يولاسام ساباق

 

عيسیٰ خپل شاګردون ته دې داعو کړلې په حق کې تعليم ويرکاوي

(متي ۶‏: ۹ ‏- ۱۳، ۷‏: ۷ ‏- ۱۱)

۱يوه وريځ عيسیٰ په يوه ځوئي کې داعو کړله. کله چې يغ خپله داعو ختم کړله، بيا دې شاګردونې نه يو کاس يغ ته وويل، ”اې ايستوذه! لکه څرنګې چې يحيیٰ خپل شاګردون ته داعو کړل ويرزده کړې وي، ته يې هه ميژ ته روزده که.“ ۲عيسیٰ اغا ته وويل، ”کله چې توس داعو کئ بيا داسې ويايئ:

’اې اسموني پلوره!

دې تو نوم دا پوک وي،

دې تو بدشائي دا روشي.

۳دې ميژ وريځونه رزق اره وريځ ميژ ته روکه.

۴دې ميژ ګونائينه وباخشه

دې ځکه چې ميژ هه اغا خالک باخشي چې دې ميژ سره بدي کو

او ميژ په ازميشت کې مه اچاوه.‘“

۵بيا عيسیٰ خپل شاګردون ته وويل، ”فرض کئ که په توس کې يو کس په نيمه شپه کې دې خپل ملګری کير ته ويرشي او ورته ويايي: ’اې ملګريه! موته درې ماړئي په پور روکه. ۶دې مو يو ملګرائي چې په سفر کې و دې مو کير ته روغلئ دائي او دې مو سره څه نشته چې دې يغ په مخکې يې کشيژدمه چې ويې خوري.‘ ۷او دې توسې ملګرائي دې کير دې ننه نه توس ته ځاوب ديرکو: ’مو مه نه ارامه کوه، دروزه ويس باند دو او زه او دې مو باچيون په خپلې بيشتارې کې پروته يې. زه نه شمه کړائي چې روچګ شمه او تو ته کيم څه ديرکمه.‘ ۸زه توس ته يايمه که چيرې اغا دې ملګرتيا په خاطر رو چګ نه شي او ماړئي دير نه کو، خو بيا هه په دا خاطر چې توس په سول کړلې نه شرميژئي بيا اغا و روچګيژي او ار څه ته چې اړتيا ولرئي توس ته و يې ديرکو. ۹په دغ رانګ توس ته يايمه چې وغوړئي بيا توس ته و دير کړل شي، ويې لټاوئي بيا پيدو و يې کئ، وار وټکاوئي بيا درته خلوص و شي. ۱۰دې ځکه ار څوک چې څه وغوړي، بيا و يې مينده کو او ار څوک چې څه وغوړي، بيا پيدو و يې کو او ار څوک چې دروزه وټکاوي بيا ورته خلوصه و شي. ۱۱ايا په توس کې داسې پلور شته چې زيائي يې ځنې کاب وغوړي او اغا دې کاب په ځوئي ورته مانګور ويرکو؟ ۱۲ليا اغا ځنې يويه وغوړي او اغا ورته لړم ويرکو؟ ۱۳بيا توس چې دامره بد خالک يئ، په دا پئيژئي چې خپلې الودينې ته څرنګې شه شايون ويرکئ، بيا دې توسې اسموني پلور و څومره زيوت روح القدس اغا خالک ته ويرکو چې ځنې يې وغوړي.“

 

عيسیٰ او دې پيريونې مشر بعلزبول

(متي ۱۲‏: ۲۲ ‏- ۳۰ او مرقوس ۳‏: ۱۴ ‏- ۲۳)

۱۴عيسیٰ دې يوه ساړي نه ګونګ پيرائي ويوسته او کله چې اغا پيرائي ووت، بيا يغ ګونګي ساړي په خبرې شيري وکړه او خالک حيرون شول. ۱۵خو ځنې خالکې وويل: چې اغا دې پيريونې دې مشر بعلزبول يعني شيطون په مراسته پيريون وبوسي. ۱۶نورې دې ازميشت په رانګ دې عيسیٰ نه اسموني معجزه وغوشتله. ۱۷خو عيسیٰ دې يغې په خيالينه پئيده، بيا اغا ته يې وويل، ”په اره بدشائي کې چې په خپل ميانځ کې بې اتفاقي رو ميانځ ته شي اغا دې ميانځ نه څي. په اره کورانۍ کې چې بې اتفاقي رو ميانځ ته شي اغا کورانۍ ټوټې ټوټې کيژي. ۱۸او که چيرې شيطون دې خپل ځون په خلاف شي، بيا دې يغ بدشائي و څرنګې پوتې شي؟ خو بيا هه توس يايئ چې زه دې بعلزبول په مراسته پيريون وبوسمه. ۱۹که چيرې زه دې بعلزبول په مراسته پيريون وبوسمه، بيا دې توسې خپل ليارتلينکيې يې دې چا په مراسته وبوسي؟ بيا اغا و دې توسې په حق کې پئصاله وکو. ۲۰خو که چيرې زه دې خدائ په قدرات سره پيريون وبوسمه، بيا په دا پوئي شئ چې دې خدائ بدشائي توس ته روغليې دو.

