نام ساباق
دې دولاسې شاګردونې لاژل
(متي ۱۰: ۵ - ۱۵ او مرقوس ۶: ۷ - ۱۳)
۱عيسیٰ خپل دولاس شاګردون روغوشتل او اغا ته يې قدرات او اختيار ويرکه چې پيريون وبوسي او دې بيمورئي علاج وکو. ۲بيا اغا يې ولاژل چې دې خدائ بدشائي اعلان کو او بيمورون روغ کو. ۳اغا ته يې وويل، ”دې سفر دې پوره دې ځون سره ايڅ شائي مه وخلئ. نه ټنډئي، نه کاڅوړه، نه ماړئي، نه پائسې او نه اضافي جومې. ۴کله چې توس کيم کير ته ويرشئ بيا ترڅو پره چې په اغا شار کې وائي په اغا کير کې پوتې شئ. ۵که چيرې توس ته په کيم ځوئي کې څوک ارکلائي ونه يائي، بيا اغا شار پريژدئي او دې يغ شار خورې دې خپلې پشې نه وڅانډئي، ترڅو دې يغې په خلاف شائدي وي.“ ۶بيا دئ راون شول، کلي په کلي ګرځيدل او په ار ځوئي کې يې زرائي ويرکوه او خالک يې روغاول.
دې هيروديس پريشاني
(متي ۱۴: ۱ - ۱۲ او مرقوس ۶: ۱۴ - ۲۹)
۷کله چې دې جليل والي هيروديس دې يغې ټولې کورينې نه چې وشول خبر شه بيا ډير پريشانه شه، دې ځکه چې ځنې خالکې و ويل چې يحيیٰ په څټ روژواندائي شوائي دائي. ۸نورې و ويل چې الياس پيغمبر روشکاره شوائي دائي او ځنې و ويل چې دې وختينئ پيغمبرونې نه يو روژواندائي شوائي دائي. ۹خو هيروديس وويل، ”مو په خپله دې يحيیٰ سار پرې کړائي دائي، بيا دا ساړائي څوک دائي چې په حق کې يې داسې شايون ورومه؟“ هيروديس کوشش که چې عيسیٰ وويني.
پينځه زره کاسون ته ماړئي ويرکاول
(متي ۱۴: ۱۳ - ۲۱ او مرقوس ۶: ۳۰ - ۴۴ او يوحنا ۶: ۱ - ۱۴)
۱۰کله چې رسولون په څټ روغلل، بيا کيم کورينه چې يغې کړي وي اغا يې عيسیٰ ته بيان کړل. عيسیٰ اغا دې ځون سره کړل او دې بيت صيدا په نوم شار ته ګوشي لوړل. ۱۱خو خالک خبر شول او پسې لوړل. عيسیٰ اغا ته ارکلائي وويه، دې يغې سره يې دې خدائ دې بدشايئ په حق کې خبرې وکړلې او اغا خالک ته يې شفا ويرکړه چې روغتيا ته يې اړتيا لارله. ۱۲کله چې موزديګار شه، بيا اغا دولاس شاګردون عيسیٰ ته روغلل او ورته ويې ويل، ”دا خالک ريخصات که چې کلي او شو او خو بونډې ته لوړ شي چې ځونينه ته ماړئي او دې شپې تيراولې دې پوره ځوئي پيدو کو. دولته ايڅ شائي نشته او دا ځوئي دې داشتې په رانګ دائي.“ ۱۳خو عيسیٰ اغا ته وويل، ”توس خپل اغا ته څه ويرکئ چې ويې خوري.“ يغې وويل، ”دې ميژ سره خالي پينځه ماړئي او دوه کابون دي، نور ايڅ هه نشته. ايا ته غوړې چې ميژ خپل لوړ شي او دا ټول خالک ته ماړئي وخلي.“ ۱۴(وولته شو او خو پينځه زره ساړي وي.) عيسیٰ خپل شاګردون ته وويل، ”اغا پنځوس پنځوس کاسون کشيناوئي.“ ۱۵شاګردونې داسې وکړل او ټول يې کشيناول. ۱۶عيسیٰ اغا پينځه ماړئي او دوه کابون روخاستل، پورته اسمون ته يې وکاتل او دې خدائ شکر يې ويوست. بيا يغ ماړئي موتې کړې او خپلې شاګردونې ته يې ويرکړلې چې دې خالکې په مخ کې يې کشيژدي. ۱۷يغې ټولې وخواړله او موړه شول او دې ماړئي کيمې ټوکړې چې پوتې شوې شاګردونې اغا روټولې کړې او دې يغې نه يې دولاس ټوکرئي ډاکې شوې.
