د پولوس رسول خط

تیتوس ‮د کتاب پېژندنه‬

د کتاب پېژندنه

تیتوس یو غیریهودي مسیحي، تکړه ځوان او پولوس رسول ته وفادار او د باور وړ سړی ؤ. پولوس به ډېر درانه مسوولیتونه د تیتوس په غاړه اچول.

هغه وخت چې تیتوس د کریت د کلیسا مشري کوله، پولوس دا لیک هغه ته ولیکه. په دې لیک کې هغه د تیتوس سره د درې موضوعګانو په هکله خبرې کړي دي: لومړی، پولوس تیتوس ته په کلیسا کې د یو ښه مسیحي مشر د وظیفې او ښه خوی او خصلت د درلودلو په هکله یادونه کوي، ځکه چې ډېرو کریتیانو بد خوی او بد چلند درلود. دوهم، دا چې تیتوس ته نصیحت شوی دی چې څنګه په کلیسا کې مختلفو ډلو یعنې سپین ږیرو، زړو ښځو، ځوانانو او غلامانو ته تعلیم ورکړي. سپین سرې ښځې باید ځوانو ښځو ته تعلیم ورکړي. درېم، دا چې پولوس تیتوس ته د مسیحي چلند او په ځانګړې توګه د روغې جوړې، دوستۍ، د نورو د ځورونې او کرکې څخه د ځان ساتنې په هکله نصیحت کوي. همدارنګه په کلیسا کې د شخړو جوړولو او بحثونو او نفاق اچولو څخه د ځان ساتنې په هکله هغه ته نصیحت کوي.

پولوس هغه ته وظیفه ورسپاري چې د هغه ځای مسیحیانو ته ورزده کړي چې څرنګه چې هغوی په عیسی مسیح باندې په ایمان راوړلو سره د ګناه نه ازاد شوي دي، لازمه ده چې دا ازادي د ایماندارانو په ورځني ژوند کې هم ولیدل شي.

د موضوعګانو لست

  • سلامونه: ۱: ۱ - ۴
  • د کلیسا مشران: ۱: ۵ - ۱۶
  • په کلیسا کې د سمې عقیدې په هکله تعلیم ورکول: ۲: ۱ - ۱۶
  • مسیحیانو ته نصیحت او خبرداری: ۳: ۱ - ۱۱
  • وروستنۍ خبرې: ۳: ۱۲ - ۱۵