درام ساباق

 

دې بپتسمه ويرکاوينکي يحيیٰ تعليم

(متي ۳‏: ۱ ‏- ۱۲ او مرقوس ۱‏: ۱ ‏- ۸ او يوحنا ۱‏: ۱۹ ‏- ۲۸)

۱دې تيبريوس بادشا دې حکومت په پينځلاسام کول کله چې پانتياس پيلاتوس دې يهوديې والي و او هيروديس دې جليل حاکم و او دې يغ ورور فيليپوس دې ايتوريې او ترخونيتس دې سيمې حاکم او ليسانيوس دې ابيلينې حاکم و، ۲او حناس او قيافا ستر امامون وي، په اغا وخت کې دې خدائ کلام په داشته کې دې زکريا په ځوئي يحيیٰ بندې نازل شه. ۳بيا يحيیٰ دې اردن دې سيند شو او خو ټوله سيمه کې ګرځيده او تعليم يې ويرکوو چې دې خپلې ګونائينې دې باخشنې په خاطر توبه وکوژئ او بپتسمه ووخلئ. ۴لکه څرنګې چې دې اشعيا پيغمبر په کيتوب کې ليکلي شوي دي:

”يو څوک سيرې وائي په داشته کې

دې تيشتن دې پوره ليار تايوره کئ،

او دې يغ دې پوره ليار سامه کئ

۵ډاکه و شي اره داره

اوور و شي اره غونډئي او غر

کاژې ليارې و شي سامې

او شي و اوور کانډ او کاپر ځائينه

۶بيا و وويني ټول انسانون دې خدائ خلوصين“

۷يحيیٰ اغا ګاڼ شمير خالکې ته چې دې يغ په لوس بپتسمې وخاستلې ته روغلي وي، وويل، ”اې دې مانګارې باچيونې! توس چا خبر کړائي چې دې روتلينکي غضاب نه وتشتئ؟ ۸بيا داسې کورينه وکئ چې دا وشائي چې توس دې ګونائينې نه توبه ياستليې دو. دې خپلې ځانينې سره داسې مه يايئ چې ابراهيم دې ميژ پلور دائي. دې ځکه چې زه درته يايمه چې خدائ کړائي شي دې دغې تيژې نه هه ابراهيم ته الودينه پيدو کو. ۹دا ويس دې ونې بيخينې ته تبر نيول شوائي دائي او اره ونه چې شه ميوه نه نسي، اغا و واله شي او په يور کې و وچاول شي.“

۱۰خالکې دې يغ نه پشتنه وکړه، ”بيا ميژ څه وکي؟“ ۱۱يغ ځاوب ويرکه، ”څوک چې دوا ختينه لري، بيا يو دا اغا چاته ويرکو چې نه يې لري او په دغ رانګ دې چا سره چې ماړئي وي اغا دا هه دې نورې سره وويشي.“ ۱۲ټيکس ټوله وينکي هه دې بپتسمې وخاستلې دې پوره روغلل او پشتنه يې ځنې وکړه، ”اې ايستوذه! ميژ بايد څه وکي؟“ ۱۳يغ ځاوب ويرکه، ”دې ټاکل شوي اندازې نه زيوت ټيکس مه وخلئ.“ ۱۴په دا رانګ ځنې عسکرې هه پشتنه وکړله، ”او ميژ څه وکي؟“ اغا ته يې وويل، ”دې چا نه په زور پائسې مه وخلئ او په ايچا بندې په درويغا تومات مه لګاوئي. په خپله تنخواه بندې قناعت وکئ.“

۱۵خالکې انتظار که او په خپل زړينه کې يې دې يحيیٰ په حق کې فکر که چې اغا و مسيح وي که نه. ۱۶بيا يحيیٰ اغا ټول ته وويل، ”زه توس ته په يبه بندې بپتسمه ديرکاومه، خو يو څوک روراون دائي چې اغا په مو نه ډير زوراور دائي. زه حتي دې دغې لائق هه نه يمه چې دې يغ دې څاپلئ ووشينه خلوص کمه. اغا و توس ته په روح القدس او په يور بندې بپتسمه ديرکاوي. ۱۷يغ خپله درې خشيې په لوس کې نيولې دو چې خپل درماند پوک کو او غانم په خپل ګودام کې سره روټول کو، خو پيړ و په اغا يور کې سويځاوي چې ايڅ کله نه مړ کيژي.“

۱۸يحيیٰ په ډيرې نورې طريقې خالک اڅاول او اغا ته يې زرائي ارووه. ۱۹خو يحيیٰ هيروديس والي دې خپلې وانديارې هيروديا سره دې ناراوو اړيکې په لارلې او نورې ټولې بدې کورينې دې اماله معلومات که. ۲۰بيا زندان ته دې يحيیٰ په اچاولې سره هيروديس يو بل بد کور هه وکه.

