دوام ساباق
دې عيسیٰ زيژيدنه
(متي ۱: ۱۸ - ۲۵)
۱په اغا وخت کې بادشا اګوستوس دې روم په ټوله بادشايئ کې دې سار شمرينې په خاطر يو فرمان شيري که. ۲دا اوالينئ سار شميرنه وه چې دې شام دې والي کرينوس په وخت کې وشوه. ۳ار څوک خپل شار ته لوړل چې خپل نوم وليکو. ۴بيا يوسف هه دې جليل دې ناصرت دې شار نه دې يهوديې دې ولايت بيت لحم شار ته چې دې داود بادشا دې زيژيدنې ځوئي و لوړ شه، دې ځکه چې اغا دې داود دې کورانۍ نه و. ۵يوسف دې مريم سره چې لوس نيوائي يې و او اميدوره وه، دې نوم ليکنې دې پوره وولته لوړ شه. ۶او کله چې اغا په بيت لحم کې و دې يغې دې واړيکي دې زيژيدلې وخت رو وراسيده. ۷يغې خپل اوالينئ الود چې ژڼکائي و، وزيژوه. اغا يې په رڼي کې ونغوړه او په خوار کې يې کشياش، دې ځکه چې په ميسوفر خونه کې دې يغې دې پوره ځوئي نه و.
شپونه ته دې فرشتې زرائي
۸په اغا سيمه کې څو شپونه وي چې په شو او خو منځکې کې پنډيدل او دې شپې و يې په خپلې رامې بندې پام که. ۹دې تيشتن فرشته اغا ته شکاره شوه او دې تيشتن دې جلال رڼو په اغا بندې وچړکيدله. اغا ساخت وډاريدل. ۱۰خو فرشتې اغا ته وويل، ”مه ډاريژئي، مو توسې ته يو زرائي روړائي دائي چې دې ټولې خالکې دې پوره و يوه ستره خواشولي وي. ۱۱دا نن دې داود په شار کې دې توسې دې پوره يو خلوصاوينکائي زيژيدلائي دائي چې اغا مسيح او تيشتن دائي. ۱۲او دې توسې دې پوره و دا ناخشه وي چې يو واړيکائي و مينده کئ چې په رڼي کې و نغشتئ شوائي وي او په خوار کې و پروت وي.“ ۱۳بيځيه دې يغې فرشتې سره يو ستر اسموني لشکر روشکاره شه چې دې خدائ ثنا يې ويله:
۱۴”خدائ ته دا وي جلال په چګ اسمونينه کې
او صولحه او سالومتي دا وي په منځکه بندې
په اغا خالک بندې چې ځنې روضي دائي اغا“
۱۵کله چې فرشتې اغا پريشول او په څټ اسمون ته لوړې، بيا شپنې يو بل ته سره وويل، ”روڅئ چې بيت لحم ته لوړ شي او اغا څه چې پيش شوي دي او تيشتن ميژ دې يغې نه خبر کړي يې، وويني.“ ۱۶بيا اغا په منډه لوړل، مريم او يوسف يې پيدو کړل او ويې ليدل چې واړيکائي په خوار کې پروت دائي. ۱۷کله چې شپنې اغا واړيکائي وليد، بيا څه چې يې دې يغ په حق کې ارويدلي وي، ټول يې خبر کړل. ۱۸ار چا چې دې شپنې خبرې ارويدلې بيا حيرون پوتې کيدل. ۱۹خو مريم دا ټول شايون په خپل زړه کې سوتل او دې يغې په حق کې يې ډير فکر که. ۲۰شپونه په څټ لوړل او څه يې چې ارويدلي او ليدلي وي دې يغې دې پوره يې دې خدائ سترتوب بيانوه او ثنا يې ويله، دې ځکه دا اغا څه وي چې فرشتې يغې ته ويلي وي.
په عيسیٰ بندې نوم ايشاول
۲۱په وتمه وريځ کله چې دې واړيکي دې سوناتولې وخت رو وراسيده، بيا په اغا يې عيسیٰ نوم کشياش. دا اغا نوم و چې مخکې په دا نه چې مريم اميدوره شي فرشتې په ايشئ و.
خدائ ته دې عيسیٰ وقف کيدل
۲۲کله چې دې موسیٰ دې شريعت دې مخه دې يغې دې پوکولي دې مراسمې وخت رو وراسيده، بيا يغې اغا واړيکائي يروشلم ته بوته چې تيشتن ته يې وير مخته کو. ۲۳لکه څرنګې چې په شريعت کې ليکل شوي دي، ”ار اوالينئ نر واړيکائي چې پيدو شي بايد تيشتن ته وقف شي.“ ۲۴بيا يغې دې شريعت دې مخه قرباني وکړله يعني يوه جوړه کاوتارې ليا دوې ځوونې بابغيې.
