پېژندګلو

يشوَع ‮پېژندګلو‬

پېژندګلو

د کِتابِ مقدس په اوله حِصه کښې د تورات د پينځو کتابونو نه پس مختلفې صحيفې شاملې دى چې د هغوئ په شروع کښې ديارلس تاريخى کتابونه دى، او د حضرت يشوَع کِتاب د دې تاريخى کتابونو اولنے کِتاب دے او د دې ټولو کتابونو الهام هم د خُدائ پاک د طرفه دے. د حضرت يشوَع په کِتاب کښې هغه وعده پوره شوه کومه چې خُدائ پاک د حضرت اِبراهيم عليه السلام سره کړې وه چې د هغۀ اولاد به په لوظ کړے شوى وطن کښې اوسيږى. حضرت يشوَع خپل قوم له په جنګ کښې د فتحې طرف ته رهنمائى وکړه او د دولسو قبيلو تر مينځه يې زمکه تقسيم کړه. په دې کِتاب کښې مونږ ګورو چې څنګه خُدائ پاک د خپلو خلقو دپاره جنګ کوى او کله چې هغوئ مضبوط وى حوصلې يې اوچتې وى او په خُدائ پاک مکمله بهروسه لرى. حضرت يشوَع خلقو ته منت کوى چې د خُدائ پاک سره وفادار پاتې شئ او د هغۀ په حکمونو عمل وکړئ او خلقو د هغۀ تعليم ومنلو. بيا حضرت يشوَع وفرمائيل چې، پاتې شوه زما او زما د خاندان خبره، نو مونږ به د مالِک خُدائ خِدمت کوُو. د حفظ کولو دپاره ۱‏:_۷ آيت ”تکړه او زړَور اوسه او په هغه ټول شريعت عمل کوه چې زما خِدمت کوونکى موسىٰ تا له درکړے دے. د هغې نه يو خوا بل خوا مۀ اوړه او بيا چې هر چرته هم تۀ ځې نو کامياب به يې.“