تاریخي

د رسولانو عملونه ‮د کتاب پېژندنه‬

د کتاب پېژندنه

د رسولانو د عملونو کتاب د لوقا د انجیل څخه وروسته پیل کیږي چې لیکونکی یې لوقا دی. دا د لوقا د انجیل نه وروسته لیکل شوی دی. کله چې عیسی مسیح په صلیب باندې مړ کړای شو، نو شاګردانو یې له وېرې خپل ځانونه پټ کړل، خو عیسی مسیح د مړینې څخه وروسته په درېمه ورځ بیا راژوندی او د هغوی په منځ کې راښکاره شو. مخکې له دې چې عیسی بېرته اسمان ته پورته شي یوځل بیا یې د هغوی سره وعده وکړه چې پلار خدای به هغوی ته هغه وعده شوی سوغات یعنې روح القدس راولېږي. عیسی مسیح هغوی ته وویل چې دوی به د روح القدس په قدرت سره د هغه د پیغام شاهدان اوسي، لومړی په اورشلیم، یهودیه، سامره او بیا د نړۍ تر بل سره پورې (د رسولانو عملونه ۱: ۸).

د رسولانو د عملونو د کتاب مهمې ځانګړتیاوې د روح القدس کار دی چې په اورشلیم کې د پنتیکاست په ورځ په خپل قدرت سره په ایماندارانو باندې نازل شو. روح القدس کلیسا او د هغې مشرانو ته په هغو ټولو پېښو کې چې په دې کتاب کې بیان شوي دي، لارښوونه کوي او هغوی ته قوت ورکوي. لومړنی مسیحي پیغام د یو شمېر موعظو او هغو پېښو لنډیز دی چې د رسولانو د عملونو په کتاب کې لیکل شوي دي چې د ایماندارانو په ژوند او د کلیسا سره په ملګرتیا کې د دې پیغام د قدرت ښکارندوی دی. په دې کتاب کې د لوستونکو پام دې ټکي ته راګرځول شوی دی چې کلیسا کوم سیاسي سازمان نه دی او د کوم حکومت د رانسکورولو او یا قدرت ته د رسېدلو دپاره فعالیت نه کوي، بلکې د کلیسا مقصد دا دی چې دا اعلان کړي چې خلک به په عیسی مسیح باندې په ایمان راوړلو سره د خدای پاچاهۍ ته دننه شي.

د رسولانو د عملونو کتاب دا څرګندوي چې روح القدس ټولو ایماندارانو ته لارښوونه کوي او هغوی ته توان ورکوي، ترڅو د عیسی مسیح په هکله د اورشلیم څخه تر روم پورې یهودیانو او غیریهودیانو دواړو ته زېری ورسوي.

د موضوعګانو لست

  • د خلاصون د زېري رسولو دپاره تیاری: ۱: ۱ - ۲۶
  • الف: د عیسی وروستنی فرمان او وعده: ۱: ۱ - ۱۴
  • ب: د یهودا اسخریوتي په ځای د یو بل کس ټاکنه: ۱: ۱۵ - ۲۶
  • په اورشلیم کې د زېري رسول: ۲: ۱ – ۸: ۳
  • په یهودا او سامره کې د زېري رسول: ۸: ۴ – ۱۲: ۲۵
  • د پولوس رسول کارونه: ۱۳ – ۲۸ فصلونه
  • الف: د خلاصون د زېري رسولو دپاره لومړی سفر: ۱۳ – ۱۴ فصلونه
  • ب: د اورشلیم شورا: ۱۵: ۱ - ۳۵
  • ت: د خلاصون د زېري د رسولو دپاره دوهم سفر: ۱۵: ۳۶ – ۱۸: ۲۲
  • ث: د خلاصون د زېري د رسولو دپاره درېم سفر: ۱۸: ۲۳ – ۲۱: ۱۶
  • ج: پولوس رسول د اورشلیم، قیصریه او روم په زندانونو کې: ۲۱: ۱۷ – ۲۸: ۳۱