د پولوس رسول خط

لومړی تسالونیکیان ‮د کتاب پېژندنه‬

د کتاب پېژندنه

پولوس رسول دا لیک د تسالونیکې کلیسا ته شاوخوا ۵۱ میلادي کې ولیکه. تسالونیکیه لا تر اوسه هم د یونان په مقدونیه کې یو مهم بندر او سوداګریز ښار دی. پولوس په دې ښار کې د عیسی مسیح زېری خپور کړ او د بشریت خلاصوونکی یعنې عیسی مسیح یې خلکو ته وروپېژانده. د یهودیانو ځینې مشرانو په دې ښار کې ولیدل چې ډېرو غیریهودیانو چې د یهودیت د دین سره یې مینه لرله د پولوس په پیغام باندې ایمان راوړ. نو له دې امله دغو یهودي مشرانو د پولوس په نفوذ او اثر باندې بخیلي وکړه او هغه یې مجبور کړ چې د تسالونیکې ښار پرېږدي او لاړ شي. دا نوي ایمانداران چې د تسالونیکې په ښار کې پاتې شول، د ډېرو ستونزو او ځورونو سره سره بیاهم په خپل ایمان کې ټینګ پاتې شول او پرمختګ یې وکړ.

په دې لیک کې او همدارنګه په دوهم لیک کې چې د تسالونیکې کلیسا ته یې لیکلی ؤ، اصلي موضوع دا ده چې ایمانداران باید په عیسی مسیح کې خپل ژوند څنګه تېر کړي. هغوی باید داسې ژوند وکړي چې خدای ورڅخه خوشحاله او راضي وي. هغوی باید یو د بل سره په مینه او محبت سره ژوند وکړي او د ټولو خلکو سره نېکي او ښېګڼه وکړي. هغوی باید په خپلو ټولو اړیکو کې د اخلاقو څخه ډک ژوند ولري. که د ایماندارانو ژوند د کړاوونو او ځورونو څخه ډک هم وي، هغوی باید وفاداره او ټینګ پاتې شي، ترڅو د ژوند دا تجربې هغوی د دې وړ وګرځوي چې د خدای خلک اوسي.

د دې لیکونو بله اصلي او مهمه موضوع د عیسی مسیح بیا راتلل دی. دا راتګ چې وخت یې هېچا ته معلوم نه دی، خو هغه حتمي راځي او باید ورته په تمه اوسو. کله چې دا کار وشي نو حتی مړي به بیا راژوندي شي چې د عیسی مسیح سره بېرته راشي او د خدای په حضور کې به ژوند وکړي. هغې ورځې ته انتظار ویستل باید د بېکارۍ او د دې سبب نه شي چې د ژوند مسوولیتونه له پامه وغورځول شي، بلکې هغه د دې سبب شي چې ایمانداران دې ته وهڅول شي چې خپل ژوند د کړاوونو او تکلیفونو سره سره په هیله مندۍ سره تېر کړي او د ټولو خلکو سره نېکي وکړي.

د موضوعګانو لست:

  • سلامونه: ۱: ۱
  • شګرګزاري، ثنا او صفت: ۱: ۲ – ۳: ۱۳
  • د مسیحي چال چلند په هکله نصیحت: ۴: ۱ - ۱۲
  • د څښتن عیسی په بېرته راتللو سره ایمانداران راژوندي کیږي: ۴: ۱۳ – ۵: ۱۱
  • وروستنۍ خبرې: ۵: ۲۳ - ۲۸