دې عيسیٰ په حق کې دې پطروس اقرار
(متي ۱۶: ۱۳ - ۱۹ او مرقوس ۸: ۲۷ - ۲۹)
۱۸يوه وريځ چې عيسیٰ په يوه ګوشي ځوئي کې داعو کړله او شاګردون يې هه وولته وي، دې يغې نه يې پشتنه وکړه، ”خالک څه يائي چې زه څوک يمه؟“ ۱۹يغې په ځاوب کې وويل، ”ځنې يائي چې ته بپتسمه ويرکاوينکائي يحيیٰ يې، ځنې يائي چې الياس نبي يې، او نور يائي چې دې وختينئ پيغمبرونې نه يو روژواندائي شوائي دائي.“ ۲۰بيا عيسیٰ دې يغې نه پشتنه وکړه، ”توس څه يايئ چې زه څوک يمه؟“ پطروس په ځاوب کې وويل، ”ته دې خدائ مسيح يې.“
عيسیٰ دې خپل مارګ په حق کې پيشګوئي کو
(متي ۱۶: ۲۰ - ۲۸ او مرقوس ۸: ۳۰ - ۳۸، ۹: ۱)
۲۱بيا عيسیٰ اغا ته په کلاکه حکم وکه چې دې دغ په حق کې چاته څه ونه يائي ۲۲او ويې ويل، ”دا ضروري دو چې دې انسان زيائي و ډير کړاوينه وزغمي او دې قوم دې مشرونې، مشرونې امامونې او دې شريعت دې عالمونې دې خو و راد کړائي شي. اغا و وويژنل شي او په درمه وريځ و بيا روژواندائي شي.“ ۲۳بيا يې اغا ټول ته وويل، ”که څوک غوړي چې دې مو دې ليارتلينکيې نه شي بيا بايد دې خپل ځون نه تير شي، اره وريځ دا خپل صليب رو وخلي او په مو پسې دا روڅي. ۲۴دې ځکه څوک چې غوړي خپل ژوند وسوتي اغا و دې لوسه ويرکو، خو څوک چې خپل ژوند دې مو په خاطر دې لوسه ويرکاوي بيا و يې ژغوري. ۲۵دې يوه چا دې پوره و په دا کې څه ګاټه وي چې ټوله دنيو وګاټي، خو خپل ځون دې لوسه ويرکو ليا اغا ته نقصان وراساوي؟ ۲۶که چيرې څوک په مو او ليا دې مو په کلام شرميژي، بيا دې انسان زيائي و هه کله چې دې خپل جلال او دې پلور او سپيڅليې فرشتې دې جلال سره روشي، په اغا وشرميژي. ۲۷زه توس ته رشتيا يايمه چې دولته ځنې داسې خالک ويلوړ دي چې تر يغې پوره و مړه نه شي، ترڅو يې دې خدائ بدشائي نه وي ليدليې.“
دې عيسیٰ دې څيرې بدليدل
(متي ۱۷: ۱ - ۸ او مرقوس ۹: ۲ - ۸)
۲۸دې دغې خبرې نه شو او خو ووته وريځې ورستې عيسیٰ پطروس، يوحنا او يعقوب دې ځون سره کړل او دې داعو دې پوره يوه غره ته وخاتل. ۲۹کله چې عيسیٰ داعو کړله، بيا څيره يې بادله شوه او جومې يې سپينې وچړکيدلې. ۳۰بيځيه وولته دوه ساړي روجاوات شول چې دې عيسیٰ سره يې خبرې کړلې او اغا موسیٰ او الياس وي. ۳۱اغا په اسموني جلال کې روشکاره شول او دې عيسیٰ سره يې دې خدائ او دې يغ مقصد په حق کې چې دې يغ په مارګ و په يروشلم کې پيره شي، خبرې وکړې. ۳۲په دا وخت کې پطروس او دې يغ ملګري په درونه خوب ووده شوي وي، خو کله چې روويش شول، بيا دې عيسیٰ جلال او اغا دوه ساړي چې ورسره ويلوړ وي، وليدل. ۳۳کله چې موسیٰ او الياس دې عيسیٰ نه تلل بيا پطروس عيسیٰ ته وويل، ”ايستوذه! څومره شه دو چې ميژ دولته يې. روڅئ چې درې خيمې جوړې کي، يوه توته، يوه موسیٰ ته او يوه الياس ته.