لاسام ساباق

 

دې دوه شپتيلاس شاګردونې لژل

۱په اغا نه دې ورستې عيسیٰ نور دوه شپيتلاس شاګردون وټاکل او اغا يې دوه دوه کاسون دې خپل ځون نه مخکې ار شار او کلي ته چې غوشتل يې وولته لوړ شي، ولاژل. ۲اغا ته يې وويل، ”فاصل ډير دائي خو مزديرون لژ دي، بيا توس دې فاصل دې خاوند نه وغوړئي چې دې حاصلاتې دې روټولولې دې پوره نور مزديرون رو ولاژي. ۳لوړ شئ، خو کسئ، زه توس لکه دې وريونې په رانګ دې ليونې ميانځ ته لاژمه. ۴دې ځون سره دې پائسې بټوه ليا کاڅوړه او ليا څاپلئ مه ورئي. او په ليار کې دې چا سره خبرې مه کئ. ۵کله چې کيم کير ته نناوځئ، بيا اوال داسې ويايئ: ’په دا کير کې دا سالومتي وي.‘ ۶که چيرې وولته کيم صولحه خواشاوينکائي کاس وي، بيا دې توسې سالوم و په اغا بندې وي او که نه، بيا اغا سالوم و په څټ توس ته رووګرځي. ۷په اغا کير کې پوتې شئ او اغا چې ار څه ديرکاوي ويې خورئي او ويې تشئ، دې ځکه چې مزدير دې خپلې مزديرئي حقدور دائي. کير په کير مه ګرځئ. ۸کله چې توس کيم شار ته نناوځئ او اغا درته ار کلائي ويائي، بيا څه چې يې دې توس په مخ کې کشيشول اغا وخورئي. ۹دې يغ ځوئي بيمورون روغ کئ او خالک ته ويايئ چې دې خدائ بدشائي توس ته نژدې شويې دو. ۱۰خو کله چې توس کيم شار ته ويرنناوځئ او اغا درته ارکلائي ونه يائي، بيا دې يغ شار چيلې ته ووځئ او وويايئ: ۱۱’ميژ و دې توس دې شار خورې هه چې دې ميژ په پشې بندې لويدلې دي وڅانډي او دا و دې توسې په خلاف شائدي ويرکاوي. خو په دا پوئي شئ چې دې خدائ بدشائي نژدې شويې دو.‘ ۱۲زه توس ته يايمه چې دې قيامات په وريځ و دې سدوم دې خالکې سازو دې دغ شار دې خالکې دې سازو نه کمه وي.

 

اغا شارينه چې خالک يې توبه نه وبوسي

(متي ۱۱‏: ۲۰ ‏- ۲۴)

۱۳افسوس دا وي په تو اې دې خورزين شاره! افسوس دا وي په تو اې دې بيت صيدا شاره! دې ځکه که چيرې دا معجزې چې په توس کې جاواتې شوې، که اغا په صور او صيدون کې جاواتې شويې وائي بيا اغا و ډير مخته دې وير جومې وغستيې وائي، په خپل سرينه بندې و يې ايرې اچوالې او توبه و يې ياستليې وائي. ۱۴خو دې قيامات په وريځ و دې صيدون او صور دې خالکې سازو دې توسې دې سازو نه کمه وي. ۱۵خو اې کپرناحومه! تو غوشتل چې اسمون ته پورته کړائي شې؟ خو ته و ديژاخ ته سنړ والل شې.“

۱۶عيسیٰ خپل شاګردون ته وويل، ”څوک چې دې توس خبرې ته غوژ نسي، اغا دې مو خبرې ته غوژ نسي. څوک چې توس نه ماني، اغا مو نه ماني او څوک چې مو نه ماني بيا اغا څوک نه ماني چې زه يې رولژلئ يمه.“

 

دې دوه شپيتلاس شاګردونې په څټ روتلل

۱۷بيا اغا دوه شپيتلاس شاګردون په خواشولي سره په څټ روګوډ شول او ويې ويل، ”ايستوذه! حتي پيريون هه دې تو دې نوم په يوداولې سره دې ميژ تابع کيژي.“ ۱۸عيسیٰ يغې ته په ځاوب کې وويل، ”مو وليدل چې شيطون څرنګې لکه دې بريشنو په رانګ دې اسمونه روولويده. ۱۹ووروئي! مو توس ته واک او اختيار ديرکړائي دائي چې مانګارينه او لړمون په پشې لوندې کئ او دې ديشمن ټول طاقات موت کئ. ايڅ شائي توس ته زيون نه شي رساولئ. ۲۰خو په دا مه خواشوليژئ چې پيريون دې توسې تابع کيژي، بلکې په دا خواشول پنډيژئي چې دې توسې نامينه په جنت کې ليکل شوي دي.“

 

دې عيسیٰ خواشولي

(متي ۱۱‏: ۲۵ ‏- ۲۷، ۱۳‏: ۱۶ ‏- ۱۷)

