دولاسام ساباق

 

دې منافقات په خلاف خبردارائي

(متي ۱۰‏: ۲۶ ‏- ۲۷)

۱په دا وخت کې په زرينه خالک روټول شول، او دامره زيوت وي چې يو بل يې تر پشې لوندې کاول، بيا عيسیٰ اوال خپل شاګردونې ته خبرې شيري کړې، ”دې فريسيونې دې خميرې يعني دې يغې دې منافقات نه ځونينه سوتئ. ۲داسې پټ شائي نشته چې شکاره و نه شي او نه داسې پټ راز شته چې جاوات و نه شي. ۳بيا ار څه چې توسې په تياره کې ويلي اغا و په رڼو وريځ ورويدل شي او ار څه چې توسې دې باند دروزې څټ ته يو بل ته په غوژ کې پټ پټ ويلي دي اغا و دې چاتې نه په چګ اووز ورويدل شي.

 

دې چا نه بايد وډاريژي

(متي ۱۰‏: ۲۸ ‏- ۳۱)

۴اې دې مو ملګريې! زه توس ته يايمه دې يغې خالکې نه مه ډاريژئي چې سيرات ويژني او په اغا نه دې ورستې نور ايڅ نه شي کړائي. ۵خو زه توس خبراومه چې دې چا نه وډاريژئي. دې يغ چا نه وډاريژئي چې په ويژنل نه دې ورستې دا واک او اختيار لري چې توس په ديژاخ کې وچاوي. اې، زه توس ته يايمه چې بايد دې يغ نه وډور شئ. ۶ايا پينځه چرچڼې په دوې ريپئ نه خارڅيژي؟ خو بيا هه په دئ کې يوه هه خدائ نه ويراوي. ۷تر دغې پره چې دې توسې دې سار ويشته هه شميرل شوي دي. بيا ايڅ مه ډاريژئي، توس دې بې شميره چرچڼې نه زيوت قيمت لرئي.“

 

دې خالکې په مخ کې دې مسيح په حق کې اقرار کړل

(متي ۱۰‏: ۳۲ ‏- ۳۳، ۱۲‏: ۳۲، ۱۰‏: ۱۹ ‏- ۲۰)

۸عيسیٰ زيوته کړه، ”زه توس ته يايمه ار څوک چې دې خالکې په مخکې دا اقرار وکو چې اغا دې مو دې ليارتلينکيې نه دائي، بيا دې انسان زيائي و هه دې خدائ دې فرشتې په مخکې اقرار وکو چې اغا دې مو دې ليارتلينکيې نه دائي. ۹خو ار څوک چې دې خالکې په مخکې دې مو نه انکار وکو بيا دې انسان زيائي و هه دې خدائ دې فرشتې په مخکې دې يغ نه انکار وکو. ۱۰ارڅوک چې دې انسان دې زي په خلاف کيمه خبره وکو بيا اغا و باخش شي، خو که څوک دې روح القدس په خلاف کفر ويايي اغا و نه شي باخش. ۱۱کله چې اغا توس دې محکمې دې پوره عبادتخانې ليا واليونې ليا واکمنونې ته روالي، بيا په دا حق کې انديشنه مه کئ چې دې خپل ځون نه و څرنګې دفاع کئ ليا څه و يايئ. ۱۲دې ځکه چې په اغا ساعت و روح القدس توس ته وشائي چې څه بايد ويايئ.“

 

دې يوه کم عقل مالدار مثال

۱۳دې ګاڼې ګيڼې دې ميانځ نه يوه ساړي عيسیٰ ته وويل، ”ايستوذه! دې مو ورور ته ويايه چې دې ميژ دې پلور ميروث دې مو سره وويشي.“ ۱۴عيسیٰ يغ ته ځاوب ويرکه، ”اې وروره! زه چا دې توسې په ميانځ کې قاضي ټاکلئ يمه چې دې توسې ميروث وويشمه؟“ ۱۵بيا يې خالک ته وويل، ”پام کئ او خپل ځونينه دې ار رانګ حرص نه وسوتئ، دې ځکه چې دې انسان ژوند په دا نه جوړيژي چې اغا دا ډيره مالداري ولري.“

۱۶بيا عيسیٰ اغا ته دا مثال رواړ، ”يو مالدار ساړائي و چې منځکه يې لارله او يغې منځکې شه حاصل ويرکه. ۱۷يغ دې خپل ځون سره فکر وکه او ويې ويل: ’څه وکمه؟ دې مو سره دامره ځوئي نشته چې خپلې دې غلې دونې په کې وسوتمه.‘ ۱۸بيا يغ وويل: ’ويس پوئي شومه چې څه وکمه. زه و خپل ګودامينه ړانګ کمه او دې يغ نه و ستر ستر ګودامينه جوړ کمه او خپلې دې غلې دونې او نور شايون و په کې ذخيره کمه. ۱۹بيا و خپل ځون ته ويايمه: اې بختاوره انسانه! تو ډير زيوت شه شه شايون روټول کړي دي چې دې ډيرې کولينې دې پوره دې باس دي. ويس په ارام ژوند تيروه، خوره، تشه او خواشول ګرځه.‘ ۲۰خو خدائ اغا ته وويل: ’اې کم عقله! هه دا نن شپه و دې سياه ووځي، بيا دا ټول شايون چې تو دې خپل ځون دې پوره سوتلي دي اغا و دې چا شي؟‘ ۲۱داسې و دې يغې خالکې سره کيژي چې دې ځونينې دې پوره مالدارئي روټوله وي خو دې خدائ په نَظير کې و غريب وي.“