۲۱کله چې يو زوراور ساړائي چې واسله ويرسره وي دې خپل کير سوتنه کو بيا دې يغ مول او جايداد و خواندي وي، ۲۲خو کله چې دې يغ نه زيوت زوراور ساړائي په يغ بندې حمله وکو او اغا ته موتيې ويرکو، بيا دې يغ نه و ټوله واسله چې په ډاډه و، وخلي او کيم شايون چې يغ غلا کړي دي اغا و په خپله کې سره وويشي.

۲۳څوک چې دې مو سره نه دائي، اغا دې مو په خلاف دائي او څوک چې دې مو سره دې خالکې په روټولولې کې مراسته نه کو، اغا يې خوره ووره کاوي.

 

دې پيري په څټ روتلل

(متي ۱۲‏: ۴۳ ‏- ۴۵)

۲۴کله چې دې يوه ساړي نه پيرائي رووځي، بيا په داشته کې سرګردانه ګرځي او دې ارام کړلې دې پوره ځوئي غوړي، خو کله چې داسې ځوئي پيدو نه کو، بيا دې خپل ځون سره ويائي: ’زه و په څټ اغا کير ته لوړ شمه چې ځني رواتلائي ومه.‘ ۲۵بيا کله چې په څټ روشي بيا اغا کير ريبز شوائي او په ترتيب سره وويني. ۲۶بيا اغا لوړ شي او په ځون نه بد نور اووه پيريون روالي او اغا ټول روشي، په يغ کاس کې ويرنناوځي او وولته پنډيژي. بيا دې يغ حال په مخته نه هه خاروپ شي.“

 

رشتينيې خواشولي

۲۷کله چې عيسیٰ دا خبرې کړلې، دې خالکې دې ميانځ نه يوې شځې په چګ اووز اغا ته وويل، ”بختاوره دو اغا شځه چې ته ځنې پيدو شوائي يې او توته يې شوده ديرکړي دي.“ ۲۸خو عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”نه، اغا څوک بختاور دائي چې دې خدائ کلام وروي او عمل په کو.“

 

دې معجزې غوشتنه

(متي ۱۲‏: ۳۸ ‏- ۴۲)

۲۹کله چې دې عيسیٰ په شو او خو ډير خالک روټول شول، يغ داسې وويل، ”دې دغې زمونې خالک څومره بدکورائي دائي. دئ معجزه غوړي، خو ګوشيې معجزه چې دئ ته و وشول شي اغا دې يونس پيغمبر معجزه دو. ۳۰لکه څرنګې چې يونس پيغمبر دې نينوا دې خالکې دې پوره يوه ناخشه وه، بيا داسې و دې انسان زيائي دې دغې زمونې دې خالکې دې پوره يوه ناخشه وي. ۳۱دې شيبا ملکه و دې قيامات په وريځ روچګيژي او دې دغې زمونې خالک و ګرام کو، دې ځکه چې اغا دې دنيو دې بل سار نه روغليې وه چې دې سليمان دې حکمت نه ډاکې خبرې ووروي. خو کسئ ويس دولته يو څوک شته چې په سليمان نه ستر دائي. ۳۲دې قيامات په وريځ و دې نينوا خالک روچګ شي او دې دغې زمونې خالک و ګرام کو، دې ځکه چې يغې دې يونس دې تعليم په ارويدلې سره توبه وياستله، خو کسئ څوک چې ويس دولته دائي اغا په يونس نه ډير ستر دائي.

 

دې سيرات څروغ

(متي ۵‏: ۱۵، ۶‏: ۲۲ ‏- ۲۳)

۳۳ايڅوک څروغ دې دغې دې پوره نه بلوي چې اغا په يوه پټ ځوئي کې کشيژدي او ليا يې دې يوې تولئ لوندې کشيژدي، بلکې اغا په څروغدان بندې ژدي چې کله خالک روشي بيا رڼو يې وويني. ۳۴دې تو سترګې دې تو دې سيرات دې پوره لکه دې څروغ په رانګ دي. کله دې چې سترګې روغې وي بيا ټول سيرات و دې هه رڼو وي، خو کله دې چې سترګې خاروپې وي، بيا دې تو سيرات و هه تياره وي. ۳۵بيا پام که، اسې نه په تو کې چې کيمه رڼو دو اغا تياره وي. ۳۶که چيرې دې تو ټول سيرات دې رشنويئ نه ډاک وي او يوه برخه يې هه په تياره کې نه وي، بيا ټول سيرات و دې داسې روشانه وي لکه څروغ چې په خپله رڼو تو روشانه کو.“

