د کتاب پېژندنه
عبرانیانو ته دا لیک د کوم یهودي له خوا لیکل شوی دی، خو د لیکونکي نوم معلوم نه دی. دا لیک هغو یهودي ایماندارانو ته لیکل شوی دی چې د عیسی مسیح د مقام او کار د ناسمې پوهې په سبب غلطې لارې ته د اووښتلو په حال کې وو. نو په همدې سبب د دې لیک په پیل کې عیسی مسیح د خدای حقیقي او وروستنۍ مکاشفې په نامه معرفي شوی او دا ثابته شوې چې هغه د فرښتو، یهودي کاهنانو او موسی نه ډېر لوړ دی. لیکونکی درې ښکاره حقیقتونو ته اشاره کوي. لومړی: عیسی د خدای ازلي او ابدي زوی دی. دوهم: عیسی زمونږ لوی ابدي کاهن دی، نو هغه د زړې لوظنامې تر کاهنانو ډېر لوړ دی. درېم: عیسی چې اوس زمونږ لوی کاهن دی، ایمانداران د ګناه او د مرګ د وېرې نه ژغوري.
په دې کتاب کې د قربانیو اصول او د یهودي دین مراسم یوازې د دې لویې ژغورنې یو سیوری دی. لیکونکی د اسراییلو د لوړو شخصیتونو ایمان ته په اشارې سره لوستونکی دې ته هڅوي، ترڅو په خپل ایمان کې ټینګ ودریږي. همدارنګه د هغوی څخه غواړي چې عیسی ته په کتلو سره د مصیبتونو په وخت کې خپل ایمان تر پایه پورې ټینګ وساتي. دا لیک د نصیحتونو او بې لارې کېدلو په هکله په خبرداریو سره پای ته رسیږي.
د موضوعګانو لست
- د خدای خبرې د خپل زوی په وسیله: ۱: ۱ - ۳
- د فرښتو نه د مسیح لوی والی: ۱: ۴ – ۲: ۱۸
- د موسی او یوشع نه د مسیح لوړوالی: ۳: ۱ – ۴: ۱۳
- د مسیح د کاهنتوب لوړوالی: ۴: ۱۴ – ۷: ۲۸
- د مسیح د لوظ او د قربانۍ لوړوالی: ۸: ۱ – ۱۰: ۱۸
- د ایمان ښه والی: ۱۰: ۱۹ – ۱۱: ۴۰
- د څښتن اصلاح: ۱۲: ۱ - ۱۳
- لارښوونې او خبردارۍ: ۱۲: ۱۴ – ۱۳: ۱۹
- وروستنۍ دعاګانې او سلامونه: ۱۳: ۲۰ - ۲۵