۲۱په اغا وخت کې عيسیٰ په روح القدس کې خواشولي وکړه او ويې ويل، ”اې پلوره، اې دې منځکې او اسمون تيشتنه! زه دې تو شکر کمه چې دا خبرې دې دې پوئي او ويشورې خالکې نه پټې کړې او ناپويه خالکې ته دې جاواتې کړيې دي. اې پلوره، دا دې تو راضو وه. ۲۲بيا عيسیٰ وويل، دې مو پلور ار څه موته روسپورلي دي. ايڅوک دې پلور نه وره زيائي نه پيژاني او نه څوک پلور بې زي نه پيژاني او دې يغې نه وره چا ته چې زيائي وغوړي ورته ويې شائي.“

۲۳کله چې اغا ګوشائي و، بيا عيسیٰ اغا ته مخ روړوه او ورته ويې ويل، ”بختاورې دي اغا سترګې چې اغا څه ويني چې توس يې وينئ. ۲۴زه توس ته يايمه چې ډيرې پيغمبرونې او بدشاونې دا ارمون لوره چې اغا څه وويني چې توس يې وينئ، خو ويې نه ليدل او اغا څه ووروي چې توس يې وروئي، خو يغې نه ورويدل.“

 

دې يوه نيک سامري مثال

۲۵يوه وريځ دې شريعت يو عالم روغائي او دې عيسیٰ نه يې دې ازميشت دې پوره يو سول وکه، ”ايستوذه! زه بايد څه وکمه چې تل پوتې ژواندين وګاټمه؟“ ۲۶عيسیٰ يغ ته ځاوب ويرکه، ”په شريعت کې څه ليکل شوي دي؟ اغا څرنګې تعبيروې؟“ ۲۷يغ په ځاوب کې وويل، ”دې خپل تيشتن خدائ سره دې زړه دې ميانځه په خپل ټول روح او خپل ټول طاقات او ټول عقل سره مينه که او دې خپل ګاونډي سره دې خپل ځون په رانګ مينه که.“ ۲۸عيسیٰ ورته وويل، ”تو سام ځاوب ويرکه. داسې که، بيا ته و ژواندائي پنډيژې.“

۲۹خو دې دغ دې پوره چې دې شريعت عالم دا وشائي چې اغا په حقا دائي، بيا دې عيسیٰ نه يې پشتنه وکړه، ”دې مو ګاونډي څوک دائي؟“ ۳۰عيسیٰ داسې ځاوب ويرکه، ”په يوه وخت کې يو ساړائي دې يروشلم نه اريحا ته راون و چې په ليار کې غلون ته په لوس ويراغائي. غلې اغا ساړائي لاغاړ که، ويې وويه او دې مارګ په حالات کې يې پرياش او لوړل. ۳۱بيځيه يو امام په اغا ليار تيريده، کله يې چې اغا ساړائي وليده، بيا خپله ليار يې پريشوله او په تير شه. ۳۲په دغ رانګ يو لاوي چې کله اغا ځوئي ته وراسيده او اغا ساړائي يې وليده، بيا اغا هه ځنې په بله خو تير شه او لوړ شه. ۳۳خو يو سامري چې په اغا ليار تيريده اغا ته ويراغائي او کله يې چې اغا ساړائي وليده بيا زړه يې په وسيو. ۳۴اغا ته ويراغائي، زاخمينه يې ورته په الکولې ووينځل او تيل يې په وچاول او پټئ يې په کشيشوله. بيا يې اغا په خپل خره بندې سوور که او يوې ميسوفرخونې ته يې يواړ او وولته يې پام په که. ۳۵سابو ګائيز اغا دې سپينې زارې دوې سيکې وخاستې او دې ميسوفرخونې خاوند ته يې ويرکړلې او ورته ويې ويل: ’په اغا بندې پام که او که نورې پائسې دې په ولګاولې بيا چې کله روګوډ شمه اغا و هه ديرکمه.‘“ ۳۶بيا عيسیٰ پشتنه وکړه، ”ويس څه فکر کې چې په دا درې سره کې دې يغ ساړي چې دې غلې لوس ته روغلئ و، ګاونډي څوک دائي؟“ ۳۷دې شريعت عالم ځاوب ويرکه، ”اغا څوک چې په اغا بندې يې راحم وکه.“ عيسیٰ ورته وويل، ”لوړ شه او ته هه داسې که.“

 

عيسیٰ دې مرتا او مريم سره ليدنه کو

۳۸کله چې عيسیٰ او شاګردون يې په خپله ليار راون شول، اغا يوه کلي ته وراسيدل او وولته يوې شځې چې مرتا نوميده عيسیٰ په خپل کير کې ولما که. ۳۹يغې دې مريم په نوم يوه خور لارله. اغا روغله او دې عيسیٰ پشې ته کشينوسته او دې يغ خبرې ته يې غوژ نيولائي وه. ۴۰مرتا دې ډيرې کورينې دې لوسه ستړيې او پريشانه شوله، بيا عيسیٰ ته روغله او ورته ويې ويل، ”ايستوذه! دې تو دا ته پام نه دائي چې ټول کورينه زه کمه او خور مې روسره مراسته نه کو؟ اغا ته ويايه چې روشي او مراسته روسره وکو.“ ۴۱عيسیٰ اغا ته په ځاوب کې وويل، ”مرتا، مرتا! ته دې ډيرې شايونې دې پوره انديشنه کې او ناارامه يې، ۴۲خو ګوشائي يو شائي ضروري دائي. څه چې مريم خواش کړي دي اغا شه دي او دا و دې يغې نه ونه خاستل شي.“

Sorry, no results.
Please try another keyword