MAJOR PROPHETS

Jeremiah 8

۱مالِک خُدائ فرمائى چې، ”په هغه وخت کښې به دشمن د بادشاهانو او د يهوداه د آفسرانو، د اِمامانو او د پېغمبرانو او د يروشلم د نورو خلقو هډُوکى د قبرونو نه بهر راوباسى، ۲او د زمکې په مخ به يې خوارۀ وارۀ کړى او هلته به د هغه چا په وړاندې يعنې د نمر، سپوږمۍ او ستورو مخې ته پراتۀ وى د چا چې هغوئ عبادت کولو، ځکه چې هغوئ د دې څيزونو خِدمت کولو، او دې پسې روان وُو، او دې ته يې سجده کوله. د هغوئ هډُوکى به دوباره په خپلو کښې رايوځائ نۀ شى او نۀ به ښخ کړے شى بلکې د ډيران په شان به پراتۀ وى. ۳او هر چرته چې د دې بدعمله قوم ژوندى کسان کوم چې ما خوارۀ وارۀ کړى دى اوسيږى، نو هغوئ به د ژوند نه په مرګ باندې خوشحاله وى.“ مالِک خُدائ ربُ الافواج خُدائ دا وفرمائيل.

ګناه او سزا

۴”هغوئ ته ووايه چې مالِک خُدائ داسې فرمائى، هرکله چې څوک راپرېوځى، نو هغوئ بيا نۀ راپاڅى څۀ؟ هرکله چې يو سړے په غلطه لار روان شى آيا هغه به بيا راواپس نۀ شى څۀ؟ ۵نو بيا د يروشلم خلق د صحيح لارې نه ولې اوړېدلى دى؟ دوئ په دروغو او دوکه مارۍ کښې خپل ځان انغښتے دے او ما ته د واپس راتلو نه اِنکار کوى. ۶ما هغوئ ته په غور سره غوږ ونيولو خو هغوئ حقيقت نۀ وئيلو. او څوک هم په خپلو بدو کارونو باندې توبه ګار نۀ وُو او چا هم دا نۀ وئيل چې، ”دا مې کوم غلط کار وکړو؟“ لکه څنګه چې آس د جنګ مېدان ته په منډه روان وى دغه شان دوئ هم هر يو په خپلو غلطو لارو په تېزۍ سره روان دى. ۷تر دې چې مختلف مارغان لکه ډينګان، ګوګوشتکې، طوطاګرکى او زاڼى هم په دې پوهيږى چې اوس موسم بدل شو او راواپس کيږى. خو زما غوره شوے قوم زما د قانون نه ناخبره دے. ۸تاسو څنګه دا وايئ چې، مونږ ټول هوښياران يُو ځکه چې مونږ سره د مالِک خُدائ شريعت موجود دے؟ او حال دا چې د شريعت عالمانو په خپلو دروغو سره اصلى شريعت بدل کړے دے. ۹ګورئ دغه هوښياران به وشرميږى او په خپل کم عقلتوب کښې به راګېر شى. ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ کلام رد کړو نو بيا د دوئ هوښيارتيا چرته لاړه؟ ۱۰نو په دې وجه به زۀ د هغوئ ښځې پردو سړو ته حواله کړم او زمکه او جائيداد به يې هم نورو خلقو له ورکړم. ځکه چې د ماشومانو نه واخله تر بوډاګانو پورې هر يو د ناجائزه ګټې په لالچ کښې دى، د ‎پېغمبر نه واخله تر اِمام پورې ټول دوکه ماران دى. ۱۱هغوئ زما د خلقو د سختو زخمونو عرضى علاج کوى. او کله چې خير نۀ وى نو هغوئ وائى چې، خير دے، خير به شى. ۱۲آيا هغوئ په خپل دې پليت عمل شرمېدل څۀ؟ نه، هغوئ بلکل شرم نۀ لرلو، هغوئ په دې هم نۀ پوهيږى چې شرم څۀ ته وائى. دوئ به د تباه شوو په مينځ کښې حساب شى. زۀ به دوئ هم ختم کړم کله چې زۀ هغوئ له سزا ورکوم،“ مالِک خُدائ فرمائى. ۱۳”زۀ به د دوئ پوره فصل تباه کړم. د انګورو په بوټى کښې به يوه دانه هم پاتې نۀ شى، او نۀ به اينځر د اينځر په ونه کښې وليدلے شى، د دوئ پاڼې به اوچې شى. او هر څۀ چې ما دوئ له ورکړى دى هغه به ترې نه واپس واخلم. ۱۴نو بيا به دوئ وائى چې مونږ ولې دلته په آرام سره ناست يُو؟ راځئ چې قلعه بند ښارونو ته وتښتو چې هلته کښې مړۀ شُو، ځکه چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ دا تباهى راباندې راوستې ده او د زهرو ډک جام يې مونږ ته څښلو دپاره راکړے دے. ځکه چې مونږ د مالِک خُدائ خلاف ګناه کړې ده. ۱۵مونږ د امن په طمع وُو، خو مونږ هيڅ خير ونۀ ليدلو. مونږ د شفا حاصلولو اُميد کولو، بلکې د هغې په ځائ په مونږ يره راغله. ۱۶واورئ. زمونږ د دشمن د آسونو شڼېدل د دان د ښار نه اورېدلے کيږى. او د هغوئ د آسونو د هڼېدلو نه ټوله زمکه په لړزېدو ده. هغوئ د دې دپاره راغلى دى چې دا مُلک او هر څۀ چې په کښې دى تباه کړى، ښارونه او هر څوک چې په کښې اوسيږى تېر کړى.“ ۱۷مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ به ستاسو خلاف زهريله ماران درولېږم چې هيڅ قسم منتر به په هغې اثر نۀ کوى او هغه به تاسو وچيچى.“

په خپلو خلقو د يرمياه خفګان

۱۸نو بيا ما ووئيل چې خوشحالى زما نه لاړه او زما د خفګان علاج نشته، او دننه زړۀ مې بې‌هوشه دے. ۱۹زما د خلقو ژړا ته غوږ ونيسئ چې په ټول مُلک کښې اورېدلے کيږى، هغوئ تپوس کوى وائى چې، ”آيا مالِک خُدائ صيون پرېښودے دے څۀ؟ آيا د هغوئ بادشاه نور دلته کښې نشته څۀ؟“ مالِک خُدائ ورته په جواب کښې فرمائى چې، ”تاسو ولې د هسې فضول او پردو بُتانو په عبادت زما قهر او غضب راوپارولو؟“ ۲۰خلق چغې سورې وهى او ژاړى چې، ”اوړے تېر شو، فصل لو شو، خو مونږ لا بچ نۀ يُو.“ ۲۱زۀ د خپلو خلقو د دردونو سره دردمند شوم. او په پرېشانۍ کښې راګېر شوم. ۲۲آيا په جِلعاد کښې مرهم نشته؟ آيا هلته طبيبان نشته څۀ؟ نو بيا ولې زما د قوم د زخمونو دپاره شفا نشته څۀ؟