MAJOR PROPHETS

Jeremiah 17

د يهوداه ګناه او د هغې سزا

۱مالِک خُدائ فرمائى چې، ”د يهوداه د خلقو ګناه د اوسپنې په قلم چې نوکه يې د هيرې ده، ستاسو د کاڼو نه په سختو زړُونو نقش شوې ده او ستاسو د قربان‌ګاه په ګوټونو ليکلې شوې ده. ۲نۀ صرف تاسو بلکې ستاسو بچى هم خپلې قربان‌ګاه او د اشيرې بُت شکلونه همېشه رايادوى کۀ د شنې ونې په خوا کښې وى او کۀ په اوچته غونډۍ وى. ۳نو زۀ به په دې مُلک کښې خپل مقدس غر سره ستاسو د ټول مال دولت او ستاسو علاقائى عبادتخانې نورو خلقو ته د غنيمت په توګه حواله کړم، دا ستاسو د ګناهونو بدل دے کوم چې تاسو په خپل ټول مُلک کښې کړې دى. ۴ستاسو د خپلې ګناه په وجه به هغه مُلک ستاسو د لاس نه ووځى کوم چې ما تاسو ته په ميراث کښې درکړے دے. زۀ به تاسو په هغه مُلکونو کښې چې تاسو يې نۀ پېژنئ دشمنانو ته د غلام په شکل حواله کړم. ځکه چې تاسو زما د غصې اور بل کړے دے او هغه به تل بليږى.“

په مالِک خُدائ توکل کول

۵مالِک خُدائ فرمائى چې، ”لعنت دې په هغه چا وى چې د هغۀ زړۀ د مالِک خُدائ نه اوړېدلے وى او په فانى انسان توکل او د هغۀ په زور بهروسه کوى. ۶هغه د بيابان د هغه بوټى په شان دے، کۀ څۀ هم چې خير وى خو هغوئ ته به مِلاو نۀ شى. ځکه چې هغه به د بيابان په خشکه او مالګينه زمکه کښې شوے وى، چرته چې نور څۀ نۀ کيږى. ۷خو بختور دى هغوئ څوک چې په مالِک خُدائ يقين لرى، او په مالِک خُدائ يې توکل کړے وى. ۸هغوئ د هغه ونو په شان دى چې د لختى په غاړه کَرلے شوې وى او جرړې يې اوبو ته رسېدلې وى. نو کله چې د ګرمۍ موسم راشى نو يره يې نۀ وى، د هغوئ پاڼې هر وخت شنې وى. او په خُشک سالۍ کښې يې څۀ پرېشانى نۀ وى، نو کله هم بې‌مېوې نۀ پاتې کيږى.“ ۹د انسان زړۀ د هر څۀ نه زيات دوکه مار وى، او د شرارت نه ډک وى. څوک پرې هم نۀ پوهيږى. ۱۰”زۀ مالِک خُدائ د انسان د زړۀ لټون کوم او د هغۀ پټ سوچونه آزمائيم، زۀ هر چا ته اجر د هغۀ د عمل په مطابق ورکوم.“ ۱۱هغه څوک چې په ناجائزه طريقې سره مال دولت راجمع کړى هغه د هغه تيتر په شان وى چې پردۍ هګۍ وشاربى کومې چې هغې اچولې نۀ وى، نو وروستو به د هغۀ نه ټول مال دولت لاړ شى، کله چې د هغۀ عمر نيم تېر شى نو د هغۀ مال دولت به د هغۀ نه والوځى او په آخر کښې به دے خپل ځان کم عقل ثابت کړى. ۱۲خو هغه جلالى تخت چې د ازل نه اوچت دے، هغه زمونږ د خُدائ پاک مقدس کور دے. ۱۳اے مالِکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو اُميده، هر څوک چې تا نه مخ واړوى هغوئ ټول به ټيټ سترګې او شرمنده شى. هغوئ چا چې تا نه مخ اړولے دے په دوړو د ليکلو په شان دى، دوئ به زر ختم شى ځکه چې هغوئ د هغه مالِک خُدائ نه مخ اړولے دے څوک چې د ژوندون د اوبو چينه ده.

