EA Icon - General Epistles
خط

یهودا ‮د کتاب پېژندنه

د کتاب پېژندنه

په لومړۍ میلادي پېړۍ کې مسیحي ایمان په مختلفو هېوادونو کې په چټکۍ سره خپرېده او خلکو عیسی مسیح د خپل خلاصوونکي په توګه منلو. خو د مسیح په رښتینو ایماندارانو کې یو شمېر خلک هم ورننوتلي وو چې غلطې او د حقیقت څخه لېرې عقیدې یې درلودلې او د هماغو عقیدو په هکله یې وعظ کاوه.

یهودا خپل ځان د عیسی مسیح خدمتګار او د یعقوب ورور معرفي کوي. دا ایماندارانو ته د یهودا لیک دی. د هغه ورور یعقوب د اورشلیم د کلیسا مشر شو او هغه هم یو لیک ولیکه.

یهودا په دې لیک کې رښتینو ایماندارانو ته د دروغجنو استاذانو او بې دینه خلکو د مقصدونو په اړه خبرداری ورکوي. هغه لوستونکو ته ور په یادوي چې خدای څنګه په پخوا زمانه کې بې دینه خلکو او فرښتو ته سزا ورکړې وه. هغه په دې لیک کې ایمانداران دې ته هڅوي چې په هغه ایمان کې چې رسولانو د هغه په هکله زېری ورکړی دی، د زغم څخه کار واخلي او ټینګ پاتې شي.

د موضوعګانو لست

  • سلامونه: ۱: ۱ - ۲
  • د دروغجنو استاذانو د شخصیت، تعلیم او سرنوشت په هکله: ۱: ۳ - ۱۶
  • خبرداری او لارښوونې: ۱: ۱۷ - ۲۳
  • خدای ته د ستاینې دعا: ۱: ۲۴ - ۲۵
Verified by MonsterInsights