 

عيسیٰ بپتسمه وخلي

(متي ۳‏: ۱۳ ‏- ۱۷ او مرقوس ۱‏: ۹ ‏- ۱۱)

۲۱کله چې ټولې خالکې ته بپتسمه ويرکړل شوه، بيا عيسیٰ ته هه بپتسمه ويرکړل شوه. کله چې يغ داعو کړله بيا دې اسمون دروزه خلوصه شوه ۲۲او روح القدس په اغا بندې دې کاوتارې په شکل رونازل شه او دې اسمون نه يو اووز روغائي، ”ته دې مو ګرون زيائي يې. زه دې تو نه خواشول يمه.“

 

دې عيسیٰ شجره

(متي ۱‏: ۱ ‏- ۱۷)

۲۳عيسیٰ شو او خو دې ديرشې کولې په عمر کې و چې خپل خيذمات يې شيري که او خالکې ګمون که چې اغا دې يوسف زيائي دائي. يوسف دې هالي زيائي و، ۲۴هالي دې متات زيائي و، متات دې لاوي زيائي و، لاوي دې ملکي زيائي و، ملکي دې ينا زيائي و، ينا دې يوسف زيائي و، ۲۵يوسف دې متاتيا زيائي و، متاتيا دې عاموس زيائي و، عاموس دې ناحوم زيائي و، ناحوم دې حسلي زيائي و، حسلي دې نجي زيائي و، ۲۶نجي دې مات زيائي و، مات دې متاتيا زيائي و، متاتيا دې شمعي زيائي و، شمعي دې يوسک زيائي و، يوسک د يوداه زيائي و، ۲۷يوداه دې يوحنا زيائي و، يوحنا دې ريسا زيائي و، ريسا دې زروبابل زيائي و، زروبابل دې شالتي ييل زيائي و، شالتي ييل دې نيري زيائي و، ۲۸نيري دې ملکي زيائي و، ملکي دې آدي زيائي و، آدي دې قوسام زيائي و، قوسام دې ايلمودام زيائي و، ايلمودام دې عير زيائي و، عير دې يوشع زيائي و، ۲۹يوشع دې ايلعازر زيائي و، ايلعازر دې يوريم زيائي و، يوريم دې متات زيائي و، متات دې لاوي زيائي و، ۳۰لاوي دې شمعون زيائي و، شمعون دې يهودا زيائي و، يهودا دې يوسف زيائي و، يوسف دې يونان زيائي و، يونان دې ايلياقيم زيائي و، ۳۱ايلياقيم دې مليا زيائي و، مليا دې مينان زيائي و، مينان دې متاتا زيائي و، متاتا دې ناتان زيائي و، ناتان دې داود زيائي و، ۳۲داود دې يسي زيائي و، يسي دې عبيد زيائي و، عبيد دې بوعز زيائي و، بوعز دې شلمون زيائي و، شلمون دې نحشون زيائي و، ۳۳نحشون دې عميناداب زيائي و، عميناداب دې ادمين زيائي و، ادمين دې آرام زيائي و، آرام دې حزرون زيائي و، حزرون دې فارز زيائي و، فارز دې يهودا زيائي و، ۳۴يهودا دې يعقوب زيائي و، يعقوب دې اسحاق زيائي و، اسحاق دې ابراهيم زيائي و، ابراهيم دې تارح زيائي و، تارح دې ناحور زيائي و، ۳۵ناحور دې سروج زيائي و، سروج دې رعو زيائي و، رعو دې فلج زيائي و، فلج دې عابر زيائي و، عابر دې صالح زيائي و، ۳۶صالح دې قينان زيائي و، قينان دې ارفکشاد زيائي و، ارفکشاد دې سام زيائي و، سام دې نوح زيائي و، نوح دې لامک زيائي و، ۳۷لامک دې متوشالح زيائي و، متوشالح دې خنوخ زيائي و، خنوخ دې يارد زيائي و، يارد دې مهللييل زيائي و، مهللييل دې قينان زيائي و، ۳۸قينان دې انوش زيائي و، انوش دې شيث زيائي و، شيث دې ادم زيائي و، او ادم خدائ پيدو کړائي و.

Sorry, no results.
Please try another keyword