 

په خدائ توکل کړل

(متي ۶‏: ۲۵ ‏- ۳۴)

۲۲بيا عيسیٰ خپل شاګردونې ته وويل، ”بيا توس ته يايمه چې دې خپل ژوند په حق کې دا انديشنه مه کئ چې څه شائي و خورئي او هه دې خپل سيرات په خاطر چې څه و وغوندئي. ۲۳دې ځکه چې ژوند دې خواروک نه او سيرات دې جومې نه ډير مهم دائي. ۲۴کارغون ته وکسئ، اغا نه څه کري او نه څه ريبي، نه دې سوتلې دې پوره ځايون لري او نه ګودامينه، خو خدائ ورته روزي رساوي. توس په مرغون نه ډير زيوت ارزشت لرئي. ۲۵ايا په توس کې څوک کړائي شي چې په انديشنې سره دې خپل عمر يو ساعت هه زيوت کو؟ ۲۶بيا که چيرې توسې يو داسې واړيکائي کور نه شئ کړائي، بيا ويلې دې نورې شايونې په حق کې انديشنه کئ؟ ۲۷ځنګلي ګولينه ته وکسئ چې څرنګې ستريژي. اغا نه چار کو او نه دې ځونينې دې پوره جومې جوړه وي. خو توس ته يايمه چې حتي سليمان بادشا هه دې خپل ټول شان او شوکت سره دې دغې ګولينې په رانګ کوشلائي او سينګار شوائي نه و. ۲۸که چيرې خدائ دې صحرا ووشه ته چې نن دولته دائي او سابو ته و په تانور کې سويځل کيژي داسې کوشلا ويرکاوي، بيا اغا و توس ته په اغا نه کوشليې جومې نه کو دير؟ دې توسې ايمون ويلې دامره کمزورائي دائي! ۲۹بيا انديشنه مه کئ چې توس و څه خورئي او څه و تشئ. ۳۰دې ځکه چې دې دغې دنيو خالک دې دغې شايونې په حق کې انديشنه کو. خو دې توسې اسموني پلور پئيژي چې توس دا شايون ته اجات لرئي. ۳۱دې دغې په ځوئي توس دې خدائ دې بدشائي په غوشتنه کې شئ بيا اغا و توس ته دا شايون هه ديرکو.“

 

اسموني مالداري

(متي ۶‏: ۱۹ ‏- ۲۱)

۳۲”اې دې شاګردونې واړيکيې ډالې! مه ډاريژئي، دې ځکه چې دې توسې دې اسموني پلور دا خواشه دو چې توس ته بدشائي ديرکو. ۳۳ار څه چې لرئي اغا خارڅ کئ او پائسې يې غريبون ته ويرکئ. دې خپلې ځونينې دې پوره دې پائسې داسې کاڅوړې تايورې کئ چې ايڅکله نه زاړيژي يعني په اسمون کې داسې خزونې جوړې کئ چې ايڅکله نه کميژي، دې ځکه چې يو غال هه ورته نژدې کيدائي نه شي او نه يې چمجي خواړئي شي. ۳۴دې ځکه په ار ځوئي کې چې دې توسې خزونې وي بيا دې توسې زړينه و هه وولته وي.

 

بئيدور نيکارون

۳۵خپلې ملې وتاړئي، دې کور دې پوره تايور پنډيژئي او څروغينه مم بال سوتئ. ۳۶دې يغې نيکارونې په رانګ پنډيژئي چې خپل مشر ته دې ورو دې ولماستيې نه دې په څټ روتاګ په انتظار وي. کله چې اغا روشي او دروزه وټکاوي، بيا په مخ يې ورته خلوصه کو. ۳۷بختاور دي اغا نيکارون چې کله يې مشر روشي او وويني چې اغا بئيدور نوست دي. په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې مشر و په خپله ملا وتاړي، اغا و دسترخوان ته کشيناوي او رو و شي او دې يغې خيذمات و وکو. ۳۸بختاور دي اغا نيکارون چې کله يې مشر په نيمه شپه ليا ګائيز واختي روشي او وويني چې اغا بئيدور نوست دي. ۳۹خو توس بايد په دا پوئي شئ چې که چيرې دې کير خاوند پئيدائي چې غال و څه وخت روڅي، بيا نه و يې پريشولائي چې دې يغ کير ته ويرنناوځي. ۴۰بيا توس هه بايد تايور پنډيژئي، دې ځکه چې دې انسان زيائي و په داسې وخت کې روشي چې توس و يې دې روتاګ انتظار هه نه لرئي.“