۲۵په اغا وخت کې په يروشلم کې دې شمعون په نوم يو ساړائي پنډيده. اغا يو صادق او پرهيزګورائي ساړائي و او دې اسرائيلې دې ژغورنې انتظار يې که او روح القدس ورسره و. ۲۶روح القدس شمعون ته دا په شکاره ويلي وي چې ترڅو پره دې تيشتن دې خو نه وعده شوائي مسيح ونه وينې، ته و نه مړ کيژې. ۲۷شمعون دې روح القدس په ليار وشونه دې ننه بيت المقدس ته روغائي. کله چې مور او پلور واړيکائي عيسیٰ وولته رواست ترڅو دې يغ دې پوره اغا څه وکو چې دې موسیٰ شريعت يې غوشتنه کړله، ۲۸بيا شمعون اغا واړيکائي په غيژ کې وخاست او دې خدائ ثنا يې وويله:
۲۹”اې تيشتن تعالی، ويس دې ريخصات که
خپل خادم دې دغې دنيو نه په سالومتئ سره
لکه چې څرنګې تو وعده کړيې وه
۳۰دې ځکه چې مو دې تو خلوصين وليده په خپلې سترګې
۳۱اغا خلوصين چې تايور کړائي دائي تو
دې ټولې خالکې په حضور کې
۳۲يوه رڼو چې و شکاره کو اراده دې تو
غير يهودې ته
او کو و دې تو قوم اسرائيل چګ ساري“
۳۳دې واړيکي مور او پلور په اغا خبرې چې شمعون دې يغ په حق کې وکړې حيرون شول. ۳۴شمعون دې يغې دې پوره دې خير داعو وکړه او دې عيسیٰ مور مريم ته يې وويل، ”دا واړيکائي په اسرائيلې کې دې ډيرې دې بربودئي او ليا چګ سارئي دې پوره دې خدائ دې خو نه غوره شوائي دي. اغا دې خدائ دې خو نه يوه ناخشه دو چې ډير خالک و يې مخالفت وکو ۳۵او په دا رانګ و دې ډيرې زړي پټ خيالينه جاوات شي. او اې مريمې، غم و لکه دې تيرې تيرې په رانګ دې تو زړه هه سروائي سروائي کو.“
۳۶وولته يوه پيغمبره وه چې حنا نوميدله او ډيره زاړه وه، اغا دې فنوييل لير وه او دې اشير دې قابيلې نه وه. اغا په ورو نه دې ورستې ګوشي اووه کوله دې خپل ميړه سره پنډه شوې وه او په اغا نه دې ورستې يې ميړه مړ شه. ۳۷ويس اغا څالور اتيا کولنه او کونډه وه. اغا ايڅکله دې بيت المقدس نه نۀ واتله، بلکې شپه او وريځ و يې په ريژه نيولې او داعو کړلې سره دې خدائ عبادت که. ۳۸حنا په اغا وخت کې يوسف او مريم ته روغله، دې خدائ شکر يې ويوست او دې يغې ټولې خالکې سره يې چې دې يروشلم دې ازودئي په تامه وي دې يغ واړيکي په حق کې يې خبرې وکړې.
عيسیٰ په ناصرې کې ستر شه
۳۹کله چې يوسف او مريم ار څه دې شريعت دې مخه سار ته وراساول، بيا په څټ خپل شار ناصرت ته چې په جليل کې و، رو ګوډ شول. ۴۰اغا واړيکائي ستر او طاقتور شه، اغا دې حکمت نه ډاک و او دې خدائ فاضل ورسره و.
دولاس کولن عيسیٰ دې خدائ په کير کې
۴۱دې عيسیٰ مور او پلور و ار کول دې فسحې دې اختر دې پوره يروشلم ته تلل. ۴۲کله چې عيسیٰ دولاس کولن شه بيا اغا دې خپل دود او دستور دې مخې دې اختر دې پوره يروشلم ته لوړل. ۴۳کله چې دې اختر وريځې اخير ته وراسيدلې، اغا په څټ خپل کير ته راون شول او عيسیٰ چې ليا واړيکائي ژڼکائي و په يروشلم کې پوتې شه، خو دې يغ مور او پلور ځنې خبر نه وي. ۴۴يغې ګمون که چې عيسیٰ دې نورې ميسوفرې په ډاله کې راون دائي. يغې ټوله وريځ سفر وکه او بيا يې دې خپلې خپلونې او ملګريې په ميانځ کې دې يغ په غوشتلې شيري وکړه. ۴۵کله يې چې اغا پيدو نه که بيا په څټ يروشلم ته لوړل ترڅو اغا وغوړي. ۴۶درې وريځې ورستې يې اغا په بيت المقدس کې پيدو که چې دې ديني عالمونې سره نوست و، اغا ته يې غوژ نيولائي و او پشتنې يې ځنې کړلې. ۴۷ار چا چې دې عيسیٰ خبرې ارويدلې، بيا دې يغ پويا او ځاوبينه ته حيرون پوتې کيدل. ۴۸کله چې مور او پلور يې اغا وليد، بيا حيرون شول او مور يې ورته وويل، ”کسه زامنه، دې ميژ سره دې ويلې داسې وکړل؟ مو او پلور دې په ډيرې انديشنې سره غوشتلې.“ ۴۹يغ ورته وويل، ”توسې ويلې زه غوشتمله؟ ايا په دا نه پئيدلئ چې زه بايد دې خپل پلور په کير کې پنډ شمه؟“ ۵۰خو اغا دې يغ دې خبرې په مقصد پوئي نه شول. ۵۱بيا عيسیٰ دې يغې سره په څټ ناصرت ته لوړ شه او دې يغې تابع و. مور يې دا ټولې خبرې په خپل زړه کې سوتلې. ۵۲عيسیٰ دې قد او حکمت په لحاظ ستريده او دې خدائ او خالکې خواشيده.