نه ويرکاول. ۱۷په اخير کې دې يغ عقل سار ته روغائي او ويې ويل: ’دې مو دې پلور مزديرون دامره زيوت خوړه لري چې ځنې پوتې کيژې او زه دولته دې لوژې دې لوسه مړ کيژمه. ۱۸زه و چګ شمه او خپل پلور ته و ويرشمه او ورته و وه يايمه چې پلوره! مو دې خدائ او دې تو په مخکې ګناه کړائي دائي. ۱۹زه نور دې دغې وړ نه يمه چې ته روته خپل زيائي ويايې. مو هه يو دې خپلې مزديرونې نه وشميره.‘ ۲۰بيا اغا چګ شه او دې خپل پلور کير ته راون شه. اغا ليا کير ته نه و راسيدلئ چې پلور يې اغا دې لرې نه وليده، زړه يې په وسيو او په منډه منډه دې خپل زي خوته ويراغائي. اغا يې په غيژ کې ونيو او کوشال يې که. ۲۱زي يې وويل: ’پلوره! مو دې خدائ او دې تو په مخکې ګناه کړائي دائي. زه نور دې دغې وړ نه يمه چې دې تو زيائي وګاڼل شمه.‘ ۲۲خو پلور يې خپل نيکارون ته وويل: ’زر شئ. په ټول نه شه چوغه رورئي او يغ ته يې وغوندئي. ګوتيې وير په لوس کئ او څاپلئ وير په پشې کئ. ۲۳يو مزائې خسائي روالئ او الول يې کئ او روڅئ ميله جوړه کي او خواشولي وکي. ۲۴دې ځکه چې دې مو زيائي مړ شوائي و او په څټ روژواندائي شوائي دائي. اغا ورک شوائي و، خو ويس پيدو شوائي دائي.‘ بيا يغې جشن شيري که.
۲۵خو دې يغ مشر زيائي په دا وخت کې په پاټي کې و. کله چې روغائي او کير ته نژدې شه بيا دې سوز او ګاډو اووز يې ورويده. ۲۶بيا يو نيکار يې روغوشت او پشتنه يې ځنې وکړه: ’دا څه دي؟‘ ۲۷نيکار ځاوب ويرکه: ’دې تو ورور روغلئ دائي او پلور دې يو مزائې خسائي الول کړائي دائي، دې ځکه چې اغا روغ راميټ په څټ روغلئ دائي.‘ ۲۸خو مشر ورور يې دامره په قهر شه چې نه يې غوشتل کير ته نناوځي. پلور يې دې ورچانې رووته او اغا ته يې زوري وکړه چې کير ته نناوځي. ۲۹خو يغ خپل پلور ته په ځاوب کې وويل: ’کسه، کولينه کولينه شي چې مو لکه دې غلام په رانګ دې تو خيذمات کړائي دائي او ايڅکله مې دې تو دې امر نه سار غړاونه نه دو کړيې. خو موته دې يو سيرلائي هه نه دائي روکړائي چې خپل ملګري ته مې ولماستيه ويرکړيې وائي. ۳۰خو دغ زي دې خپل ټول جايداد په فاخشې بندې باربود که او کله چې په څټ کير ته روغائي بيا تو ورته مزائې خسائي الول که.‘ ۳۱پلور يې ورته وويل: ’دې مو زامنه! ته ار وخت دې مو سره يې او زه چې ار څه لارمه اغا دې تو دي. ۳۲خو ويس بايد جشن ونسي او خواشولي وکي، دې ځکه چې دې تو ورور مړ شوائي و، خو ويس په څټ روژواندائي شوائي دائي، اغا ورک شوائي و، خو ويس پيدو شوائي دائي.‘“