WISDOM & POETRY

Psalm 43

د ‎پرېشانه انسان دُعا

۱اے پاکه خُدايه، ما بې‌ګناه وګرځوه،

د بې‌ايمانه خلقو په خلاف زما په حق کښې فېصله واوروه،

خو تۀ ما ته د بدکارانو او ټګمارانو نه خلاصون راکوه.

۲تۀ زما خُدائ پاک او زما قلعه يې، ولې دې رد کړے يم؟

نو ولې غمژن ګرځم دشمن راباندې ظلم کوى؟

۳خپل نُور او خپل حقيقت دې نازل کړه، چې ما ته لارښودنه وکړى،

او ما دې هغه مقدس غر ته بوځى کوم ځائ چې تۀ اوسېږې.

۴زۀ به د خُدائ پاک قربان‌ګاه ته ورشم،

هغه خُدائ د چا نه چې ډېر خوشحال شم،

زۀ به د رباب په نغمو کښې ستا ثناء صِفت وکړم،

اے خُدايه، زما پاکه خُدايه.

۵ولې خفه کېږې زما روحه، دومره ولې پرېشانه کېږې تۀ؟

په خُدائ پاک باندې توکل کوه مۀ پرېشانه کېږه تۀ،

زۀ به بيا ستا ثناء صِفت بيان کړم،

پاکه خُدايه، ځکه چې هم تا زۀ خلاص کړم.