د مالِک خُدائ نه د يرمياه مدد غوښتل

۱۴اے مالِکه خُدايه، کۀ چرې تۀ ما له شفا راکړې نو زۀ به بلکل روغ رمټ شم، کۀ چرې تۀ ما له خلاصون راکړې نو زۀ به بچ شم، ځکه چې زۀ صرف ستا ثناء صِفت کوم. ۱۵هغوئ ما ته بار بار دا وائى چې، د مالِک خُدائ هغه کارونه څۀ شول د چا د پوره کېدلو په حقله چې هغۀ پېشګوئې کړې وه؟ نو اوس دې هغه پوره کړى. ۱۶اے مالِکه خُدايه، زۀ د هغه کار نه نۀ يم تښتېدلے د کوم دپاره چې تاسو زۀ د خپل قوم دپاره د شپونکى په حيثيت مقرر کړے يم. تاسو ته پته ده چې ما په هغوئ د افت د ورځې د راتلو خواهش نۀ دے کړے. زما د شونډو نه چې څۀ هم وتلى دى هغه ستا په وړاندې څرګند دى. ۱۷مالِکه خُدايه، ما مۀ يروه، د افت په ورځ صرف تۀ زما اُميد يې. ۱۸زما دشمنان دې وشرميږى خو ما مۀ شرموه، په هغوئ يره راوله خو ما مۀ يروه. په هغوئ د افت ورځې راوله، او هغوئ په دوه چنده تباه کړه.

د سبت ورځ مقدسه وساتئ

۱۹مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”يرمياه، لاړ شه او د عوامى دروازې په خولۀ کښې ودرېږه په کومه چې د يهوداه بادشاهان ځى راځى او هم داسې د يروشلم په نورو دروازو کښې ودرېږه. ۲۰هغوئ ته ووايه، د مالِک خُدائ پېغام واورئ. اے د يهوداه بادشاهانو او د يهوداه ټولو خلقو او د يروشلم اوسېدونکو او هغوئ ټولو ته چې په دې دروازې ځى راځى. ۲۱مالِک خُدائ فرمائى چې، خبردار چې د سبت په ورځ په خپل سر پنډ مۀ اوچتوئ او د يروشلم په دروازو پنډ سره مۀ ننوځئ. ۲۲او تر دې چې په خپلو کورونو کښې هم د سبت په ورځ هيڅ قسمه کار مۀ کوئ او مۀ څۀ بار اوچتوئ. خو د سبت ورځ مقدسه وساتئ لکه څنګه چې ما ستاسو پلار نيکۀ ته حکم کړے وو. ۲۳خو هغوئ ما ته غوږ ونۀ نيولو او نۀ يې ما ته توجو راکړه او نۀ يې زما پيروى وکړه. خو هغوئ سرکشه وُو او اصلاح کولو ته يې جواب ورنۀ کړو. ۲۴خو مالِک خُدائ فرمائى، کۀ چرې تاسو زما خبره ومنئ او د سبت په ورځ په دې دروازو د تجارت دپاره څۀ داخل نۀ کړئ او نۀ څۀ کار وکړئ، او هغه مقدسه وساتئ، ۲۵نو بيا به هغه بادشاهان څوک چې د داؤد په تخت ناست دى نو هغوئ به د خپلو آفسرانو سره د دې ښار په دروازو ځى راځى. او هغوئ او د هغوئ آفسران به په آسونو او ګاډو سوارۀ راشى، او د يهوداه خلق به ورسره وى او هغوئ څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى، او دا ښار به د تل دپاره آباد وى. ۲۶د يهوداه د ښارونو او د يروشلم د ګېرچاپېره کلو نه به خلق راشى، هغوئ به د بنيامين د علاقې، د مغربى غونډو د لمنو نه، او د نجب او د غريزې علاقې نه به د خپلو سوزېدونکو نذرانو او قربانو سره راشى. هغوئ به د خپلو غلو دانو او خوشبوئى د شکرانې نذرانې سره د مالِک خُدائ کور ته راشى. ۲۷خو کۀ تاسو زما خبره ونۀ منئ او د سبت ورځ مقدسه ونۀ ساتئ، او لکه د نورو ورځو په شان د سبت په ورځ د سودا پنډونه د يروشلم دروازو ته راؤړئ، نو بيا به زۀ په دې دروازو اور بل کړم. او دا اور به د يروشلم محلونه وسوزوى. او د دې اور لمبې به هيڅوک مړې کولے نۀ شى.“