د پولوس رسول خط

غلاتیان ‮د کتاب پېژندنه‬

د کتاب پېژندنه

غلاتیه په اوسنۍ ترکیې کې یوه برخه وه. پولوس رسول دا لیک د دې سیمې مسیحیانو ته چې په هغه وخت کې د روم د امپراتورۍ د ولایتونو څخه ؤ، شاوخوا ۴۸ یا ۴۹ میلادي کلونو کې لیکلې دی. د غلاتیې مسیحیانو فکر کاوه چې انسان د مذهبي قوانینو او مراسمو په سرته رسولو سره د ګناه د سزا څخه خلاصون مومي او په سمه لار به روان شي. پولوس رسول د هغوی پام خپلې دې غلطۍ ته را اړوي او هغوی ته دا ورښایي چې د ګناه څخه خلاصون په انساني کوښښ سره تر لاسه کېدلی نه شي، بلکې خلاصون یو نعمت دی چې د خدای له خوا په وړیا توګه د مسیح په صلیب باندې انسان ته ورکړل شوی دی.

کله چې د عیسی په هکله زېری واورول شو او د غیریهودیانو له خوا ورته هرکلی وویل شو، نو هغوی ته یو سوال پیدا شو چې ایا یو رښتینی مسیحي باید د موسی د قوانینو څخه اطاعت وکړي او که نه؟ پولوس دلیل وړاندې کړ چې داسې کار ته اړتیا نشته بلکې دا یو حقیقت دی چې د یو مسیحي د ژوند شروع په عیسی باندې ایمان راوړل دي او دا یوازېنۍ لاره ده چې مونږ ټول د خدای په نظر کې نېک وګڼل شو. خو د غلاتیې کلیساګانو ته ځینې خلک راغلي وو چې د پولوس سره یې مخالفت کاوه او ویل به یې چې د خدای په نظر کې د نېک کېدلو دپاره باید د موسی قانون هم په پام کې ونیول شي.

د دې لیک د لیکلو اصلي مقصد د ایماندارانو هڅول دي چې سم ایمان ته راوګرځي او د هغو خلکو اصلاح کول دي چې د دې غلط تعلیم له امله بې لارې شوي وو. د پولوس د دې لیک په ترڅ کې د خپل خدمت څخه او دا چې هغه د عیسی مسیح رښتینی رسول دی، دفاع کوي. هغه په دې ټکي باندې ټینګار کوي چې د هغه رسالت د خدای له خوا دی نه د انسان له خوا. پولوس دا هم وایي چې د هغه وظیفه په ځانګړې توګه غیریهودیانو ته خدمت کول دي. وروسته بیا د دې عقیدې څخه دفاع کوي چې انسان یوازې د ایمان په وسیله د خدای په نظر کې نېک ګڼل کیږي. هغه په وروستیو فصلونو کې څرګندوي چې د یو ایماندار چلند د هغې مینې نتیجه ده چې په مسیح باندې د ایمان په وسیله پیدا کیږي.

د موضوعګانو لست

  • سلامونه: ۱: ۱ - ۱۰
  • د یو رسول په توګه د پولوس واک او اختیار: ۱: ۱۱ – ۲: ۲۱
  • د خدای د فضل زېری: ۳: ۱ – ۴: ۳۱
  • د یو مسیحي ازادي او مسوولیت: ۵: ۱ – ۶: ۱۰
  • وروستنۍ خبرې: ۶: ۱۱ - ۱۸