خط

لومړی یوحنا ‮د کتاب پېژندنه‬

د کتاب پېژندنه

دا لیک یوحنا چې د ایماندارانو د ټولنې مشر ؤ د ۸۵ نه تر ۹۵ میلادي کلونو په شاوخوا کې لیکلی دی، دوه اصلي مقصدونه لري. لومړی دا چې ایمانداران دې ته هڅوي چې د عیسی مسیح له لارې د خدای سره په تړاو او دوستۍ کې ژوند وکړي. دوهم دا چې ایماندارانو ته خبرداری ورکوي چې د غلط تعلیم په هکله پام وکړي. غلط تعلیم په دې بنیاد باندې ولاړ ؤ چې مادي نړۍ په خپل ذات کې فاسده او ناپاکه ده او د هغې سره اړیکه نیول د ناپاکۍ سبب ګرځي. د دې ښوونکو یوې ډلې فکر کاوه چې د خلاصون دپاره باید بدن وځورول شي او بدن د قید نه ازاد شي. بلې ډلې دعوه کوله څرنګه چې خلاصون یوه روحاني موضوع ده چې د انسان د روح سره تړاو لري، نو کوم ګناهونه چې انسان یې د خپل بدن سره کوي، په روحي سلامتیا او خلاصون باندې هېڅ اغیزه نه لري، نو بیا انسان کولای شي چې په جسماني لحاظ هر کار وکړي.

لیکونکی د دې غلط تعلیم سره د مقابلې دپاره بیانوي چې عیسی مسیح په رښتیا سره انسان شو او انساني جسم یې اختیار کړ. لیکونکی د دې غلط تعلیم په وړاندې وایي چې زمونږ غوږونو د هغه تعلیم واورېد، زمونږ لاسونو هغه لمس کړ او زمونږ سترګو هغه ولیده، ترڅو دا ثابته شي چې د خدای زوی انسان ؤ. همدارنګه لیکونکی په دې باندې ټینګار کوي چې هغه ټول خلک چې په عیسی باندې ایمان لري او د خدای سره مینه کوي، باید د ګناه او بدۍ نه ځانونه لېرې وساتي او په ځانګړې توګه خپله مینه په عمل کې نورو ته ښکاره کړي.

د موضوعګانو لست

  • د ژوندون کلام: ۱: ۱ - ۴
  • خدای رڼا ده: ۱: ۵ – ۲: ۲۷
  • د خدای اولادونه: ۲: ۲۸ – ۳: ۲۴
  • د خدای د روح او د شیطان د روح پېژندل: ۴: ۱ - ۶
  • خدای مینه ده: ۴: ۷ - ۲۱
  • د ایمان بریالیتوب: ۵: ۱ - ۲۱