“ خو پطروس نه پئيده چې څه يائي. ۳۴يغ ليا خبرې کړلې چې يوه وريځ روجاواته شوه او په اغا بندې يې سيوره وکړه. کله چې شاګردون په وريځ کې رو ويسور شول بيا وډاريدل. ۳۵دې وريځې نه يو اووز روغائي او ويل يې، ”دا دې مو زيائي دائي چې مو غوره کړائي دائي، اغا ته غوژ ونسئ.“ ۳۶کله چې اووز غلئ شه، يغې وليدل چې عيسیٰ وولته ګوشائي و. شاګردون غلي پوتې شول او څه چې يې ليدلي وي په اغا وخت کې يې دې يغې په حق کې چاته څه ونه ويل.
عيسیٰ دې يوه ژڼکي نه پيريون وبوسي
(متي ۱۷: ۱۴ - ۱۸ او مرقوس ۹: ۱۴ - ۲۷)
۳۷بله وريځ کله چې عيسیٰ دې خپلې درې شاګردونې سره دې غره نه روکيز شه، بيا ډير خالک روغلل چې دې يغ سره وويني. ۳۸بيځيه دې يغې ډالې نه يوه ساړي سيره وکړه، ”اې ايستوذه! زه درته زورئي کمه چې دې مو زي ته يو نَظير وکسه، اغا دې مو ګوشائي زيائي دائي. ۳۹په اغا بندې پيريون روڅي او بيځيه سيرې ځنې وبوسي او داسې درازينه ويرکاوي چې دې خولې نه يې ځاګينه راون وي. په ډير ځاپل نه دې ورستې په ساختي سره يې پريژدي. ۴۰دې تو شاګردون ته مې زورئي وکړې چې پيريون ځنې وبوسي، خو يغې ونه شول کړائي.“ ۴۱عيسیٰ په ځاوب کې وويل، ”اې دې دغې زمونې بې ايمونه او بې ليارې خالکې! دې څو پره و زه دې توسې سره ومه او دې څو پره و توس ته حوصله کمه؟“ بيا يې اغا ساړي ته وويل، ”زيائي دې دولته رواله.“ ۴۲ژڼکائي ليا رارون و چې پيريونې اغا په منځکه رو سنړ ويه او ويې تمبوو. عيسیٰ پيريون ته حکم وکه چې ځنې ووځي او اغا ژڼکائي يې روغ که او اغا يې په څټ خپل پلور ته وسپوره. ۴۳ټول خالک دې خدائ لوئ وولي ته حيرون پوتې شول.
عيسیٰ دې دوام وور دې پوره دې خپل مارګ په حق کې پيشګوئي کو
(متي ۱۷: ۲۲ - ۲۳ او مرقوس ۹: ۳۰ - ۳۲)
ټول خالک دې عيسیٰ کورينه ته حيرون پوتې وي اغا خپل شاګردون ته وويل: ۴۴”زه چې درته څه يايمه اغا ته په غور سره غوژ ونسئ: دې انسان زيائي و خپل ديشمنون ته په لوس ويرکړل شي.“ ۴۵خو شاګردون په دا پوئي نه شول چې دې دغې خبرې معنی څه دو. دې دغې معنی دې يغې نه پټه سوتل شويې وه چې په پوئي نه شي او اغا وډاريدل چې په دا حق کې دې يغ نه پشتنه وکو.