 

عيسیٰ فريسيون او دې شريعت عالمون ګرامه وي

(متي ۲۳‏: ۱ ‏- ۳۶ او مرقوس ۱۲‏: ۳۸ ‏- ۴۰)

۳۷کله چې عيسیٰ خپلې خبرې خاتمې کړې، بيا يو فريسي اغا ته دې ماړئي دې پوره بالنه ويرکړه. عيسیٰ دې يغ کير ته ويراغائي او دسترخوان ته کشينوست. ۳۸کله چې فريسي وليدل چې عيسیٰ په خواروک نه اول لوسينه ونه وينځل، بيا حيرون شه. ۳۹عيسیٰ يغ ته وويل، ”توسې فريسيون دې خپلې پيولې او دې تولئ ورچانې برخې پوکه وائي، خو دې توسې زړينه دې حرص او بدئي نه ډاک دي. ۴۰اې کام عقلې خالکې! چا چې دې ورچانې برخه جوړه کړيې دو ايا اغي دې ننه برخه نه دو جوړه کړيې؟ ۴۱خو څه چې دې توس په پيولې او چانيون کې دي اغا غريبونې ته خيرات ويرکئ، بيا و ټول شايون دې توس دې پوره پوک شي.

۴۲خو اې فريسيونې! دې توس په حال دا افسوس وي. توسې دې ويلنيې او سپيلنئ او نورې بيټيې لاسمه برخه ويرکاوئي، خو په انصاف کړلې او دې خدائ سره په مينه کړلې کې بې پروئي کئ. توس بايد په دا ټول بندې عمل کړلائي او اغا نور مم هه دې نَظير نه نۀ اچاولائي.

۴۳اې فريسيونې! دې توسې په حال دا افسوس وي. توس دا خواشاوئي چې په عبادتخانې کې مخته ځائينه ونسئ، او دا خواشاوئي چې په بازورينه کې دا درته سالومينه اچاول شي. ۴۴دې توسې په حال دا افسوس وي. توس دې يغې بې ناخشې او بې شناختې قبرينې په رانګ يئ چې خالک په ګرځي او نه يې پيژاني.“

۴۵دې شريعت دې عالمونې نه يوه کاس عيسیٰ ته په ځاوب کې وويل، ”ايستوذه! کله چې داسې خبرې کې، بيا دې ميژ هه سپکاوائي کې.“ ۴۶عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”اې دې شريعت عالمونې! دې توس په حال دا هه افسوس وي. توس خالک ته داسې بورينه وير په شو کاوئي چې په ساختئ سره يې وري، خو خپل ورته ګوتې هه نه ويرئي. ۴۷دې توسې په حال دا افسوس وي. توس دې يغې پيغمبرونې دې پوره زيورتينه جوړه وائي چې دې توسې نيکونې وژنلي وي. ۴۸دې توسې نيکونې چې کيم کورينه کړي دي توس په خپله اغا منئ او تصديق کاوئ يې. يغې پيغمبرون وويژنل او توس ورته زيورتينه جوړاوئي، ۴۹دې دغ اماله خدائ په خپل حکمت سره وويل: ’زه و اغا ته پيغمبرون او رسولون وير ولاژمه. خو اغا و دې دئ نه ځنې وويژني او نور و وځوراوي.‘ ۵۰بيا دې دغې زمونې دې خالکې نه و دې يغې پيغمبرونې دې وينې ځاوب چې دې دنيو دې پيدوئشت راسه توئي شويې دي وغوشتل شي. ۵۱دې هابيل دې ويژنلې نه وخله تر زکريا دې ويژنلې پره چې دې قربانئ دې ځوئي او سپيڅلي ځوئي ترميانځ وويژنل شول. اې، زه توس ته يايمه چې دې دغې زمونې خالک و دې دغ ار څه دې پوره ځاوب ويرکاوي.

۵۲اې دې شريعت عالمونې! دې توسې په حال دا افسوس وي. توس دې علم دې کير دې دروزې کرئي وخاستيې دي، په خپله هه نه وير نناوځئ او څوک چې وير نناوځي اغا هه نه پريژدئي.“

۵۳کله چې عيسیٰ دې يغ کير نه ووت، دې شريعت عالمونې او فريسيونې دې يغ سره ډير ساخت مخالفت شيري که او دې ډيرې شايونې په حق کې يې ځنې ساختې پشتنې کړلې. ۵۴يغې کوشش که چې اغا په خپلې خبرې کې رو ونسي.

Sorry, no results.
Please try another keyword