حضرت موسىٰ ته د شريعت د حُکمونو نوې تختې مِلاوېدل
۱په هغه وخت کښې مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”د اولنو په شان دوه د کاڼى تختې جوړې کړه او يو د لرګى صندوق جوړ کړه چې هغه تختې په کښې کېږدې. په غر باندې ما ته راوخېژه، ۲او زۀ به په هغې باندې هم هغه څۀ وليکم څۀ چې ما په هغه تختو باندې ليکلى وُو چې تا ماتې کړې او بيا به تۀ هغه په صندوق کښې کېږدې.“ ۳نو ما د کيکر لرګى نه يو صندوق جوړ کړو او د اولنو په شان مې د کاڼى دوه تختې جوړې کړې او د ځان سره مې غر ته وخېژولې. ۴بيا مالِک خُدائ په هغه تختو باندې هم هغه خبرې وليکلې کومې چې هغۀ په وړومبى ځل ليکلې وې، دا هغه لس حُکمونه وُو چې تاسو له يې په هغه ورځ درکړل چې د غر سره راغونډ وئ او هغۀ د اور نه خبرې وکړې. مالِک خُدائ ما له تختې راکړې. ۵او زۀ د غرۀ نه راکوز شوم څنګه چې مالِک خُدائ ما ته حُکم کړے وو، نو تختې مې په صندوق کښې کېښودلې. او هغه تختې تر اوسه پورې په صندوق کښې پرتې دى.“ ۶بنى اِسرائيل د يعقان د خلقو د کُوهو نه روان شول او موسيره ته لاړل. او هلته هارون په حق ورسېدو او دفن شو او د هغۀ زوئ اِلىعزر د هغۀ په ځائ د اِمام په توګه خِدمت کولو. ۷د هغه ځائ نه هغوئ جدجوده او بيا يُطباته ته لاړل، هغه مُلک چې د اوبو ډېر نِهرونه په کښې دى. ۸په هغه وخت مالِک خُدائ د ليوى قبيلې سړى مقرر کړل چې د لوظ صندوق وړى او د اِمامانو په توګه د هغۀ خِدمت کوى او د هغۀ په نوم برکت غواړى. او تر اوسه پورې د هغوئ دا ذمه وارۍ دى. ۹نو د ليوى قبيلې ته د نورو قبيلو په شان زمکه مِلاو نۀ شوه، مالِک خُدائ په خپله د هغوئ ميراث وو هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک وعده کړې وه. ۱۰”د وړومبى ځل په شان زۀ په غر باندې څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې ايسار شوم، مالِک خُدائ يو ځل بيا زما خبرې ته غوږ ونيولو او په دې رضا شو چې تاسو به نۀ تباه کوى. ۱۱بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې پاڅم او ستاسو لارښودنه وکړم، چې تاسو هغه مُلک ونيسئ چې د کوم وعده يې ستاسو پلار نيکۀ سره کړې وه.
د مالِک خُدائ درناوے او عبادت کول
۱۲اوس، اے بنى اِسرائيلو، هغه څۀ واورئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې ستاسو نه غواړى. د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک نه يرېږئ، د هغۀ پوره تابعدارى کوئ، د هغۀ سره مينه کوئ او د زړۀ د اخلاصه او د خپل ټول روح سره د هغۀ خِدمت کوئ، ۱۳او د هغۀ ټول قانون منئ. دا زۀ نن ستاسو د فائدې دپاره درکوم. ۱۴ګورئ، دا اوچت آسمانونه د مالِک خُدائ دى، دا زمکه او په دې کښې هر څۀ د هغۀ دى. ۱۵خو د مالِک خُدائ مينه ستاسو پلار نيکۀ سره دومره زياته وه چې د نورو خلقو په ځائ يې تاسو خوښ کړئ او تر اوسه پورې د هغۀ غوره خلق يئ. ۱۶نو د اوس نه د مالِک خُدائ تابعداره اوسئ او خپل ضد پرېږدئ. ۱۷مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د معبودانو خُدائ پاک او د مالِکانو مالِک خُدائ دے. هغه لوئ او طاقتور دے، د هغۀ نه يره په کار ده. هغه نۀ د چا طرفدارى کوى او نۀ رشوت اخلى. ۱۸هغه دا ګورى چې د يتيمانو او کونډو سره ښۀ سلوک کيږى او کۀ نه، هغه د مسافرو سره مينه کوى کوم چې زمونږ خلقو سره اوسيږى او هغوئ له خوراک او جامې ورکوى. ۱۹نو د مسافرو سره مينه کوئ، ځکه چې په يو وخت کښې تاسو هم د مِصر په مُلک کښې مسافر وئ. ۲۰مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک نه يرېږئ او صِرف د هغۀ عبادت کوئ. د هغۀ وفادار اوسئ او صِرف د هغۀ په نوم قسم خورئ. ۲۱د هغۀ ثناء وايئ، هغه ستاسو خُدائ پاک دے او تاسو په خپلو سترګو هغه لوئ او عجيبه کارونه ليدلى دى چې ستاسو دپاره يې کړى دى. ۲۲کله چې ستاسو پلار نيکۀ مِصر ته لاړل، هغوئ صِرف اويا کسان وُو. خو اوس مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو د آسمان د ستورو په شان بېشمېره کړى يئ.