په ټول نه ستر څوک دائي؟
(متي ۱۸: ۱ - ۵ او مرقوس ۹: ۳۳ - ۳۷)
۴۶بيا دې شاګردونې ترميانځ دا باحث شيري شه چې په دئ کې څوک تر ټول نه ستر دائي. ۴۷عيسیٰ پوئي شه چې دې يغې په زړينه کې څه ګرځي، بيا يغ يو واړيکائي رواست او په خپل څانګ کې يې ودروه ۴۸او دئ ته يې وويل، ”ار څوک چې دا وړيکنکائي دې مو په نوم قابيل کو بيا زه يې قابيل کړائي يمه او څوک چې مو قابيل کو، بيا اغا څوک يې قابيل کړائي دائي چې زه يې رولژلئ يمه. دې ځکه چې په توس ټول کې تر ټول نه کم تر ټول نه لوئ دائي.“
څوک چې دې توسې مخالف نه دائي اغا دې توسې طرفدور دائي
(مرقوس ۹: ۳۸ - ۴۰)
۴۹يوحنا عيسیٰ ته وويل، ”ايستوذه! ميژ يو ساړائي وليده چې دې تو په نوم يې پيريون ياستل خو ميژ اغا دې دغ کور نه منع که، دې ځکه چې اغا دې ميژ دې ډالې نه و.“ ۵۰عيسیٰ اغا ته وويل، ”اغا مه منع کاوئي، دې ځکه څوک چې دې توسې مخالف نه دائي اغا دې توسې طرفدور دائي.“
دې سامريې دې يوه کلي خالک دې عيسیٰ دې منلې نه انکار کو
۵۱کله چې اغا وخت رونژدې شه چې عيسیٰ اسمون ته يوړل شي، بيا په ټينګې ارادې سره يروشلم ته راون شه. ۵۲يغ په ځون نه مخکې غړي ولاژل. اغا لوړل او دې سامريې يو کلي ته ويراغلل چې دې يغ دې پوره تايوري ونسي. ۵۳خو دې يغ کلي خالکې عيسیٰ قابيل نه که، دې ځکه چې دا جاواته وه چې اغا دې يروشلم خوته راون و. ۵۴کله چې دې يغ شاګردونې يعقوب او يوحنا دا وليدل، بيا يغې وويل، ”ايستوذه! ايا ته دې ميژ نه غوړې چې ويائي دې اسمون نه دا يور رونازل شي او دا خالک دا وسويځي؟“ ۵۵خو عيسیٰ ورته مخ روړوه او اغا يې سپک کړل. ۵۶بيا اغا بل کلي ته لوړل.
دې عيسیٰ دې پيروئي کړلې شړطينه
(متي ۸: ۱۹ - ۲۲)
۵۷کله چې اغا په ليار راون وي، يوه ساړي عيسیٰ ته وويل، ”ار چيرې چې څې زه و درپسې څمه.“ ۵۸عيسیٰ يغ ته وويل، ”ګيدړون خپل غورينه لري او مرغون مانځولې، خو دې انسان زيائي دامره ځوئي هه نه لري چې خپل سار په کشيژدي.“ ۵۹عيسیٰ يو بل ساړي ته وويل، ”په مو پسې روڅه.“ خو يغ ساړي وويل، ”شوغليه! اجازات روکه چې اوال لوړ شمه او خپل پلور خورې ته وسپورمه.“ ۶۰عيسیٰ يغ ته وويل، ”پريژده چې مړي خپل مړي شاخ کو. ته لوړ شه او دې خدائ دې بدشائي اعلان وکه.“ ۶۱يوه بل ساړي وويل، ”اې شوغليه! زه و تو پسې څمه، خو اوال اجازات روکه چې لوړ شمه او دې خپلې کورانۍ سره په مخ شه وکمه.“ ۶۲عيسیٰ يغ ته وويل، ”څوک چې دې يويې کړلې په وخت کې په څټ کسي، اغا دې خدائ دې بدشايئ وړ نه دائي.“