 

وفادور او بې وفا نيکار

(متي ۲۴‏: ۴۵ ‏- ۵۱)

۴۱پطروس وويل، ”اې ايستوذه! ايا دا مثال ګوشائي دې ميژ دې پوره دائي او که دې ټولې دې پوره؟“ ۴۲عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”بيا اغا وفادور او ويشور نيکار څوک دائي چې مشر يې دې خپلې نيکارونې په سار وټکي، ترڅو په خپل وخت اغا ته خپله برخه خوړه ويرکو؟ ۴۳بختاور دائي اغا نيکار چې مشر يې روشي او اغا په خپله چار کې لګيا وويني. ۴۴په رشتيا سره زه يايمه چې مشر و دې خپل ټول مول او جايداد زماواري اغا ته وسپوري. ۴۵خو که اغا نيکار دې خپل ځون سره ويائي چې مشر و مې دامره زر رو نه شي او دې نورې ټولې نيکارونې په والې ټکاولې شيري وکو، وخوري، وتشي او نشه وکو، ۴۶بيا مشر و يې په داسې وريځ روشي چې اغا و يې انتظار هه نه لري او داسې وخت کې و روشي چې اغا و خبر هه نه وي. بيا مشر و اغا ته ساخته سازو ويرکو او اغا و په بې ايمونونې کې وشميرل شي. ۴۷خو اغا نيکار چې په دا پئيژي چې مشر يې څه غوړي، خو بيا هه تايور نه دائي چې اغا کور وکو، بيا اغا و ساخت ووالل شي. ۴۸خو اغا نيکار چې په دا نه پئيژي چې مشر يې څه غوړي او څه غلط کور وکو چې دې سازو وړ وي، بيا لژ ووالل شي. چاته چې ډير ويرکړل شي بيا ډير و ځنې غوشتل کيژي. څومره ډير چې چاته سپورل کيژي دامره ډير ځنې غوشتل کيژي.“

 

دې عيسیٰ په سبب بيلتون

(متي ۱۰‏: ۳۴ ‏- ۳۶)

۴۹عيسیٰ زيوته کړه، ”زه دې دغې دې پوره روغلئ يمه چې په منځکه يور ولګاومه او کاش چې دا يور مخته لګيدلئ وائي. ۵۰زه و دې يوې ساختې بپتسمې نه تيريژمه او ترڅو پره چې اغا تر سره شويې نه وي، دې مو زړه و څومره ناارامه وي. ۵۱ايا توس ګمون کئ چې زه دې دغې دې پوره روغلائي يمه چې دنيو ته امن روالمه؟ نه، دې امن دې پوره نه، بلکې دې بې اتفاقئ اچاولې دې پوره روغلائي يمه. ۵۲دې ځکه په دا نه دې ورستې چې پينځه کاسون په يوه کير کې وي سره جدا و شي، درې کاسون و دې دوې کاسونې او دوه کاسون و دې درې په خلاف شي. ۵۳پلور و دې زي په خلاف شي او زيائي و دې پلور په خلاف، مور و دې لير او لير و دې مور په خلاف، خوشيې و دې نژور او نژور و دې خوشيې په خلاف شي.“

 

دې وخت پيژاندل

(متي ۱۶‏: ۲ ‏- ۳)

۵۴په دا رانګ عيسیٰ خالک ته وويل، ”کله چې توس ووينئ چې وريځې دې لمر پريواتې دې خو روپورته کيژي، بيا په مخ يايئ چې وور و وشي او داسې کيژي. ۵۵کله چې بود دې سويلي دې خو نه ولګيژي بيا توس يايئ چې ساخته ګرمي و شي او داسې کيژي. ۵۶اې منافقې! توس کړائي شئ چې منځکې او اسمون ته په کاتلې سره دې اؤو دې حالت پيشګوئي وکئ، بيا څرنګې ويسينئ زمونه نه شئ پيژاندلائي؟

 

دې خپل مداعي سره روغه جوړه کړل

(متي ۵‏: ۲۵ ‏- ۲۶)

۵۷توس خپله ويلې دا پريکړه نه شئ کړائي چې کيمه ليار سامه دو؟ ۵۸کله چې دې خپل مداعي سره قاضي ته څئ، بيا په ليار کې کوشش وکئ چې دې يغ سره روغه وکئ. که نه، بيا اغا و مو قاضي ته روڅکاوي او قاضي و توس پوليس ته وسپوري او په زندان کې و وچاول شئ. ۵۹زه توس ته يايمه چې تر يغې پره و دې زندان نه روخلوص نه شئ چې ترڅو پوره مو دې خپل پور يوه يوه پئيسه نه وي وير کړيې.“

Sorry, no results.
Please try another keyword