INTRODUCTION

Leviticus Introduction

پېژندګلو

د ليويانو کِتاب د تورات درېم کِتاب دے. دا د انسان د رهنمايۍ په حقله د حضرت موسىٰ عليه السلام په وسيله ليکلے شوے دے او په دې کښې د عبادت او پرهيزګاره ژوند تېرولو په حقله د خُدائ پاک تعليمات موجود دى. د ليويانو په کِتاب کښې د ژوند د طور طريقو، خوراک څښاک، د عبادت د هداياتو او د مذهبى رواجونو په تفصيل سره ذکر شوے دے. دا ځکه چې زمونږ د ژوند هره برخه کۀ هغه اخلاقى، جسمانى يا روحانى وى هغه د خُدائ پاک په نظر کښې ډېر اهميت لرى. په دې کښې بنيادى پېغام دا دے چې خُدائ پاک په خپله مقدس دے او هغه دا غواړى چې د هغۀ مخلوق دې هم مقدس وى. په دې کِتاب کښې مونږ دا هم مطالعه کوُو چې خُدائ پاک په خپله د وينې د توېدلو په وسيلې سره د ګناهونو فديه مهيا کوى. د ګناه د پاکولو شرط قربانى ده ولې چې د مرګ په بدل کښې مرګ دے. د حفظ کولو دپاره د ليوى ۲۰‏:_۲۶ آيت، ”تاسو به مقدس شئ او صِرف زما به شئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ مقدس يم. ما تاسو د نورو قومونو نه جدا کړى يئ چې تاسو صِرف زما اوسئ.“