انجیل

لوقا ‮د کتاب پېژندنه‬

د کتاب پېژندنه

د لوقا انجیل د ۶۰ نه تر ۷۰ میلادي کلونو پورې د لوقا په نامه یو سړي لیکلی دی. لوقا یو غیریهودي ډاکتر او د پولوس رسول د نژدې ملګرو څخه ؤ. لوقا د پولوس سره د عیسی مسیح د زېري په رسولو کې مرسته کوله او زیات سفرونه یې ورسره کړي دي. هغه دا زېری چې د عیسی مسیح په هکله دی، د تیوفیلوس په نوم یو سړي ته چې یو لوړ رتبه مامور ؤ، لیکلی ؤ (لوقا ۱: ۱ - ۴). لوقا د څو عیني شاهدانو څخه معلومات راټول کړ او د روح القدس په لارښوونه یې د هغه څخه یو منظم او سم راپور د عیسی د ژوند په هکله جوړ کړ.

لوقا په دې انجیل کې دا بیانوي چې انسان څرنګه د عیسی مسیح په وسیله خلاصون وموند. وروسته له هغې چې لومړني انسان ګناه وکړه او د خدای څخه لېرې شو، هغه الهي نقشه چې د انسان د خلاصون په خاطر جوړه شوې وه او نبیانو د هغې په هکله نبوت کړی ؤ، د عیسی مسیح د ژوندانه په پېښو کې عملي شو.

د لوقا انجیل د عیسی مسیح په ژوند کې د هغه د زېږېدنې د وخت نه د اسمان تر ختلو پورې مهمې پېښې بیانوي. هغه په دې انجیل کې عیسی هم د یهودیانو او هم د نورو خلکو د خلاصوونکي په توګه ورپېژني. همدارنګه د لوقا انجیل د ټولنې د ټیټ موقف خلکو لکه غیریهودیانو، ښځو، کونډو، د ټولنې نه شړل شویو خلکو، غریبانو، محتاجو او معیوبو خلکو ته د عیسی په خدمت باندې ټینګار کوي. ټول انسانان مینې ته اړتیا لري او عیسی د مینې او محبت سرچینه ده. د انسان ډېر مهم او اساسي درد ګناه ده او عیسی انسان ته د ګناه څخه خلاصون ورکوي. همدارنګه د لوقا په انجیل کې په دعا، روح القدس، د عیسی په ماموریت یا خدمت کولو کې د ښځو په ونډه او د خدای له خوا د ګناهونو په بخښنې باندې زیات ټینګار شوی دی.

د لوقا په انجیل کې اساسي ټینګار د خدای په پاچاهۍ باندې دی. دا هغه وخت دی چې خدای په خلکو باندې حکومت کوي چې د خلکو او د ټولنې په ژوند کې مهم بدلونونه رامنځته کیږي. عیسی د خدای په حکومت یا واکمنۍ کې ځانګړی ارزښت لري. هغه د مسیح یا وعده شوي پاچا په توګه راغی، ترڅو په نړۍ کې د خدای حکومت رامنځته کړي.

د موضوعګانو لست

  • سریزه: ۱: ۱ - ۴
  • د تعمید غسل ورکوونکي یحیی او د عیسی مسیح زېږېدنه او ماشومتوب: ۱: ۵ – ۲: ۵۲
  • د تعمید غسل ورکوونکي یحیی ماموریت: ۳: ۱ - ۲۰
  • د عیسی مسیح تعمید او ازمېښتونه: ۳: ۲۱ – ۴: ۱۳
  • په جلیل کې د عیسی مسیح خدمتونه: ۴: ۱۴ – ۹: ۵۰
  • له جلیل څخه تر اورشلیمه د عیسی مسیح تعلیم او معجزې: ۹: ۵۱ – ۱۹: ۲۷
  • په اورشلیم او د هغه په شاوخوا سیمو کې وروستنۍ هفته: ۱۹: ۲۸ – ۲۳: ۵۶
  • د عیسی بیا راژوندي کېدل، راښکاره کېدل او پورته ختل: ۲۴: ۱ - ۵۳