MAJOR PROPHETS

Jeremiah 10

بُت پرستى او صحيح عبادت

۱اے بنى اِسرائيلو، د مالِک خُدائ پېغام ته غوږ ونيسئ. ۲مالِک خُدائ فرمائى چې، ”د نورو قومونو په طريقو تلل مۀ کوئ، او د هغوئ په شان په آسمان کښې د ستورو د ګردش او نښو نښانو نه مۀ يرېږئ تر دې چې هغوئ په خپله يريږى. ۳ځکه چې د نورو قومونو رِواج فضول دے، هغوئ د ځنګل نه ونه راووهى، او بيا کاريګر ترې نه په خپله په ترښځ بُت جوړوى. ۴او وروستو هغه په سرو او سپينو زرو باندې ښائسته کړى او بيا دوئ په څټک او مېخ سره دا بُت په يو ځائ کښې ټک وهى چې راونۀ غورزيږى. ۵د هغوئ بُتان داسې دى لکه د بادرنګو په پټى کښې چې ګوډاګے د مارغانو د شړلو دپاره ودرولے شوے وى، کوم چې نۀ خبرې کولے شى، او نۀ هغه په خپله ګرځېدے شى، په کار دے چې نور خلق دا اوچت کړى. د هغوئ نه مۀ يرېږه، دوئ تا ته ضرر نۀ شى در رسولے او نۀ څۀ فائده درکولے شى.“ ۶اے مالِکه خُدايه، ستا په شان بل هيڅ څوک هم نشته، تۀ لوئ يې، او تۀ زورَور يې. ۷اے د قومونو بادشاه، څوک به ستا نه نۀ يريږى؟ تۀ د ثناء او صِفت لائق يې. د دُنيا په ټولو هوښيارو خلقو او بادشاهتونو کښې بل څوک ستا په شان نشته. ۸هغوئ ټول کم عقل او بې‌وقوفه دى، ځکه هغوئ چې د څۀ عبادت کوى هغه د لرګى نه جوړ شوى دى. ۹هغوئ د ترسيس نه د سپينو زرو تختې او د اوفاز نه سرۀ زر راوړى. کله چې زرګر ترې نه بُت جوړ کړى نو بيا درزيان ورته آسمانى او کاسنى کپړې تياروى او هغۀ ته يې وراغوندى. ۱۰بلکې مالِک خُدائ رښتونے خُدائ پاک دے. هغه ژوندے خُدائ پاک او ابدى بادشاه دے. د هغۀ د قهر و غضب نه ټوله دُنيا لړزيږى، قومونه د هغۀ غضب ته ټينګېدے نۀ شى. ۱۱هغه خلقو ته څوک چې د نورو معبودانو عبادت کوى دا ووايه چې، ”هغه تش په نامه معبودانو چې زمکه او آسمانونه يې نۀ دى جوړ کړى، هغه به د زمکې د مخ نه او د آسمان د لاندې نه بلکل ختم شى.“ ۱۲خو مالِک خُدائ په خپل قدرت سره زمکه جوړه کړه. او په خپل حکمت سره يې دُنيا قائمه کړه. او په خپل عقل يې آسمانونه خوارۀ کړل. ۱۳کله چې هغه برېښنا ته حُکم وکړى نو په آسمان کښې وريځې په غرار شى، هغه وريځې د زمکې د يو سر نه تر بل سره پورې خوروى. هغه برېښنا د باران سره رالېږى او د خپلو ذخيرو نه هوا رالوځوى. ۱۴د انسان ټول نسلونه بې‌عقله او بې‌علمه دى، هغه کاريګر چې بُتان جوړوى دوئ به د دې بُتانو په وجه وشرميږى، ځکه چې د دوئ بُتان هم دوکه ده او ساه په کښې نشته. ۱۵دا بُتان فضول او سپک څيز دے. د حساب کِتاب په ورځ به دا ټول تباه شى. ۱۶خو د بنى اِسرائيلو خُدائ د بُت په شان نۀ دے. هغه د هر شى خالق دے، د بنى اِسرائيلو په شمول چې د هغۀ خپل خلق دى. او د هغۀ نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.

راتلونکى تباهى

۱۷اے محاصره شوې ښاريې. تاسو خپله کډه راوچته کړئ، دشمنانو درنه ګېره اچولې ده. ۱۸ځکه مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”ناګهانه به دا ځل د دې مُلک اوسېدونکى بهر وغورزوم. زۀ به په تاسو لوئ مصيبت نازل کړم، او په آخر کښې به تاسو ته زما د غصې پته ولګى.“ ۱۹واى واى، تباه شوم، زما زخمونه سخت دى، زما بيمارى د رغېدو نه بهر ده، چې ضرور دا برداشت کړم. ۲۰بلکې زمونږ خېمې تباه شوې دى او پړى يې شلېدلى دى، زما ماشومان ما نه اخستے شوى دى. يو هم نۀ دے پاتې شوے، ټول بوتلے شوى دى زۀ به يې دوباره ونۀ وينم. ۲۱زما د قوم شپونکى بې‌شعوره او بې‌عقله شوى دى. دوئ نور د مالِک خُدائ سره مشوره نۀ کوى. نو په دې وجه دوئ پوره ناکاميابه شوى دى، او د دوئ ټولې رمې دانه وانه شوې دى. ۲۲غوږ ونيسئ، د شمال د خوا نه د غټ لښکر د راتلو يروونکے شور اورېدے کيږى. د يهوداه ښارونه به تباه او برباد شى او د ګيدړانو غار به ترې نه جوړ شى.

د يرمياه دُعا

۲۳اے مالِکه خُدايه، زۀ په دې پوهېږم چې د انسان د ژوندون اختيار د دۀ په خپل لاس کښې نۀ دے. او نۀ هغه په خپلې مرضۍ سره د خپل ژوند لار مقررولے شى. ۲۴اے مالِکه خُدايه، په نرمۍ سره زما اصلاح وکړه، او په خپل قهر او غضب کښې دې زما اصلاح مۀ کوه ګنې زۀ به د دُنيا نه ورک شم. ۲۵څوک چې تا نۀ پېژنى خپل قهر و غضب دې په هغه خلقو نازل کړه، او په هغه چا څوک چې ستا نوم په خولۀ نۀ اخلى، ځکه چې ستا قوم بنى اِسرائيل يې وژلى دى، او هغوئ دوئ لواړ تېر کړى او تباه کړى يې دى، او مُلک يې ورله وران ويجاړ کړے دے.